د زوی په روزنه کې د پلار رول څه دی؟

له ماشومانو په ځانګړې توګه له نارینه ماشومانو سره د سمې او اصولې اړیکې ټینګښت یو پېچلی کار دی، په دې باندې پوه شئ، چې په ډېری مواردو کې د مور په پرتله د پلار رول ډېر اغېزناک دی، خو د پلار د کاري بوختیاوو له امله معمولاً ورځ تر بلې یې د ماشومانو په ژوند کې اغېز پیکه کېږي.
 
د پلار او زوی اړیکه، په ځانګړې توګه په دې ورځو کې پېچلې تر سترګو کېږي، د هم جنس اوسېدو او له ځواک سره د نارینه و د لېوالتیا لرلو له امله، معمولاً پلار او زوی یو بل د خپل ځان سیال (رقیب) ګڼي یا غواړي خپل نظرونه په یو بل باندې ومني. د پلار او زوی اړیکه مهارت ته اړتیا لري، چې په اړه یې په لږ مطالعه کولو سره، کولای شئ په ښه او بېلګه ایز پلار باندې بدل شئ.
 
پلار چې هرڅومره ځواکمن وي، په همغه اندازه به کورنۍ اروایي خوندیتوب ولري، پلار په هغه ځواک او هیبت سره، چې لري یې، په بشپړه توګه د خپل زوی لپاره یوه مناسبه بېلګه ده، نارینه توب لومړنی صفت دی، چې زوی یې له خپل پلار څخه زده کوي، کله وخت اړتیا نه شته، چې ځانګړې زده کړې وکړي، بسنه کوي، چې پلار په کورنۍ کې خپل رول په سمه توګه ترسره کړي او د ستونزو پر وړاندې له خپلې کورنۍ څخه په ښه توګه ساتنه وکړي او خپلې ژمنې ته ژمن پاتې شي، خپل په خپله زوی هم د خپل پلار له چلند څخه زده کړه کوي، چې څنګه په راتلونکې کې له خپلې کورنۍ څخه ساتنه وکړي او څنګه هغو ته خوندیتوب ورکړي.
 
زوی د ستونزې د حل لاره له خپل پلار څخه زده کوي
د پلار او زوی په اړیکه کې دا موضوع ډېره زیاته مهمه ده، د پلار یو له رولونو څخه د ستونزو لپاره د حل لارو پیدا کول دي، پلار معمولاً د عقل استازی دی، پلار خپل زوی ته ور زده کوي، چې څنګه له ننګونو سره مخامخ شي او څنګه په ژوند کې تر ټولو غوره ټاکنه وکړي.
 
مسؤولیت منونکی پلار، مسؤولیت منونکی زوی روزي
زامن له پلرونو څخه زده کوي، چې په ژوند کې مسؤولیت منونکي او ژمن واوسي، ژمنه، وفاداري او مسؤولیت منل، درې ځانګړتیاوې دي، چې باید په پلار کې شتون ولري، هغه پلار، چې تل له خپل زوی سره په دې مسایلو باندې شخړه کوي او همېشه هغه ته یادونه کوي، په بشپړه توګه په خپل کار کې ستونزه لري.
 
مدیریت زده کوي
د کور مدیریت د پلار اصلي دنده ده، سمه ده، چې د کور چارې د مور پر غاړه دي، خو پلار ټولنیز مدیر دی او ځکه زوی په راتلونکې کې په همدې ټولنه کې باید فعالیت وکړي، نو باید په ټولنه کې ښه مدیر وي، زامن په دې برخه کې له پلار څخه بېلګه اخلي، کله چې پلار یې په اړه فکر هم نه کوي، زوی د پلار چلندونه  څاري او کارونه یې یو پل بل پسې تکراروي.
 
منظم پلرونه، منظم زامن لري
په ژوند کې نظم، د روغ او بریالي ژوند د لرلو لپاره یو له مهمو اصولو څخه دی، هغه پلار چې خپل کارونه په منظمه توګه ترسره کوي، په بشپړه توګه په کور کې هم د نظم فضا حاکمه ده، په دې صورت کې کورنۍ ګډوډه نه ده او هرڅوک په خپل سر نه دی، دا نظم د دې سبب ګرځي، چې زوی هم په خپل خصوصي ژوند کې منظم واوسي.
 
زوی درناوی له پلاره زده کوي
اولادونه د خپلو والدینو هینداره دي، هغوی د خپلو والدینو ټولو چلندونو ته پام کوي، یو له هغو مواردو څخه، چې پلار پکې ډېر مهم رول لري، خپل مقام او د کورنۍ غړو ته درناوی کول دي، د کورنۍ له غړو سره د پلار سم چلند کول، زوی ته دا ور وښیي، چې نورو ته ارزښت ورکړي، هغوی ته درناوی وکړي او دغه راز له هغوی سره سمې خبرې وکړي، دغه راز په ټولنه کې په داسې توګه چلند وکړي، چې له هغه په ښه توګه یادونه وشي. درنو پلرونو ته سپارښتنه کېږي، چې په دې اړه په خپل چلند باندې پام وکړي.
 
پلار خپل زوی ته له ښځې سره مینه کول ورزده کوي
له خپلې مېرمنې سره د پلار مینه لرل، د دې سبب ګرځي، چې زوی هم زده کړي، څنګه له یوې ښځې سره چلند وکړي، له بده مرغه ځینې نارینه له خپلو مېرمنو سره مناسب چلند نه لري او په ډېری مواردو کې له امریه جملو څخه ګټه اخلي. که خپلې مېرمنې ته ارزښت ورکړئ، نور تاسو ته ارزښت درکوي او له بلې خوا اولادونه مو هم تاسو محترم ګڼي، که له خپلې مېرمنې سره ستونزه لرئ، هېڅکله د خپل زوی پر وړاندې په خپل منځ کې شخړه مه کوئ.
 
په ځانګړې توګه د بل هر وخت په پرتله  زامن په دې برخه کې یې غوږونه تېز او سترګې یې ډېر ښه کار کوي او دا چې له خپلې مور سره ډېره زیاته مینه لري او د هغې خپګان نه شي زغملی او په اړه یې ډېر حساس دي، نو له خپلې مېرمنې سره مینه او محبت وکړئ او د مینې زده کړه ورکړئ.
 
یادونه: هر څومره چې د پلرونو شخصیت د اولادونو لپاره ښه او د خوښې وړ وي، نو له پلرونو څخه به ډېره بېلګه واخلي او کوښښ به وکړي، چې تر ډېره د هغو په څېر واوسي.
زوی ته د پلار نه پاملرنه، کومې پایلې لري؟
هغه زامن، چې پلرونه یې ورته پام نه کوي، معمولا:
ـــ په ځان باندې له کم باور څخه برخمن دي.
ـــ د کوچني او بې ارزښته اوسېدو احساس کوي.
ـــ خواشیني او ناهیلي دي.
ـــ د تصمیم نیونې ځواک له لاسه ورکوي.
ـــ پټې اروایي عقدې لري.
ـــ غوسه کېږي.
ـــ د مسؤولیت له پېټي څخه اوږې تشوي او نورو ته ارزښت نه ورکوي.
ـــ په نورو باندې تکیه کوونکي او کمزوري دي.
ـــ نه پوهېږي، چې څنګه ژوند وکړي، مالي مدیریت او خپل کنټرول له لاسه ورکوي.
ـــ له بریده زیات په ځان باندې مئین دي او نیوکه نه مني.
ـــ تل خواشیني او اندېښمن دي.
ـــ په دې تفسیرونو سره د دوی د سرغړونې او ګناه کولو احتمال ډېر دی او په خطرناک حالت کې مېشتېږي.
د تنکي ځوان مشاور ته په ورتګ سره کولای شئ، دا ستونزې ډېرې ټیټې کچې ته ورسوئ.
 
له کوچني زوی سره د پلار چلند باید څنګه وي؟
معمولاً د پلار رول د زوی د ماشومتوب په دوران کې نالیدلی نیول کېږي، په داسې حال کې، چې د زوی او پلار اړیکه د ماشومتوب له وخته رامنځته کېږي، پلرونه یوازې دا چې ماشوم یې کوم څه ته نه متوجه کېږي، د ساتنې او روزنې مسؤولیت یې میندو ته سپاري، په داسې حال کې، چې دا کار په بشپړه توګه ناسم دی، دا چې ماشوم په کومه کچه خپلې مور ته نږدې وي، په هماغه اندازه له خپل پلار څخه واټن اخلي، دا واټن د زوی په ودې سره ډېر او لاپسې ډېرېږي، هغه مهال پلارې دې موضوع ته متوجه کېږي، چې نور نو ماشوم یې د هغه خبره نه مني. په ځانګړې توګه زوی چې پلار یې د هغه لپاره د یوې ځواکمنې بېلګې رول لري، له دې ستونزو څخه د مخنیوي لپاره، غوره ده، د ماشوم د روزنې په اړه ډېره مطالعه وکړئ، د ماشوم روزنې مشاور به هم په دې برخه کې له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي.
 
۱ ـــ د هغه لپاره ډېر وخت په پام کې ونیسئ
پلار معمولاً په کار ځای کې وي او د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره ډېر کم وخت لري، دا حق هغه ته ورکوو، چې له کورنیو مسایلو سره د دندې مدیریت او همغږي یو ستونزمن کار دی، خو په هماغه وخت کې، چې په کور کې یاست، کولای شئ له خپل زوی سره مینه وکړئ، ماشومان له هماغه ماشومتوبه لږ ضدي او مغرور دي او دا تاسو یاست، چې باید د مینې پیلوونکی واوسئ، هڅه وکړئ، چې له هغوی سره خپل ګډ ټکي پیدا کړئ، لکه، له هغوی سره د فوټبال لوبه وکړئ، له هغوی سره پارک ته لاړ شئ، د هغو څیزونو په اړه، چې ورسره مینه لري، خبرې وکړئ، هغه کتابونه او وسایل، چې خوښېږي یې ورته وایې خلئ، په دې وخت کې ماشوم مو تاسو ته نږدې کېږي او غواړي، چې تاسو ته ورته وي، د ماشومانو خوښېږي، چې پلار یې د دوی له ښوونځي او ښوونکو سره آشنا شي، له درسي شرایطو څخه یې خبر شي.
 
هر څومره، چې پلار خپل زوی ته ډېر ارزښت ورکړي، په راتلونکې کې ماشوم یې له ډېرو کمو اروایي ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږي او په یوه پیاوړي او ځواکمن فرد باندې بدلېږي.
 
۲ ـــ د ګټلو او بایللو په ارزښت یې پوه کړئ
پلار یوازینی کس دی، چې له خپلو تجربو څخه په ګټه اخیستنې سره، خپل ماشوم ته ورزده کوي، چې څنګه وګټي او څنګه د بایللو پرمهال ناهیلی نه شي او په ډېر ځواک سره خپلې لارې ته دوام ورکړي، سره بېره پر دې د ګټلو او بایللو اړخ هم ولري. هغه زوی، چې د خپل پلار له مینې او پام څخه بې برخې دی، د تل پاره بایلل تجربه کوي، په همدې دلیل د پلار رول ډېر زیات مهم دی، هڅه وکړئ، چې د خپل زوی د  ګټلو او بایللو پرمهال د هغه ترڅنګ واوسئ او هغه ته ورزده کړئ، چې څنګه دا مسایل ومني.
 
۳ ـــ هغه ته ور زده کړئ، چې څنګه له ځانه دفاع وکړي
د پلار ملاتړ د پلار او زوی په اړیکو کې یو مهم اصل دی، پلار خپل زوی ته ور زده کوي، چې څنګه د دښمنانو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي او کله چې حق یې تر پښو لاندې کوي، خپل حق واخلي، چېرته د خپلې کورنۍ د ګټو په خاطر سکوت وکړي، څه وخت د هڅوونو ځواب ورکړي او څه وخت په آرامتیا سره صحنه پرېږدي، کله هم تېرېدنه (ګذشت) وکړي او دومره پیاوړی وي، چې له خپل حق څخه تېر شي، خو هېڅکله د ظلم پر وړاندې سر ټیټ نه کړي، دا کلیدي ټکي دي، چې پلار یې باید په مثالونو سره خپل زوی ته ور زده کړي، دا موارد ډېر زیات مهم دي او نباید نالیدلي یې ونیسئ، نباید اجازه ورکړئ، چې کوچنی، خام بې تجربې او له کومې پوهې پرته، زوی مو ټولنې ته داخل شي. 
 
 ۴ ـــ له خپلو خبرو سره پام کوئ
د خپل اولاد زړه مه ماتوئ، په ځانګړې توګه نارینه اولاد، چې د امر کوونکې او غوسه ناکې لهجې پر وړاندې حساس دي او بد غبرګون ښکاره کوي، لږ مو سر پورته ونیسئ او په منطق سره ورته ووایئ، چې کار یې ناسم دی، نه غوسه او بد الفاظ کارول، چې د خپل اولاد شخصیت راټیټ او کوچنی کړئ، د زوی په اړه د پلار د نارینه توب تر سیوري لاندې یوه آرامه او هوسا کورنۍ رامنځته کېږي او خپل ماشومان په غوره بڼه روزي.
 
له تنکي ځوان زوی سره د پلار د چلند ډول باید څنګه وي؟
د ماشوم د ودې پړاونه د ځنځیز د کړۍ په څېر یو په بل پسې نښتې دي، ماشوم سربېره پر دې، چې د روغ بدن لپاره، سمې تغذیې ته اړتیا لري، باید روح او روان هم تغذیه شي او په هوساینه کې وي، د بېلګې په توګه، که ښه ماشومتوب ولري او د روزنې ټول روزنیز موارد مو په ښه توګه مراعات کړي وي، نو له شک پرته د تنکۍ ځوانان پرمهال یې له ډېر کم کړاو سره مخ کېږئ، همدا راز که چېرې د تنکۍ ځوانۍ پرمهال وکولای شئ، ماشوم په سمه بڼه وروزئ، کولای شئ یو روغ، فعال او له انرژۍ ډک ځوان، چې له جسمي او اروایي پلوه سالم دی، ټولنې ته وړاندې کړئ، نو مور او پلار لومړنی رول لوبوي، په دې لړ کې پلرونه او زامن باید سیالي او غرور پرېږدي، یو بل ته لاس ورکړي او په همغږۍ سره پرمخ لاړ شي.
 
۱ ـــ له خپل زوی سره، له درناوي ډک چلند وکړئ
د زوی د تنکی ځوانۍ پرمهال د پلار او زوی ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لومړنی شرط متقابل درناوی دی. درنو پلرونو! په ډېرو بدو شرایطو کې هم مینه مو له خپلو مېرمنو او زامنو څخه مه درېغوئ، کله چې تاسو له خپلې مېرمنې سره مینه کوئ او درناوی یې ساتئ، په هماغه اندازه زوی مو هم دې ته متوجه کېږي، چې باید د لویانو درناوی وکړي، دا په حقیقت کې یوه پټه بېلګه اخیستنه ده، پرته له دې چې متوجه شئ، هغه ستاسو د چلند ډول ثبتوي، په ځانګړې توګه زامن، چې د تنکۍ ځوانۍ پرمهال  یاغي کېږي او پېچلي شرایط لري، باید ښې بېلګې ولري، که چېرې کورنۍ او د ټولنې خلکو ته درنښت کولو ته په خپل ذهن کې ځای ورکړئ، نو له هغه سره به مو ستونزې ډېرې زیاتې راکمې شي.
 
۲ ـــ له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو خپل ځان مدیریت کړي
معمولاً زامن د تنکۍ ځوانۍ پرمهال، له اروایي او جنسي پلوه د نه کنټرول وړ ګرځي، پلرونه باید د دې دوران او د خپل زوی د ستونزو په اړه له هغه سره خبرې وکړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي. دا چې څنګه کولای شي د دې احساساتو مخه ونیسي او څنګه کولای شي په خپله غوسه باندې غلبه وکړي، هغوی دې ورزش او بدني فعالیت ته وهڅوي او خپله دې هم کله وخت له خپلو زامنو سره ورزش وکړي.
 
۳ ـــ وې هڅوئ
د پلار او زوی ترمنځ د اړیکو له کلیدي ټکو څخه یو دا دی، چې د هغه لېوالتیاوې وپېژنئ او له هغه سره مرسته وکړئ، په کومه لاره چې ګام پورته کوي، باید غوره وي، نه دا چې ووایئ، دا کار مو په درد نه خوري، دا زده کړه نیزه څانګه ستا لپاره مناسبه نه ده. اجازه ورکړئ، چې د خپل ژوند مهم تصمیمونه په خپله ونیسي، مګر دا چې ډاډه شوئ، چې په کومه لاره روان دی سمه نه ده، نو خنډونه ور وښیئ او د هغو کسانو له تجربو څخه، چې په دې لاره تللي دي مرسته وغواړئ.
 
۴ ـــ د هغه لپاره ښه مرکه کوونکی واوسئ
که ښه پلار واوسئ، نو زوی مو تر بل هر وخت ډېر تاسو ته نږدې کېږي، هڅه وکړئ، د دې پرځای، چې د والدینو رول ولرئ، له هغه سره ملګری شئ، معلومات مو ورسره شریک کړئ. دا فرهنګي واټن د کورنیو لپاره په یوه سرخوږي باندې بدل شوی دی، ترڅو چې کولای شئ د بېلابېلو مسایلو په اړه مطالعه وکړئ، ترڅو د خپل زوی لپاره ښه مرکه کوونکی شئ، که په دې توګه چلند وکړئ، زوی مو هم خپل ځان ته د تېروتنه کولو اجازه نه ورکوي، ځکه پوهېږي، هرڅه چې تاسو وایئ، په ګټه یې دي.
 
۵ ـــ هغه ته د نارینه وو کارونه ور وسپارئ
هڅه وکړئ، کوم کارونه، چې یو نارینه یې باید ترسره کړي، هغه ته ورزده کړئ، دغه راز هغه ته دا هم ور وښیئ، چې په خپلو پښو ودرېږي، له نورو سره مرسته وکړي، حتا موټر چلوونه ور زده کړئ. یوازې پلار دی، چې کولای شي، خپل زوی ته ورزده کړي، چې نارینه اوسېدل یانې څه او په راتلونکې کې ډېر ستر مسؤولیتونه ور تر غاړې دي، پلار خپل زوی ته وایي، چې د ده تېروتنې دې نه تکراروي او په هغه لاره باندې، چې پلار سم نه دی تللی او له ستونزو سره لاس و ګرېوان شوی، دی په سمه او بې ستونزو لاړ شي، دا ده، چې د هغه راتلونکې به تضمین شي. زوی تر هغه مهاله، چې ستر مسؤولیت ور ونه سپارل شي، نو د نارینه توب خوند به ونه څکي. که په دې برخه کې له ستونزو سره مخ شوئ، نو د کورنۍ مشاور به ستاسو لپاره ښه مرسته وي.
 
زوی ولې باید خپل پلار ته درناوی وکړي؟
موږ ټول د پلار په ارزښت او مقام باندې پوهېږو، پلار چې هرڅومره بد وي، بیا هم پلار دی او درناوی یې واجب دی، په دې لړ کې زامن معمولاً د کورنۍ د نورو غړو په پرتله له خپل پلار سره په هوساینې سره خبرې کوي، غوره ده، چې په دې لړ کې له هغوی سره ښه چلند وکړئ، پلرونه معمولاً له خپلو زامنو څخه  حساس او ژر خپه کېږي، پلار له ډېرې پخوا زمانې د کورنۍ رهبر و او ډېر مغرور دی، هېڅکله یې غرور مه ماتوئ او هغه مو په خپلو خبرو سره مه خواشینی کوئ، که په کومه برخه کې د نظر اختلاف لرئ، هڅه وکړئ، چې سکوت وکړئ او ووایئ، چې ستاسو خبره هم بلکل سمه ده او ستاسو په نظر باندې هم فکر کوم.
 
کوم دلایل د دې سبب ګرځي، چې زوی خپل پلار ته بې احترامي وکړي؟
ـــ ناسمه کورنۍ روزنه او د زوی چاپړوسه کېدل.
ـــ د زوی له خوا د نیوکې نه منل.
ـــ د غوسې نه کنټرول.
ـــ بد همکاران یا دوستان.
ـــ اقتصادي ستونزې او د بېوزلۍ له امله اراویي فشارونه.
ـــ کورنۍ اروایي ستونزې او په بشپړه توګه نارامۍ زېږونکي چاپېریال کې ژوند کول.
ـــ د بلوغ نارامه دوران.
هغه لاملونه دي، چې پلار ته به د نه درناوي سبب شي.
 
دویزې پوښتنې
هغه لاملونه، چې د پلار او زوی ترمنځ د اختلاف د رامنځته کېدو سبب ګرځي، کوم دي؟  
معمولاً په هر کور کې د بېلابېلو بهانو له امله پلرونه او زامن له یوبل سره ښېکل دي، خو د پلار او زوی د شخړې او دعوا تر ټولو مهم لاملونه: فرهنګي اختلافات، اقتصادي ستونزې او بېوزلي دي.
 
له کوم وخته پلار باید خپل زوی وروزي؟
معمولاً د ماشومتوب له دوران څخه او له هغه وخت څخه، چې ماشوم کولای شي حس کړي، وویني او واوري، باید په بشپړه توګه د مور او پلار تر نظارت لاندې وي. د لور او زوی بد چلندونه د ماشومتوب په دوران کې یې رامنځته کېږي، دا مه هېروئ، چې د پلار رول هر وخت اغېزناک دی. زوی د ماشومتوب، تنکۍ ځوانۍ او ځوانۍ پرمهال او حتا کله چې خپله د اولاد څښتن شو، د پلار مینې ته اړتیا لري.
 
آیا هغه پلار، چې خپله تېروتنه کوي، کولای شي ښه اولاد وروزي؟
په ډېری مواردو کې نه: لکه څنګه چې وویل شول، پلار د خپل زوی لپاره بېلګه دی، هر ناسم کار، ناسم تصمیم یا یا بد چلند یې د هغوی په ژوند باندې به مستقیمه اغېزه وکړي او په یو نه یو ډول ترې تقلید کوي، البته ټول انسانان جایز الخطا دي، خو که روغ او سالم اولادونه غواړئ، نو باید خپلې تېروتنې را کمې کړئ.