اوباما له حسني مبارک څخه دموکراسۍ ته د سمدستي انتقال غوښتنه کړې

 د امريکې ولسمشر باراک اوباما د حسني مبارک تر ورستۍ وينا وروسته چې ويلي يې دي، په راتلونکو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي خو د سپټمبر تر ټاکنو به په خپل ځای پاتې وي ، له نوموړي سره خبرې کړي او له ده څخه يې غوښتنه کړې چې د يوه دموکراتيک نظام لپاره د انتقال چارې په سوله ييزه توګه او سمدستي پيل کړي.ده د مصر د اردو ستاينه وکړه، چې له لاريون کوونکو سره په مسلکي او مهربانۍ سره چلند کوي.