تل ځنډ کوئ؟! د وخت پېژندونکي اوسېدو لپاره یوولس آسانه لارې

آیا وخت یې را رسېدلی دی، چې خپله چټکتا را کمه کړئ؟ ډېری کسان خپل کارونه په بیړې سره ترسره کوي او دا موضوع په هغوی باندې ډېر زیات فشار راولي، په دې لیکنه کې د ارواپوهانو له خولې له بیړې کولو سره د مقابلې په یوولس لارو باندې رڼا اچول کېږي، که تاسو له دې ډلې څخه یاست، د دې تګلارو لوستل کولای شي، ستاسو لپاره ډېر ګټور وي.
 
۱ ـــ نه ویل زده کړئ
په دې اړه، چې له کارونو او پروژو څخه مو هر یو یې څومر وخت نیسي، واقع بین واوسئ او د ژوند نور مسؤولیتونه مو هم په پام کې ونیسئ، د نورو غوښتنو ته تر ځواب ورکولو مخکې، چې د وخت او انرژۍ لګښت ته اړتیا لري، یوه دقیقه په پام کې ونیسئ او وګورئ، چې د هغې غوښتنې د ترسره کولو لپاره وړتیا او کافي وخت لرئ او که نه، که فکر کوئ، چې درته ستونزمنه ده، نو غوره ده، چې ووایئ «نه».
 
له بریده زیاتو بېلابېلو مسؤولیتونو منل، د دې سبب ګرځي، چې د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره کافي وخت ونه لرئ او تل بیړه وکړئ. که نورو ته په «نه» ویلو سره هوسا نه یاست، کولای شئ دا کار له یوه دوست یا همکار سره تمرین کړئ. نورو ته د «نه» ویلو وړتیا ستاسو د پروګرام له سپکېدو او د بیړې پر وړاندې له مقابله کولو سره مرسته کوي.
 
۲ ـــ هغو وختونو ته، چې په ځنډ سره رسېږئ، دقت وکړئ
د لیزبورګ او فلوریډا د ارواپوهنې استاد مارسډن وایي: د چلند د بدلون او له بیړې سره د مقابله کولو لپاره، لومړی باید پوه شئ، چې معمولاً څه وخت بیړه کوئ، له خپل ځانه پوښتنه وکړئ آیا د خپلو کارونو او سهارنیو پروګرامونو په اوږدو کې ډېره بیړه کوئ یا د عادي او ستړي کوونکو کارونو د ترسره کولو پرمهال؟ په دې باندې پوهېدل، چې څه وخت له بیړه کولو سره ډېره لېوالتیا لرئ، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د دې بیړې کولو په دلایلو باندې پوه شئ.  
 
۳ ـــ استراحت وکړئ
د کرنل وروستۍ څېړنې څرګندوي، چې د ورځې په اوږدو کې کوچنی استراحت، حتا یوازې پنځه دقیقې د مغز د بیا چارجېدو او ستاسو د ګټورتوب د ډېرېدو سبب ګرځي، د هغې ورځې د پېښو پروسس کولو لپاره خپل ذهن ته وخت ورکول، له تاسو سره مرسته کوي، که چېرې له سمې لارې څخه بهر شوئ، بېرته سمې لارې ته راستانه شئ او د دوام ورکولو لپاره اړینه انرژي ولرئ.
 
۴ ـــ مخکې تر مخکې ناوخته رسېدو ته اندېښنه مه کوئ
د ناوخته رسېدو احتمالي پایلو په اړه اندېښنه مه کوئ، جنیفر ګاټمن تل خپلو پېرېدونکو ته وړاندیز کوي، چې تل خپل ځان ته ووایي: تر هغه، چې واقعاً را باندې ناوخته شوې نه وي، ناوخته نه رسېږم! هغه انرژي، چې د ناوخته رسېدو احتمالي پایلو په اړه په اندېښنه کولو باندې لګوئ، د دې ډاډ ترلاسه کولو باندې تمرکز وکړئ، چې تاسو خپل منزل ته د رسېدو لپاره بشپړ چمتو یاست.
 
ډاکټر ګاټمن له بیړه کولو سره د مقابلې لپاره وړاندیز کوي، په لومړي پړاو کې خپل ساعت له هغه وخت څخه، چې باید له خوبه را ویښ شئ، لس دقیقې مخکې تنظیم کړئ، هغه باور لري، په بیړې سره د ورځې پیلول، په یو ناسم تګلوري کې د ټولې ورځې مېشتول دي، دغه راز له خوبه ژر را ویښېدل د بریالیو کسانو یو له عادتونو څخه دی.
 
۵ ـــ په اوس باندې تمرکز وکړئ
د مایک ډاو په نامه یو اروا پوه او لیکوال وایي: د ډېری کسانو خوښېږي، چې د یوګا او مډیټېشن په صنفونو کې د ګډون لپاره یو یا دوه ساعتونه ډېر وخت مصرف کړي، خو هغه کسان، چې تل بیړه کوي، نو ډېر کم اضافي وخت لري. هغه له بیړې کولو سره د مبارزې او د لا ډېرې آرامتیا د ترلاسه کولو لپاره وړاندیز کوي، چې د ورځنیو کارونو د ترسره کولو پرمهال، په اوس باندې په تمرکز کولو سره، مډیټېشن تمرین کړئ.
 
کله چې په یوه فعالیت باندې بوخت یاست، خپلو ټولو پنځه ګونو حواسو ته پام وکړئ، د ډوډۍ خوړلو پرمهال په اندېښنې سره د برېښنالیکو د کتلو پرځای، یوازې ډوډۍ وخورئ یا کله چې غسل کوئ، یوازې هماغه کار ته پام وکړئ، دا موضوع د هر فعالیت، لکه پلی مزل، بایسکل ځغلونه او منډې وهلو په اړه صدق کوي.
 
په حقیقت کې، که یوازې په هغه څه باندې تمرکز وکړئ، چې ستاسو په مخکې قرار لري، نو د لا ډېرې آرامتیا احساس به پیدا کړئ او کولای شئ، چې خپل ټول کارونه ترسره کړئ، که د خپلو کارونو ترمنځ ځنډ رامنځته نه کړئ یا حواس مو ګډوډ نه شي، په چټکه توګه یې ترسره کوئ.
 
۶ ـــ چټکتیا مو را کمه کړئ
دا تګلاره ښایي د هغو کسانو لپاره، چې تل بیړه کوي، عجیبه معلومه شي، کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو په دې مسئله کې ډېر زیات پرمختګ ولرئ، ډېری وخت انسانان په بیړې سره د خپلو بېلابېلو دندو د ترسره کولو په حال کې دي او هېڅ یوه یې په بشپړه توګه نه ترسره کوي. ډاکټر ګاتمن وایي: هغوی د مخکیني کار له ترسره کولو څخه وړاندې، په بیړې سره د بل په لور ځي، د ورځې په تېرېدو سره هغوی ډېر له ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږي او داسې احساس کوي، چې نه شي کولای د خپل لېست هېڅ یوه کار باندې کرښه را وکاږي، ځکه هېڅ کار یې په بشپړه توګه نه دی ترسره کړی.
 
۷ ـــ په یوه وخت کې لږ کارونه ترسره کړئ
ډاکټر داو وایي: هغه افراد چې تل بیړه کوي، فکر کوي، چې که په یو وخت کې څو کارونه ترسره کړي، په خپل وخت کې سپما کوي، دا موضوع هغه مهال سمه ده، چې تاسو دوه آسانه کارونه، لکه د یوې ګېډۍ کاغذ تړل او د ټلویزیون ننداره ترسره کړئ.
 
مغزي سکن موږ ته را ښيي، چې په یوه وخت کې د یوه کار ترسره کول، په یوه وخت کې د څو کارونو د ترسره کولو په پرتله، په چټکه توګه ترسره کېږي، کله چې تاسو د څو بېلابېلو کارونو په منځ کې ځای پرځای کېږئ، ترڅو په یوه وخت کې یې ترسره کړئ، خپل وخت له لاسه ورکوئ، نو غوره ده، چې په یوه وخت کې یوازې په یوه کار باندې تمرکز وکړئ، ترڅو وکولای شئ په خپل وخت کې سپما وکړئ، هر څومره، چې ډېر وخت سپما کړئ، نو بیړې کولو ته ډېره کمه اړتیا لرئ.
 
۸ ـــ د خپلو ژمنو ترمنځ واټن په پام کې ونیسئ
مالوري ګریمسټ چې یو درملنه کوونکی دی، وایي: «کله مې چې د درملنې چاره پیل کړه، نو په خپلو پروګرام جوړونو کې مې وېرونکې تېروتنه وکړه او له واټن پرته شپږ مراجعه کوونکو ته مې وار ورکړ، له نېکمرغه مراجعه کوونکو مې زه په مهربانۍ سره درک کړم، ترڅو د ناستو ترمنځ یو لنډ استراحت ولرم.»
 
هغه وایي: «دا چې په خپل پروګرام کې تش وخت لرئ، په دې مانا نه دی، چې هرومرو په کار په لیدو کاتو یا نورو مسؤولیتون سره ډک شي، یو ساعت د هېڅ کار د نه ترسره کولو لپاره په پام کې ونیسئ او یوازې استراحت وکړئ.»
 
۹ ـــ د هر څه لپاره، له ټایمر څخه ګټه واخلئ
که وغواړئ، چې یو اوږد مهالی حمام وکړئ، وخت یې وټاکئ، له بیړې کولو سره د مقابله کولو لپاره، خپل ساعت تنظم کړئ، ترڅو د هر کار لپاره تاسو ته یادونه وکړي. د بېلګې په توګه: په ناسته کې د ګډون کولو لپاره د کور د پرېښودو وخت دی او یا د اصلي کارونو د ترسره کولو وخت دی او باید له موبایل او ټولنیزو شبکو څخه لیرې شئ، هغه وړاندیز کوي، چې د خپلو کارونو لپاره یو مشخص پروګرام ولیکئ، د بېلګې په توګه: څو ساعتونه کار وکړئ او له هغې وروسته خپل ساعت تنظیم کړئ او د استراحت او ځواک د تازه کېدو لپاره، خپلو ټولنیزو شبکو ته سر ورښکاره کړئ، کله چې ساعت زنګ وهل پیلوي، د مشخص وخت لپاره خپل کار ته لاړ شئ او له هغې وروسته یو ځل بیا ټولنیزو شبکو ته ورشئ.
 
ګاتمن وایي: تاسو د لا ډېر پرمختګ او ځان کنټرولولو په خاطر، لوړو معیارونو ته د رسېدو لپاره، ښه احساس پیدا کوئ، په حقیقت کې ډېر خلک په ټولنیزو شبکو د کم وخت د تېرولو په خاطر په ځان باندې ویاړي.
 
۱۰ ـــ لومړیتوب بندي وکړئ
ګریمسټ وایي: د یوې دقیقې پروګرام جوړونې پرځای، د خپلې ورځې لپاره یو ټولیز پروګرام ولیکئ. ځینې کارونه، د لیدو کاتو ژمنه د یوه ځانګړي ساعت مشخص کولو ته اړتیا لري، خو په ټولیزه توګه د هغې ورځې د لېست د کارونو څارل او بشپړول د هر کار لپاره د وخت د ټاکلو په پرتله آسانه دی. زه هڅه کوم، چې په پیل کې د هغې ورځې درې اصلي او مهم کارونه ترسره کړم، د هغو له بشپړېدو وروسته، که مې وخت درلوده، چې ډېری وخت یې لرم، نو په لېست کې د نورو کارونو د ترسره کولو په لور ځم، دا کار د وخت له مدیریت او د بیړې پر وړاندې له مقابله کولو سره مرسته کوي.
 
۱۱ ـــ د ناڅاپي پېښو لپاره چمتو واوسئ
حتا که تاسو خپل ټول کارونه په خپل وخت ترسره کړئ، باید په پام کې ونیسئ، چې د نورو کسانو کارونه ښایي په ښه توګه پرمخ لاړ نه شي، که بل فرد ځنډ وکړي، تاسو هم په ځنډ سره خپلې موخې ته رسېږئ او که چېرې د دې موضوع لپاره چمتو ونه اوسئ، کولای شي لېونی مو کړي.
 
ټرافیک تل شتون لري، کله وخت د عمومي لېږد را لېږد چارې په سمه او منظمه توګه پرمخ نه ځي یا د پلورنځیو او بېلابېلو اداراتو لیکې، ښایي ستاسو له تصور څخه اوږدې وي، که د دې موضوع لپاره چمتو واوسئ، زیاته اندازه فشار یې له منځه وړئ، له دې امله په خپل بکس کې یو کوچنی کتاب کېږدئ یا دغه راز خپل موبایل کې یو صوتي کتاب ولرئ، ترڅو وکولای شئ له خپل تلف شوي وخت څخه ګټه واخلئ.