پلار اوسېدل؛ د یو ښه پلار ځانګړتیاوې څه دي؟

په هغه عصري نړۍ کې، چې عموماً پلرونه د خپلو اولادونو په ژوند کې هغه ډول حضور نه لري، لکه څنګه چې ورته اړتیا ده، پلار اوسېدل سخت دي. له پلار اوسېدو څخه زموږ موخه هغه پلار دی، چې نه یوازې له مالي پلوه، بلکې له اروایي پلوه هم د خپلو اولادونو ملاتړ کوونکی او حامي وي، په دې لیکنه کې غواړو، چې د یوه ښه پلار اوسېدو لپاره په مهمو ځانګړتیاوو باندې رڼا واچوو، خو مخکې تر دې باید د دې پوښتنې ځواب ورکړو، چې پلار څوک دی؟
 
پلار هغه نارینه دی، چې د خپلې کورنۍ ساتونکی دی. پلار له مالي، اروایي، جوړښتیز، اخلاقي ارزښتونو، د لیدلوري او موخې له پلوه، د خپلې کورنۍ ملاتړ کوونکی دی، خو ښه پلرونه کومې ځانګړتیاوې لري؟
 
۱ ـــ ښه پلار مسؤولیت منونکی دی
ښه پلرونه هغه دي، چې پوهېږي اولادونه یې د الله (ج) له لوري یوه ډالۍ ده، له دې امله د خپلو ماشومانو مسؤول دي او خپلې دندې میندو، پرستارانو، ښوونځیو او یا دولتي چارواکو ته نه سپاري. ښه پلرونه په خپل پلار اوسېدو باندې ویاړي، حتا که ونه شي کولای هغه ډول چې اړینه ده، له مالي پلوه د خپلو اولادونو ملاتړ وکړي.
 
۲ ـــ غوسه کېږي نه او خپلو ماشومانو او مېرمنو ته درناوی کوي
ارزښت نه لري، چې څومره غوسه یاست، تاسو باید د ماشومانو پر وړاندې په خپل ځان کې د غوسې د کنټرول وړتیا وروزئ. تاوتریخوالی د دې سبب ګرځي، چې ماشومان څه له فزیکي پلوه او څه له اروایي پلوه تر اغېزې لاندې راشي او له تاسو څخه د تل لپاره لیرې والی وکړي.
 
که ماشومان مو داسې احساس وکړي، چې ښایي پلار پرې غوسه شي، له دننه څخه خپه کېږي او ستاسو له شاوخوا څخه به لیرې شي، تاسو باید د خپلو ماشومانو او د هغوی د مور پر وړاندې له غوسه کېدو څخه ډډه وکړئ، ترڅو وکولای شئ، د هغوی درناوی ترلاسه کړئ، تاسو نباید په قصدي توګه داسې کارونه ترسره کړئ، چې د ماشومانو د سپکاوي او غوسې سبب شئ، ډېری پلرونه د تادیب په بهانه خپلو ماشومانو ته له سپکاوي ډکې کلیمې کاروي، په داسې حال کې، چې  د ماشوم روزنه نورې تګلارې لري او دا تګلاره به برعکس پایله ولري، د پلار له لوري دا ډول چلند له کرکې او تاوتریخوالي پرته به بله نتیجه ونه لري.
 
۳ ـــ پلار اوسېدل او له ماشومانو څخه ساتنه
پلرونه له خپلو ماشومانو څخه د مشخصو بریدونو په پام کې نیولو، د هغوی د خپلې خوښې کارونو د څارلو لپاره، له هغوی سره په مرسته کولو او د بېلابېلو مواردو په اړه په اخطار ورکولو سره، له هغوی څخه ساتنه کوي، ښه پلرونه  خپلو ماشومانو ته د یوه تصمیم د پایلو په اړه اخطار ورکوي او دغه راز هغوی ته سمه لاره ورښیي. له دې خبرو څخه موخه دا نه ده، چې پلرونه باید خپل ماشومان د ځان په څېر وروزي او په هغوی باندې یې تحمیل کړي، چې باید څه وکړي او څه ونه کړي، په حقیقت کې پلرونه باید ورو ورو خپلو ماشومانو ته هغه  اصول ور وښيي، چې د دواړو لورو لپاره مثبت وي او د دوی د شخصي ځانګړتیاوو د ودې سبب کېږي.
 
۴ ـــ پلرونه له خپلو ماشومانو سره وخت تېروي 
د ماشومانو لپاره مو مهمه نه ده، چې تاسو په خپل شرکت کې ښه مقام لرئ او یا دا چې د نړۍ تر ټولو لوړ بیه کور ستاسو دی، هغه څه چې ستاسو د ماشومانو لپاره ارزښت لري، دا دي، چې آیا تاسو له هغوی سره په ګډه ماښامنۍ خورئ؟ آیا تاسو له هغوی سره د فوټبال لوبې ننداره کولو ته ځئ؟ آیا تاسو له هغوی سره د یوه فلم نندارې ته کېنئ؟ د ماشومانو لپاره مو مهمه ده، چې د ښوونځي په لومړۍ ورځ ورسره واوسئ. مهمه ده، چې د فراغت په مراسمو  کې یې حضور ولرئ، مهمه ده، چې فعالیتونه یې وڅارئ. که وغواړئ یو ښه پلار واوسئ، نو باید دې ته په نه پام سره، چې څومره بوخت یاست، وکولای شئ د ورځې او د اوونۍ په پای کې خپلې کورنۍ او ماشومانو ته وخت په پام کې ونیسئ، سفر هم مه هېروئ، د کال په اوږدو کې د یوه خاطره جوړونکي او په زړه پورې سفر لپاره پروګرام جوړونه هم له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده.
 
۵ ـــ ښه پلرونه، د خپلو ماشومانو هڅوونکي دي
ښه پلرونه د خپلو ماشومانو له هڅولو او لمانځلو څخه نه خجالت کېږي، تاسو یې فکر هم نه کوئ، چې ستاسو کلیمې څومره ستاسو د ماشومانو په ژوند کې اغېز لري، له پلرونو څخه ډېر زیات موارد لیدل کېږي، چې د هڅونې پرځای د خپلو ماشومانو لپاره، له نامناسبو کلیمو څخه ګټه اخلي او په دې کار سره د هغوی ژوند خرابوي. هغه کلیمې، چې ستاسو له خولې څخه بهر کېږي، نو له ځان سره به ستاسو د ماشومانو جوړول او خرابول ولري، تاسو باید ښکاره کړئ، چې په هغوی باندې ویاړئ او دغه راز باید هغوی ته ښکاره کړئ، چې څومره درته ارزښت لري.
 
۶ ـــ ښه پلار د سزا ورکولو لپاره، له مناسبو تګلارو څخه ګټه اخلي
د دې لپاره، چې یو عادل ناظم واوسئ، باید په هغه وخت کې، چې ماشومان مو تېروتنه کوي، هغوی ته د سزا ورکولو له مناسبو تګلارو څخه ګټه واخلئ، له سزا څخه موخه دا نه ده، چې د هغوی لپاره له بدني او روحي سزا څخه ګټه واخلئ، بلکې په دې مانا ده، چې ماشومانو ته مو ووایئ او ورته ښکاره کړئ، چې تېروتنه یې کړې ده او هغوی ته د تېروتنې پایلې یې روښانه کړئ. تاسو د یوه پلار په توګه  باید له چیغې وهلو څخه هم ډډه وکړئ، که داسې فکر کوئ، چې د خپل اولاد له چلند څخه ډېر زیات په غوسه یاست، باید په دې باندې پوه شئ، چې چیغې وهل د حل لاره نه ده، حتا که اړینه وي، چې چیغې ووهئ، نو په داسې یوه ځای کې یې ووهئ، چې ستاسو ماشوم یې وانه وري، خو په هېڅ وجه په خپلو ماشومانو باندې چیغې مه وهئ، تاسو کولای شئ، د دې لپاره غږ مو لږ لوړ کړئ، چې ماشوم مو تېروتنه کړې ده، خو که چېرې چیغو وهلو ته ورسېږئ، نو د خپلو ماشومانو لپاره به په یوې وېرونکې څېرې باندې بدل شئ او ماشومان به له تاسو سره د اړیکې لرلو لېوالتیا له لاسه ورکړي.
 
۷ ـــ دا مني، چې ماشومان یې له دوی سره توپیر لري
ښایي ستاسو زړه وغواړي، چې اولادونه مو ستاسو مسلک وټاکي او هغه ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي، په کوم کې چې تاسو زده کړې کړي دي، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې اولادونه مو له تاسو سره توپیر لري او خپلې لېوالتیاوې او اړتیاوې لري، چې ښایي ستاسو له اړتیاوو او لېوالتیاوو سره سمون ونه لري، کېدای شي تاسو داسې فکر وکړئ، چې ستاسو لاره خوښۍ او خوشالۍ ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده، خو باید دا ومنئ، چې کېدای شي اولادونه مو له تاسو څخه په توپیري بڼه فکر وکړي، تاسو باید ومنئ، چې اولادونو مو په توپیري وخت او توپیري چاپېریال کې وده کړې ده، د ټولنیزو شبکو اغېزې او  سیاسي او فرهنګي بدلونونو، اولادونه مو ستاسو په پرتله یو توپیر لرونکی نسل ښکاره کوي.
 
تصور مه کوئ، که اولادونه مو ۲۱ کلن شوي دي او یا د پوهنتون سند یې ترلاسه کړی دی، د هغوی په روزلو کې ستاسو دنده پای ته رسېږي، دا سمه ده، چې اولادونه باید له مالي او عاطفي پلوه خپلواکۍ ته ورسېږي، خو باید حس کړي، چې ستاسو حواس د هغوی په لور دي او هغوی ستاسو لپاره ډېر زیات ارزښت لري. هېڅکله ستاسو د پلار اوسېدو دنده پای ته نه رسېږي.