څنګه کولای شو، په ژوند کې د نېکمرغۍ احساس وکړو؟

تاسو په ژوند کې له نېکمرغۍ څخه څه تعریف لرئ؟ نېکمرغي څه ته وایي؟ آیا نېکمرغي داده، چې شتمن شئ؟ یا لوړ ماډل لرونکی موټر ولرئ؟ یا یوه ښه مقام ته ورسېږئ؟ یا دا چې په آرامتیا کې ژوند وکړئ؟ آیا نېکمرغي داده، چې په کانکور آزموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړئ؟ یا په یوه ټلویزیون کې  یو پروګرام ولرئ یا دا چې غواړئ د خپل خاوند لپاره یوه غوره مېرمن او د خپلو اولادونو لپاره یوه ښه مور واوسئ؟ آیا د نېکمرغۍ مانا داده، چې خپلو موخو او هیلو ته ورسېږئ؟
 
نېکمرغي هم د بلې هر چارې په څېر اصولو ته اړتیا لري، هغه څه، چې ښه دي دا دي، چې موږ کولای شو، چې له دې څخه لا نېکمرغه واوسو، کوم چې اوس یاستو، په دې شرط، چې په ژوند کې اصول وپېژنو او ورته ژمن پاتې شو، په دې شرط چې د سم ژوند کولو په تګلاره باندې پوه شو او له ژوند څخه یو ښه تعبیر ولرو، نېکمرغي له ژوند څخه زموږ په لید، احساس او تصور پورې تړاو لري، لکه مثبت فکر کول او د ښو افکارو لرل.
 
نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره باید دې مواردو ته ځانګړی پام وکړئ:
د مشخصې موخې لرل
نېکمرغي د بېلابېلو افرادو لپاره توپیري مانا لري. د بېلګې په توګه: د یو چا له نظره نېکمرغي داده، چې خپل مال او ځان له نورو سره مرسته کولو ته ځانګړی کړي، خو د بل کس له نظر ښایي د ښو دوستانو لرل یا شهرت او لوړتیا ته رسېدل، نېکمرغي وي؛ خو هغه څه چې مهم دي او هېڅکله پکې بدلون نه رامنځته کېږي، دا دي، چې موخه باید روښانه وي، ځکه چې ډېری کسان د نېکمرغۍ او بریا لپاره په چټکه توګه ګام پورته کوي او په پرله پسې توګه فعالیت کوي او د ژوند له هرې شېبې څخه ګټه اخلي او بېځایه یې نه تېروي، خو موخه یې مشخصه نه ده او له یوه ښاخ څخه بل ښاخ ته الوزي.
 
له دې امله د نېکمرغه اوسېدو لپاره بسنه کوي، چې پوه شو په ژوند کې څه موخې لرو، دغه راز له خپلو افکارو او روحیې سره تر ډېره آشنا واوسو او هغو موخو ته د رسېدو لپاره، چې باور لرو، نېکمرغه کوي مو، پروګرام جوړ کړو، په پایله کې، کله چې خپلې موخې څارو، د خپل ځان په اړه به ښه احساس پیدا کړو، نو باید خپله موخه مشخصه کړو، په اړه یې تل فکر وکړو او هغې ته د رسېدو لپاره نقشه جوړه کړو او هڅې وکړو.
 
د ښو افکارو لرل
تل هڅه وکړئ، په خپل ځان کې ښه او مثبت افکار وروزئ او هېڅکله ماتې او ناهیلۍ ته مه تسلیمېږئ، په دې صور کې به مو خپلې موخې ته په رسېدو کې بریا زیاته شي. په حقیقت کې باید لږ لږ ځان عادت کړئ، چې په خپلو بېځایه وېرو باندې غلبه وکړئ؛ ځکه د ښو او مثبتو افکارو تکرار، ستاسو بریا او نېکمرغي تضمینوي، دغه راز خپل ځان په دې باندې عادت کړئ، ترڅو هره ورځ څو دقیقې د هغو کارونو د ترسره کولو په اړه فکر وکړئ، چې خوشاله کوي مو، دا څو دقیقې تاسو ته د دې فرصت درکوي، چې د ژوند په مثبتو ټکو باندې تمرکز وکړئ او تاسو اوږد مهالې نېکمرغۍ او خوشالۍ ته رسوي. نو تل هڅه وکړئ، چې خپله ورځ د مثبتو افکارو له لرلو پرته تېره نه کړئ.
 
آیا کله چې په ژوند کې د نېکمرغۍ او بریالیتوب احساس کوئ، کولای شئ ترې ګته واخلئ او له خپلې بریا څخه خوند واخلئ؟
 
که غواړئ، ډاډه شئ، چې خپله نېکمرغي  د خپلو منفي ناخبره مقاومتونو په لاره کې نه قرباني کوئ، باید وګورئ، چې له خپلو ورځنیو جزئي موقعیتونو څخه څنګه ګټه اخلئ، د بېلګې په توګه، کله چې یو شخص د دې توان او وړتیا لري، چې درس ولولي او لوړو علمي مقامونو ته ورسېږي، له خپل پرمختګ څخه خوشالېږي او د نېکمرغۍ احساس کوي، که موخه یې دا وي، چې له علمي پلوه له نورو څخه مخکې شي، نه یوازې د زده کړو په لړ کې، بلکې له فارغېدو څخه  وروسته به هم د نېکمرغۍ او خوشالۍ احساس ونه کړي، ځکه هغه په ناخبره برخه کې، نه شي کولای، چې زغم ولري.
 
او په پای کې هغه څه، چې موږ خوشاله او نېکمرغه کوي، هغه نه دي، چې څه یو یا څه لرو یا څه کوو، بلکې هغه دي، چې په اړه یې څه فکر کوو او څه کړنې ترسره کوو. په حقیقت کې ډېره زیاته مهمه ده، چې درک کړو او باور ولرو، چې موږ د نېکمرغه کېدو وړ یو.