عمرو موسی د مصر د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدوي

 
د مصر د بهرنيو چارو پخواني وزير عمرو موسی پرون له سي ان ان سره په مرکه کې ويلي، چې دی د مصر د ولسمشرۍ مقام لپاره د کانديد کېدو په اړه په جدي توګه فکر کوي. ده د مبارک وروستۍ وينا ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې د مبارک له وينا داسې ښکاري چې دی نور نه غواړی خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي او په راتلونکو ټاکنو کې بيا ځان کانديد کړي.د يآدونې وړ ده چې د نوبل جايزې ګټونکي او د اتومي انرژۍ دنړيوال اژانس پخواني مشر البرادعي وار دمخه ميدان ته رادانګلي او د لاريون کوونکو تر څنګ ولاړ دی.