هغه خبرې، چې نباید خپل همکار ته یې وکړئ

تاسو د ورځې په اوږدو کې، له خپل همکار سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کوئ، خو سیاست لرونکي او هوښیار افراد، د خبرو کولو پرمهال هرې موضوع او مسئلې ته نه داخلېږي.
 
هغه موضوعات او مسایل، چې نباید خپل همکار ته یې ووایئ
آیا تر اوسه داسې پېښ شوي دي، چې په کار ځای کې د ډېر زیات وخت د تېرولو له کبله، له خپل ځان سره فکر وکړئ، چې اداره او شرکت هم ستاسو دویم کور دی؟ په پایله کې ښایي ډېر هوسا واوسئ، د بېلګې په توګه: یو ګیلاس قهوه وڅښئ او خپل دننني افکار له خپل همکار سره شریک کړئ او که څه وخته وروسته د خپل دې چلند په اړه فکر وکړئ، نو د پښېمانتیا احساس به وکړئ، چې ولې مو هغه خبرې خپل همکار ته وکړې. که تاسو دا ډول تجربې لرئ، نو باید ډېر زیات پام او دقت وکړئ، کومه خبره، چې په کار ځای کې کوئ، په کار باندې مو اغېزه کوي.
 
له هغه ځایه، چې ډېری کسان په کار ځای کې د هوساینې احساس کوي، په پایله کې ښایي هره خبره وکړي، که تاسو هم د دې مسئلې په اړه ستونزه لرئ، نو غوره ده، چې دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ، ترڅو دې ته مو پام شي، چې کومې خبرې نباید خپل همکار ته وکړئ.
 
له رییس څخه شکایت کول
که څه هم شونې ده، چې په خپل رییس باندې غوسه واوسئ، خو په کار ځای کې له خپلو افکارو څخه د رییس په اړه بحث کول، یو له هغو څیزونو څخه دی، چې هرومرو باید ترې لیرې شئ، ځکه نه یوازې ستاسو مقام له ګواښ سره مخ کوي، بلکې کېدای شي یو څوک له دې خبرو څخه ستاسو په زیان ګټه واخلي.
 
له بل (غایب) همکار څخه شکایت کول
هېڅ انسان بشپړ نه دی، له دې امله که وغواړئ، له یوه همکار څخه مو شکایت وکړئ، نو د ویلو لپاره به ډېرې زیاتې خبرې ولرئ، نو دا قضیه هېره کړئ، په همکار پسې خبرې کول، د هغو مواردو برخه ده، چې هرومرو باید ترې ډډه وکړئ.
 
د هغې مسئلې په اړه خبرې کول، چې ستاسو په کاري لایحه کې نه ده
کله چې په یوه ځای کې په کار ګمارل کېږئ، دا احتمال شتون لري، چې په کار ځای کې ستاسو د دندو په اړه درته توضیحات درکړي. باید په دې اړه فکر وکړئ، چې د یوې ادارې غړي باید د هغې ادارې د ودې لپاره کار وکړي، نو تاسو باید ځان چمتو کړئ ترڅو د هغه څه څخه هاخوا دندې ترسره کړئ چې تاسو یې لرئ، نو دا حقیقت ومنئ، چې کله وخت باید له خپلو دندو پرته نور کارونه هم ترسره کړئ او بدلونونو ته په یوې مُسکا سره هر کلی ووایئ.
 
غیبت او تهمت
په کار ځای کې یو له هوسا کارونو څخه دا دی، چې په نورو پسې غیبت وکړئ، ښایي داسې افراد وګورئ، چې د اوونۍ په اوږدو کې ساعتونه په خپل همکار پسې د غیبت کولو په حال کې دي، همدا غیبت د آوازه خپرولو لپاره لوی لامل دی، نو د خپل دې دننني بد فکر مخه ونیسئ او بې وخته خپله خوله مه پرانیزئ او د نورو غیبت کولو ته هم غوږ مه نیسئ. 
 
شخصي معلومات
له همکار سره د شخصي معلوماتو په اړه بحث کول، یو ډېر بد کار دی، هېڅکله  باید د خپل د ژوند د شریک، اولاد، پلار او مور د ځانګړتیاوو او دغه راز په شخصي ژوند کې د هغوی د ستونزو په اړه له خپل همکار سره خبرې ونه کړئ.
 
بې ادبه نظرونه او پوښتنې
هېڅکله باید بې ادبه نظر ورنه کړئ او دغه راز بې ادبه پوښتنه ونه کړئ، دا پوښتنې په شخصي پوښتنو کې شاملېږي، لکه: امیندواره یې، یا ولې ماشوم نه لرې؟، که همکار مو وغواړي، د کوم څه په اړه پوه شئ، په بشپړه توګه خپله به یې ووایي او اصلاً د پوښتنې کولو ځای نه دی، نو هېڅکله دا ډول پوښتنې مه کوئ.
 
د بلې دندې په لټه کې
توپیر نه کوي، چې په همکار باندې مو څومره باور لرئ، په یاد ولرئ، چې وفاداري په یوه تخصصي کاري چاپېریال کې هېڅ تضمین نه لري، نو که ټاکل شوې وي، چې یوې نوې دنده ایزې مرکې ته لاړ شئ، په کار ځای کې هېڅوک باید پرې پوه نه شي او اصلاً اړینه نه ده، چې د دې مسئلې په اړه کوم چا ته څه ووایئ.
 
میاشتینی معاش
ډېری شرکتونه له همکارانو سره د میاشتیني معاش په اړه د خبرو کولو په تړاو ځینې سیاستونه، قوانین او اصول لري، نو دا قوانین مه ماتوئ او په هر ځای کې چې یاست، د خپل میاشتیني معاش په اړه خپل همکار ته څه مه وایئ.
 
د سیاست او مذهب په اړه بحث کول
ډېری با فرهنګه کورنۍ سپارښتنه کوي، چې هېڅکله د سیاسي او مذهبي مسایلو په اړه له پردیو خلکوسره خبرې مه کوئ؛ حتا که له دې موضوع سره مینه هم لرئ، بیا هم نباید له خپل همکار سره په دې اړه بحث وکړئ، ځکه د نظر اختلاف به د ستونزې د رامنځته کېدو سبب شي.
 
په پور د پیسو غوښتل
کله وخت هېروئ، چې د پیسو بټوه یا هم نغدې پیسې له ځان سره راوړئ، په دا ډول شرایطو کې، تر کومه بریده، چې کولای شئ له خپل همکار څخه د پور غوښتنه مه کوئ.
 
د رښتینولۍ په اړه پوښتنه
په شېبه کې رښتینولۍ ته پام کول ډېر مهم دي، خو غوره ده، له خپلو همکارانو سره د خبرو کولو پرمهال له دې کلیمې څخه ګټه وانخلئ، د بېلګې په توګه: له هغه څخه پوښتنه مه کوئ، چې «آیا ته له ماسره رښتینی یې او که نه؟»
 
له بریده زیاته او بې ځایه ستاینه
د نورو او په ځانګړې توګه د خپلو همکارانو د ستاینې په اړه له فکر څخه کار واخلئ. د افرادو د فزیکي ظاهر په اړه نظر ورکول، په کار ځای کې یو مسلکي کار نه ګڼل کېږي؛ په ځانګړې توګه که مخالف جنس ته یې ووایئ.
 
خپله تېروتنه ستره ګڼل
زه تل د سر خوږي سبب یم؛ ولې باید دا جمله په خوله راوړئ؟ که واقعاً په کومه موضوع کې مو تېروتنه کړې ده او یا کوم کار مو هېر کړی دی، د خواشینۍ احساس کوئ، بیا هم هېڅکله دا جمله مه بیانوئ، یوه ساده بښنه وغواړئ او بل ځل خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړئ.
 
د "فکر کوم" له عبارت څخه ډېره زیاته ګټه اخیستل
د "فکر کوم" عبارت بیانول، کله وخت د منلو وړ دی، خو هغه وخت، چې واقعاً په کوم څه باندې ډاډه نه یاست، په دوامداره توګه له دې عبارت څخه ګټل اخیستل، ستاسو په خبرو باندې د نورو اعتماد کموي، نو که واقعاً په کوم څه باندې پوهېږئ، په مستقیمه توګه یې بیان کړئ، د بېلګې په توګه " ناسته له غرمې وروسته ۳ بجې ترسره کېږي" نه دا چې "فکر کوم ناسته له غرمې وروسته ۳ بجې ترسره کېږي."
 
چیغې وهل او نورو ته د خپلې نېکمرغۍ ښکاره کول
ښایي ستاسو لپاره ډېره په زړه پورې وي، چې نور پوه شي، تاسو له یوه غوره ژوند څخه برخمن یاست، خو ښه ده، چې د خپلې نېکمرغۍ په اړه خپلو همکارانو ته ونه وایئ، ځکه ښایي ستاسو په اړه یې په زړه کې کینه پیدا شي او حسادت یې را وپاروي.
 
د عمر په اړه پوښتنه
اروا پوهان سپارښتنه کوي، چې له همکار سره د عمر په اړه خبرې مه کوئ، ځکه کېدای شي هغه له ځان سره داسې فکر وکړي، چې تاسو هڅه کوئ، د هغه وړتیاوې او مسؤولیتونه تر پوښتنې لاندې راولئ، دغه راز ښایي ډېر زیات ناسم پوهاوي را منځته کړي.
 
له هغه شرکت یا مؤسسې څخه نا خوښي او نا رضایتي، په کوم کې چې کار کوئ
هېڅکله خپل همکار ته مه وایئ، چې له شرکت څخه شکایت لرئ، حتا که ستاسو په اړه یو ناقانونه اقدام شوی وي، نباید له نورو سره یې شریک کړئ، که واقعاً له خپل همکار، شرکت یا رییس څخه شکایت لرئ، نو له خپل ځان سره یې وساتئ.