هیلو ته مو هرو مرو رسېږئ

هیله او تمه د انسان لپاره چې د ژوند په ارزښت پوهیږي، لري یې، په همدې موخه خپل ژوند پايي، ورځې او شپې او ورته سبا کوي او تر ټولو ژوره خبره لا دا چې آن د ډېرو خلکو چې په عمر خوړلې وي او ورځ تر بلې یې د ژوند یوه – یوه ورځ کمېږي، حرص یې سېوا کېږي.

ډېری مهال دا حرص تاوان هم کوي، خو په ډېرو کمو فرصتونو کې دا حرص بیا د انسان په بریالیتوب تمامیږي.

حرص تر ټولو بد عمل دی، هغه عمل چې انسان پرې بد ښکاریږي، هېڅ ورته پکار نه وي، ځکه کله چې بې ارزښته کېدل رامنځته کېږي، ارزښتونه ور سره خاورې کېږي، د ښه او عالي کیفیت ورسره تخریبږي او دا چاره ښه پایله نه لري، بدمرغي او کرکه زېږوي.

 په خپلو چارو او کړنلاره باندې ډېر تمرکز کول او په اصطلاح په کار کې ډېر حرص کول، له معمول پرته ډېر کار مخې ته وړل، کړنلاره پراخول، په اړه یې ژور فکر کول، نوي شیان ور اضافه کول او ورته یې د ترسراوي په اړه فکر درلودل، له بېلابېلو بریالیو اشخاصو څخه یې په اړه لرلید پوښتل او ډېر وخت ورکول که حرص وبولو، بیا دا حرص ستاسې او ستاسې په چارو د بریالیتوب په معنا دی او هرو مرو مو ګيټالي کوي، ورځ تر بلې به مو هیلو ته رسوي او تر ټولو ښه لا دا چې زړه ته به مو خوښي ننځوي او ایله به د آرام ساه واخلئ؛ نو لاس تر زنې کېناستل نه دي پکار، هیلو ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې د شمعې په څېر ځان وسوځوئ، نور تخریب نکړئ، کرکه ونه زېږوئ او په مینه یو بل وپالئ.
پای