افغانستان- د مرکزي او سویلي آسیا د وصل پُل

افغانستان په آسیا کې یو ډېر مهم سټراټژيک موقعیت لري چې مرکزي او سويلي اسیا سره وصلوي او دې ځانګړنې په سوداګريز ډګر کې د دغه هېواد اهمیت ډېر زیات کړی دی.
 
سټراټژيک موقعیت څه دی؟
مخکې له دې چې بحث ته دوام ورکړم، لازمه ګڼم چې د سټراټژيک موقعیت په اړه ځان پوه کړو چې دا څه دی او اهمیت يې په څه کې دی؟
 
سټراټژيګ موقعیت هغه اصطلاح ده چې په سوداګریزو محفلونو کې ډېره کارول کېږي او سوداګر تل په دې فکر کې وي چې څنګه د خپلو کارونو د ودې لپاره یو سټراټژيک موقعیت انتخاب کړي.
 
سټراټژيک موقعیت دې ته وايي چې ډېرو مشتریانو او بازارونو ته آسانه او راحت لاس رسی ولرې.
 
افغانستان ولې سټراټژيک موقعیت دی؟
که نقشې ته وګورو نو افغانستان په داسې موقعیت کې قرار لري چې سویلي او مرکزي آسیا يې سره وېشلې او د دغه هېواد له شراکت پرته به مرکزي او سويلي آسیا هېوادونه اړ وي چې په ډېرو اوږدو مسیرونو خپل تجارتونه ترسره کړي چې همدا ټکی د افغانستان د سټراټژيک موقعیت ثبوت دی.
 
د بېلګې په توګه ویلای شو چې که پاکستان غواړي له تاجیکستان، ازبکستان، قرغیزستان او د مرکزي آسیا نورو هېوادونو سره تجارتي تبادله وکړي نو تر ټولو نږدې لار افغانستان دی او په دې توګه دغه هېوادونه آن د وچې له لارې ایران، ترکيې او اروپايي هېوادونو ته مالونه نقلولای شي.
 
افغانستان څنګه له خپل سټراټژيک موقعیته استفاده وکړي؟
د روان کال د تلې په لومړۍ (د سپټمبر ۲۳مه) د چین، ازبکستان او قرغیزستان له لارې د اورګاډي پټلۍ پرانيستل شوه او له دې لارې لومړنی اورګاډی افغانستان ته راغلی او په دې سره افغانستان ته نه یوازې دا چانس برابر شو چې له دې هېوادونو سره دوستانه سوداګریزې اړیکې جوړې کړي، بلکې دې ته هم لار برابره شوه چې له دې لارې له یادو هېوادونو سره صادرات او واردات وکړي.
 
خو افغانستان ته پکار ده چې یوازې په دې اکتفا ونه کړي، بلکې له مختلفو هېوادونو سره دې اړیکو، په ځانګړې توګه سوداګریزو اړیکو جوړولو لپاره هڅې لا ګړندۍ کړي.
 
د نړۍ ډېر قوي اقتصاد لرونکو هېوادونو تجربو او کار کردګیو ته که وګورو نو هر هېواد چې له څومره ډېرو هېوادونو سره اړیکې ولري، هماغه بریالی دی.
 
ښه مثال يې چین دی چې د دغه هېواد د رسنیو د معلوماتو له مخې اوس چین د ۱۴۰ مهمو هېوادونو او سوداګریزو سیمو همکار دی او له نورو هېوادونو سره يې د سوداګریزو اړیکو ارزښت په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی.
 
د دغه هېواد رسنیو خبر وکړی چې د روان کال د اګست تر ۲۱مې د چین او اروپا ترمنځ اورګاډو لس زره ځله تګ راتګ کړی.
 
یعنې خبره دا ده چې نن بريالي، خپلواک او بډای هېوادونه هغه دي چې اقتصادونه يې جوړ وي او اقتصاد هغه وخت جوړېږي چې له نړۍ سره سوداګریزې اړیکې او راکړې ورکړې شتون ولري.
 
افغانستان څه وکړي چې له نړۍ سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي؟
افغانستان له نړۍ سره د سوداګریزو تبادلو لپاره ډېر ښه چانس لري او هغه دا چې له یوې خوا د نړۍ له ستر هېواد  چین سره ګډه پوله لري او له بلې خوا د یو کمربند - یوې لارې  پر سر پروت دی.
 
یو کمربند- یوه لار د چین په نوښت یوه عظیمه، مهمه بین المللي اقتصادي پروژه ده چې په ۲۰۱۳ میلادي کال يې د چین د دولت د رییس شي جین پینګ له خوا وړاندیز وشو او تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې کابو ۱۳۸ هېوادونو د دې طرحې غړيتوب درلود او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه هېواد له ۱۶۷ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي.
 
د دغه هېواد د واکمن ګوند (کمونیست ګوند) ملي کانګرېس ته د وړاندې شوي راپور له مخې چې د رسنیو له لارې منعکس شوی، یاد هېواد یوازې په وروستیو لسو کالو کې د خپلو کورنیو تولیداتو ارزښت له ۵۴ زره میلیارډ یوانو څخه یو لک ۱۴۰۰۰ میلیارډ یواتو ته زیات کړی او د چین د اوسني اقتصاد عمومي اندازه د نړیوال اقتصاد د عمومي کچې ۱۸ اعشاریه ۵ سلنه جوړه کړې چې دغه رقم د لس کاله مخکې وخت په پرتله په سلو کې اووه اعشاریه دوه چنده زیات شوی او په نړۍ کې يې دویم مقام خپل کړی دی.
 
دا لار په حقیقت کې د ورېښمو لرغونې لارې یوه عصري بڼه ده، چې هم بحري او هم د وچې فرعي لارې لري چې د وچې یوه مهمه برخه يې د افغانستان له واخان تېره او د مرکزي افغانستان له لارې ایران- پاکستان او بیا ترکيې او اروپا ته رسېدلې.
 
په هرصورت! دلته د یو کمربند- یوې لارې په اړه بحث نه کوم، خو مهم ټکی دا دی چې افغانستان له دې لارې کولای شي چې ځان له نړۍ سره وصل کړي.
 
له شواهدو داسې برېښي چې چین هم افغانستان ته د یوه دوست ګاونډي په سترګه ګوري او غواړي چې په خپل ګاونډ کې دې یو خپلواک، ناپيلی، پرمختللی او قوي افغانستان ولري چې د هېچا له خوا اشغال شوی نه وي.
 
که څه هم اوس د چین او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړيکې شته خو باید دغه اړیکې وده وکړي.
 
له بده مرغه دا دواړه هېوادونه د اوبو له لارې یو له بل سره کوم سرحد نه لري نو ځکه ډېر تمرکز باید د وچې او هوا له لارې د سوداګریزو تبادلو پر زیاتېدو وشي.
 
ښه خبر دا دی چې د روان کال د تلې په ۱۷مه (اکتوبر ۱۳مه) یوځل بیا چین ته د هوايي دهليز له لارې د افغانستان شل ټنه جلغوزي صادر شول.
 
دا د دې ښودنه کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ هڅې روانې دي چې سوداګریزې اړیکې او سوداګریزې تبادلې لا پياوړې شي.
 
خپلې خبرې به په دې راونغاړم چې که زموږ اقتصاد قوي کېږي نو خامخا به له نړۍ سره اقتصادي اړیکې جوړوو، ځکه موږ په یوازې سر خپل اقتصاد نشوو بنسټيز کولای او اوس موږ ته تر ټولو آسانه او ارزانه لار همدا د یو کمربند- یوې لارې پروژه کې ځان ور ګډول دي او له چين سره د سوداګریزو تبادلو پيا وړتیا ده ځکه پښتو کې متل دی چې وايي (له ډک لوښي اوبه تویېږي)، نو چین د نړۍ په کچه یو غښتلی اقتصادي قدرت دی او موږ باور لرو چې که له دې هېواد سره په هوښیارۍ، دقت او منطقي لارو اړیکې لا پياوړې کړو نو تر منزله به ورسېږو.