د چین لوی مصرفي بازار- د افغان محصولاتو د خرڅلاو لپاره ښه فرصت

څو دې توان رسي په لوی درباب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه

افغانستان د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې خپل کوم محصولات نندارې ته وړاندې کولای شي؟

آيا د افغانستان لاسي صنایع او زراعتي محصولاتو صادرات زموږ د اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول درلودای شي؟

زه غواړم مخکې د یادو پوښتنو د ځوابولو څخه د چین د اقتصاد په اړه څو کرښې ولیکم او بیا راځم د پورته پوښتنو ځواب ته.

چین له اقتصادي پلوه په سیمه او نړۍ کې داسې مثال لري لکه نهنګ په دریاب کې، د نړۍ ځينې اقتصاد پوهان چین د نړۍ لومړی درجه لوی اقتصادي قدرت ګڼي، خو ځينې يې دویم لوی اقتصادي قدرت ګڼي.

په هر صورت! زموږ افغانانو لپاره دا ډېره مهمه نه ده چې چین لومړی درجه اقتصادي قدرت دی او که دویمه درجه، خو موږ ته دا د تامل وړ ده چې چین د کابو یو نیم میلیارډ نفوس په درلودلو سره په نړۍ کې د زراعتي محصولاتو تر ټولو لوی مصرفي هېواد دی چې آن له امریکا او نورو لرې پرتو هېوادونو څخه زراعتي محصولات واردوي چې دغه محصولات په میاشتو میاشتو په دریابونو کې د باربرۍ بېړیو په وسیله چین ته رسېږي.

بله دا چې دغه هېواد په نړۍ کې تر ټولو ستر صنعتي هېواد، د خامو موادو تر ټولو ستر وارداتي او د پخو موادو او مالونو تر ټولو ستر صادراتي هېواد دی.

دغه هېواد د خپل اقتصاد د پياوړتیا لپاره وخت په وخت داسې نوې تګلارې ټاکي چې د ټولې نړۍ لپاره د درس مثال لري او نړۍ وال په ځانګړې توګه نور لوی اقتصادي قدرتونه کوښښ کوي چې د چين تګلارې کاپي او عملي کړي.

یو د دغو تګلارو دا ده چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې چين د لومړي ځل لپاره د دولت په کچه نړیوال وارداتي نندارتون جوړ کړ.

دا په حقیقت کې په اقتصادي برخه کې یو نوښت و، ځکه چې له دې مخکې په اقتصاد کې دا قاعده وه چې هر هېواد به هڅه کوله چې د خپلو محصولاتو لپاره بازار پيدا کړي، خو چین برعکس خپل بازار ته د نړۍ د مختلفو هېوادونو څخه د وارداتو جلبولو لپاره کمپاین پيل کړ.

دا هغه کار دی چې نړیوالې تصدۍ په ډېرو ډېرو مصرفونو او اعلانونو سره غواړي چې د خپلو محصولاتو لپاره بازار پيدا کړي، خو چین دوی ته تر ټولوغوره او ښه بازار په وړیا توګه برابر کړی.

چین له ۲۰۱۸ میلادي کال وروسته هر کال دغه نندارتون جوړوي او سږ کال يې پنځم هغه دی چې د نوامبر میاشتې له پنځمې په شانګهای کې پرانيستل شوی او ټاکل شوې چې په لسمه نېټه به پای ته ورسېږي.

د چیني منابعو د معلوماتو له مخې سږ د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې د نړۍ ۱۴۵ هېوادونو، سیمو او سازمانونه ګډون لري او خپل محصولات يې نندارې ته وړاندې کړي.

تر ټولو د پام وړ اقتصادي خبر پکې دا دی چې چين په تېرو څلورو نړیوالو نندارتونونو یعنې (۲۰۱۸، ۲۰۱۹، ۲۰۲۰، ۲۰۲۱ کلونو کې) له ۲۷۰ میلیارډ ډالرو زیات تجارتي تړونونه لاسلیک کړي دي.

اوس به راشو اصلي خبرې ته، افغانستان که څه هم اوس له اقتصادي پلوه په کمزوري پړاو کې دی، خو خپل جیو سټراټژيک موقعیت، پرېمانه طبيعي زېرمو، پرېمانه خامو موادو او یوه زراعتي هېواد په توګه په آسیا کې داسې مثال لري لکه د کب په نس کې لعل.

او له بلې خوا چین چې د نړۍ په اقتصاد کې د یوه نهنګ مثال لري نو دا ډېره مهمه ده چې افغانستان د چين په نړیوالو وارداتي نندارتونونو کې خپل محصولات، په ځانګړې توګه لاسي صنایع او زراعتي محصولات نندارې ته وړاندې کړي، ځکه که په دغه لوی بازار کې د خپلو محصولاتو لپاره ځای پيدا کړي نو پوره باور دی چې نور به چین د افغانستان زراعتي محصولات په ډېره مناسبه بیه اخلي او د افغانستان اقتصاد به قوي شي.

افغانستان باید د چین په شان لویو بازارونو ته خامخا لار پيدا کړي او نور دې ځان په وړو او کمزورو هېوادونو تر بازارونو پورې محدود نه ساتي.

خپلې خبرې به د خوشحال بابا په دې کلام را ټولې کړم چې وايي:
 څو دې توان رسي په لوی درباب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه