ماشومانو ته د ذهني ودې اجازه ورکړئ

د ماشومانو ذهني وده به د هغوی په راتلونکې باندې ډېره زیاته اغېزه وکړي، ماشومان په کورني چاپېریال کې باید له مهمو مسایلو سره مخامخ شي، ترڅو په راتلونکې کې په ټولنه کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شي. دا باور چې باید خپلو ماشومانو ته «زده کړې» ورکړئ، روغ ذهنیت نه دی، دا کلیمه د دې سبب ګرځي، چې والدین فکر وکړي، د ماشوم اړ کول، لاچاره کول او دغه راز د هغه کنټرولول سم کار دی.
 
که دا ډول فکر وکړئ، چې ستاسو مسؤولیت له ماشوم سره د هغه په وده کې مرسته کول دي،  جوړونکی فکر به وي، د فکر په دې بڼې سره د دې سبب ګرځئ، چې یوه ورځ ماشوم مو وکولای شي، په ټولنه کې په بشپړې خپلواکۍ سره روغ او خوشاله ژوند ولري.
 
د ماشوم روزنه او پالنه د هغه د مهار کولو په مانا نه ده، د والدینو په توګه ستاسو دنده داده، چې ماشوم ته مشروط غبرګونونه ور ونه ښیئ، دا هغه غبرګونونه دي، چې حیواناتو ته ور زده کېږي.
 
د ماشوم په شخصیت کې  
د ماشومانو شخصیت د هغوی په کړنو او له هغو څخه زموږ د ارزونو له کبله رامنځته کېږي، که خپل درس په ښه توګه ولولي، ښه هلک دی، که له خپلې مور سره مرسته وکړي ښه نجلۍ ده، یو ماشوم د خپل ځان د ښودلو لپاره، هڅونې ته اړتیا لري.
 
برعکس که هغوی ته ووایئ، چې بد هلکان دي، دا جمله به په هغوی باندې اوږد مهالې منفي اغېزه وښندي. د ټولو ماشومانو په ذهن کې  که یوه منفي ارزونه رامنځته شوې وي، په غریزي توګه په هغو څیزونو پسې ځي، چې د دې سبب شي، د خپل ځان په اړه ښه حس پیدا کړي، خو تنکي ځوانان تصویب، ملاتړ او رسمیت په هر ځای کې چې وکولای شي پیدا کړي لټوي یې.
 
په ښوونځي کې
ښوونځي او مؤسسې د تنکیو ځوانانو د خلاقیت په پرمختګ او دغه راز د هغوی په خپلواکۍ غوښتنه کې هېڅ اغېز نه لري، خو په بدل کې یې یوازینی څیز، چې هغه ته ډېر زیات ارزښت ورکوي، په آزموینو او زده کړه نیزو پروګرامونو کې بریا ده.
 
یانې د دې پرځای، چې هغوی آزادو او نیوکیزو افکارو ته وهڅوي، اطاعت او فرمانبرداري ور زده کوي، کله چې ماشوم د خپلې خوښې پر خلاف کارونو ته اړ شي، ورته سپکاوی او ډارن کېږي.
 
په هغوی کې د سپکاوي زړی کرل کېږي، انرژي ترې لیرې کېږي او نور به د هېڅ کار ترسره کولو ته لېوالتیا ونه لري، په دې ځای کې والدین دوې لارې لري یا د ښوونځي خوا ونیسي او یا هم له خپل ماشوم څخه ملاتړ وکړي.
 
باید له ماشوم سره مرسته وکړئ، ترڅو خپلو استعدادونو او وړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي، که فکر کوئ، چې ښوونځی نه شي کولای، چې دا کار ترسره کړي، نو باید خپله لاس په کار شئ.
 
د ماشوم ارزونه مو یوازې کولای شي، ستاسو له لوري وټاکل شي او نه د بل چا له خوا، هر څومره، چې په ښوونځي کې کمزوری هم وي او ستاسو د ناهیلۍ سبب شي، باید ورسره مینه ولرئ.
 
ماشوم ستاسو ملاتړ ته اړتیا لري
کله چې ماشوم وده کوي او سترېږي، والدین باید پوه شي، چې دمګړۍ یې وخت را رسېدلی دی، چې خپل د مرستې لاس د هغه په لور وغځوئ، ځکه چې هغه نور ماشوم نه دی، بلکې له مشخصو موخو، افکارو او دغه راز د ژوند له مشخصې تګلارې سره یو خپلواک ځوان دی، نور نو د ماشومانو د سر پرستۍ او هغو ته د خوړو او جامو چمتو کولو دنده پای ته رسېدلې ده.
 
وخت یې را رسېدلی دی، چې د پلارتوب او زوی توب اړیکه مو په یوې دوستانه اړیکه باندې بدله کړئ، نه دا چې په هغه باندې نظارت ولرئ او د ژوند په ټولو اړخونو کې ورته لارښوونه وکړئ.
 
د ماشوم د چټک پرمختګ لپاره ستاسو هڅه په بشپړه توګه ناسمه ده
ماشومانو لږ لږ زده کړي دي، چې د وخت په بېلابېلو برخو کې ژوند وکړي او پرمختګونه ولري، د والدینو په توګه زموږ دنده دا نه ده، چې د هغوی د پرمختګ چټګتیا لوړه کړو، په بدل کې یې باید په پرمختګ کې یې له هغوی سره مرسته وکړو.
 
د ماشوم په سرغړونه کې
سرغړونه یوازینۍ تګلاره ده، چې یو ماشوم د یوه ځوان له خوا ګواښل کېږي، ترې کار اخلي. د ماشومانو یو له شخصیتي اړخونو څخه دا دی، چې غواړي، په غوسه کولو سره مو، خپل ځان ته ستاسو پام راواړوي.
 
د تنکیو ځوانانو موډ د کمې مودې لپاره وي
ډېری ځوانان په موډ پسې ځي او په هغوی کې یې د ارزښت درجه توپیر لري، خو له څو کالو تېرېدو وروسته، د هغوی لپاره په یوې هېرې شوې مسئلې باندې بدلېږي.
 
دا مسئله د دې ارزښت نه لري، چې وغواړئ له خپل تنکي ځوان سره پرې بحث وکړئ او شخړه رامنځته کړئ، د ماشوم د منظم کولو لپاره وروسته له هغې کولای شئ، اقدام وکړئ، چې له هغه سره مو دوستانه اړیکه ټینګه کړې وي.
 
منفي تجربې تر هغه وخته پورې، چې د ماشوم ژوند ته ګواښ ونه شمېرل شي، ستونزه نه لري
هغوی ته اجازه ورکړئ، چې د خپلو کړنو پایلې وګوري. «البته دا کار یوازې د هغه د بلوغ په دوره کې ترسره کولای شئ». ماشومان یوازې هغه وخت اغېز منونکي کېږي، چې والدین یې له کوم څه څخه خواشیني نه وي، ځکه له دې پرته د خپل ځان په اړه څه نه وایي.
 
ډېره زیاته مهمه ده، چې د خپل احساس په اړه هغوی ته ووایئ، ځکه هغوی دا درک کوي، چې تاسو هم د هغوی په څېر حساس یاست او ملاتړ ته اړتیا لرئ، خو هېڅکله هڅه مه کوئ، چې د خپلو اولادونو له احساس سره لوبې وکړئ، باید د خپل احساس په اړه له هغوی سره رښتیني واوسئ او دروغ ونه وایئ.