په ژوند کې د پلار مهم رول او په ماشوم باندې یې مهمې اغېزې

انسان ډېر زیات مسؤولیتونه لري، چې باید وې پېژني او پرې عمل وکړي، له ډلې یې هغه مسؤولیتونه، چې د اسلام مبارک دین پرې ټینګار کوي، یو یې د پلار توب مسؤولیت دی. په اسلام کې پلار لوړ مقام لري او دغه راز د درناوي وړ یوه پیاوړې څېره ده.
 
د پلاري کولو مسئله او د ماشومانو د سرپرستۍ مسؤولیت پر غاړه اخیستل، یو خطر لرونکی او ستونزمن مسؤولیت دی او په هغه کې بریا ته رسېدل، پوهې، فدا کارۍ او اخلاقو ته اړتیا لري.
 
«روزنه هغه سفر دی، چې د ماشومتوب له دورانه پیل او موخه یې د ماشوم د استعدادونو غوړول دي. روزنه د هغو چلندونو ټولګه ده، چې له مخې یې زموږ اړیکې رامنځته کېږي.»
 
په دودیزې او نوې کورنۍ کې روزنه
په بنسټیزه توګه په دودیزو، پخوانیو او نویو کورنیو کې، هغه رولونه، چې افراد یې په غاړه لري، له یو بل سره توپیر لري. په دودیزو کورنیو کې، پلار د کورنۍ بنسټیز او حیاتي رول په غاړه درلوده او د کورنۍ د تولید مدیر و او هستوګنځای او کار ځای یې سره نږدې ول، له دې امله په کورنۍ باندې یې ډېر زیات نظارت درلوده، خو نن د کورنۍ د افرادو په رول کې ډېر زیات بدلونونه رامنځته شوي دي، کار ځای او هستوګنځای سره لیرې شوي دي او په عملي توګه پلار نه شي کولای، له کورنۍ او ماشومانو سره ډېر زیات وخت تېر کړي.
 
د پلار شتون او د ماشومانو د عاطفي ودې لپاره د هغه حضور ډېر زیات ارزښت لري. د پلار او ماشوم ترمنځ په اړیکه کې کیفیت د کمیت په پرتله یې ډېر زیات مهم دی، دغه راز څېړنې څرګندوي، د پلار او ماشومانو ترمنځ د متوازنې اړیکې نشتون، د ماشومانو په ځانګړې توګه د هلکانو په زده کړه نیزو پایلو او هوښیارتیا باندې منفي اغېزه لري، د پلار حضور او له ماشوم سره د هغه د اړیکې کیفیت، له ژوند څخه د ماشوم له بشپړ رضایت او خوښۍ لرلو سره ډېره زیاته مرسته کوي.
 
اسلام او د پلار درناوی
اسلام د هغو پلرونو لپاره، چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، یو ځانګړی ارزښت ورکوي او یو خاص درناوی ورته لري، دا ارزښت او درناوی تر هغه بریده دی، چې د قرآن عظیم الشان په آیتونو کې، الله (ج) ته د عبادت او درناوي د دندې ترسره کولو او دغه راز د هغه ج له فرمان څخه تر اطاعت کولو وروسته، والدینو ته د احترام او درناوي کولو په اړه یادونه شوې ده، له همدې امله اړینه ده، چې اولادونه له ځینو چارو پرته د پلار حکم ومني، دغه راز اولادونه دنده لري، چې د خپل درناوي او پاملرنې وزرونه د مور او پلار پر وړاندې وغوړوي او په هر حالت کې په ډېرې مینې او زړه خوږي سره د هغوی درناوی وکړي او له هر هغه کار څخه، چې د هغوی د زړه بد والي او خپګان سبب ګرځي، ډډه وکړي.
 
په بېلګه ایز اړخ کې د پلار ارزښت
ماشوم د ودې په لاره کې له افرادو څخه ډېر اغېزمن کېږي او د ډېرو لیدنو او اورېدونو تر اغېزې لاندې دی، هغه ټول کسان، چې د دوی په شاوخوا کې دي او یو نه یو ډول په هغه باندې اغېزه لري، د ماشوم بېلګه دي، خو پلار له دې ټولو څخه مهم او اغېزناک دی او دا اهمیت او اغېز د تنکۍ ځوانۍ تر وخته په خپل ځای دی.
 
د ماشومتوب پرمهال د پلار چلند د هغه لپاره هر څه دی: درس، اخلاق، روزنه، جوړونه یا ورانونه. ماشوم هر څه له هغه څخه تر لاسه کوي، لکه: مینه، مهرباني، وفاداري، ښېګڼه، زړورتیا، ادب او تقوا، په خپل ځان باندې باور، پشتکار، سرلوړي، شرافت، رښتینولي او داسې نور...
 
دا چاره دومره د روزنیزې ارواپوهنې د ارواپوهانو له نظره پراختیا لري، چې ځینو یې د ماشومانو چلند د هغوی د پلرونو د چلند انعکاس ګڼلی او ویلي یې دي: تاسو لومړی خپل ماشوم ماته را ښکاره کړئ، ترڅو ووایم، چې تاسو څوک یاست. د پلار د استدلال ډول، له وسایلو او ابزارو څخه ګټه اخیستنه، کینه کښي، ځان غوښتنه او داسې نور.. ټول په ماشوم باندې اغېز لري.
 
له دې امله پلرونه د خپل ځان پړ وړاندې مسؤول دي او په خپلو افکارو او چلندونو سره د ماشوم روزنه کوي او د خپلو ماشومانو د ودې او راغورځېدو زمینه برابروي.
 
د پلار ټولنیز او اخلاقي رول
انسان یو ټولنیز موجود دی، په دې مانا، چې په ټولنه کې ژوند کوي او په هغه ځای کې د ودې او بشپړتیا پړاو ته رسېږي، د کوچنیوالي په عمر کې له عملې زده کړو څخه هېڅ څیز غوره نه دی. پلار باید د عمل کولو له لارې، ماشوم ته ور وښیي، چې څنګه وي او څه ډول کړنې ترسره کړي، په ځینو مواردو کې کولای شي، له کیسو او داستانونو څخه ګټه واخلي او په غیر مستقیم ډول ماشومانو ته زده کړې ورکړي او کله هم کولای شي، چې په مستقیم ډول زده کړې ورکړي، دې ټکي ته توجه کول ډېر اړین دي، چې په بېلابېلو عمرونو کې د زده کړو لاره یوه نه ده، په کوچنیوالي کې د زده کړو لاره باید د لنډو جملو له لارې وي او د ماشومتوب دورې په پای کې، کولای شئ، له عملي زده کړو څخه کار واخلئ.
 
هغه پلرونه، چې له عاطفي پلوه حضور لري، خپلو ماشومانو ته ارزښت ورکوي او په خپګان او اندېښنه کې، کولای شي خپل ماشومان آرام کړي، دا ډېره ښه او په زړه پورې چاره ده، خو په بدل کې، هغه پلرونه، چې تاوتریخوالی کوي او عیبونه لټوي، خپل ماشوم ته زیان رسوي.
 
د ماشومانو په اسلامي روزنه کې پلار مستقیم مسؤول دی او دغه راز د خپلو ماشومانو د ښو او بدو مسؤول هم دی، پلار دنده لري، چې خپلو ماشومانو ته اړین معلومات ورکړي او همدا راز له فرهنګي پلوه یې په ښه بڼه وروزي. د ماشوم له نظره پلار دی، چې په هر څه باندې پوهېږي، ټولو پوښتنو ته ځواب ورکوي، له هر پېښې څخه، چې په هر ځای کې پېښه شي خبر دی او بالاخره پلار دی، چې د ماشوم پرمخ د معلوماتو کړکۍ پرانیزي.
 
ښایي له پلار څخه د ماشوم تصور له مبالغې څخه ډک وي، خو په ټوله کې دا ټکی سم دی، چې لویان ډېر زیات معلومات او تجربې لري، چې ماشومان یې نه لري، خو که چېرې هغوی له ماشوم څخه ډډه وکړي، نو له وړ او مناسب موقعیت څخه محرومېږي، پلار په دې اړه د هغه رول ترسره کولو ته ژمن دی، چې نور یې نه شي ترسره کولای.
 
که چېرې پلار یوازې د مور دېرش سلنه وخت د ماشوم زده کړې او روزنې ته ورکړي، هغه وخت دا ماشوم، د هغو ماشومانو دوه برابره، چې پلرونه یې د ماشومانو له روزلو څخه ځانونه معاف ګڼي، د ودې فرصت لري.
 
وړاندیزونه
پلرونو ته سپارښتنه کوو، کله چې له ماشوم څخه لیرې یاست، له ځانه ځینې نښې پرځای پرېږدئ، د بېلګې په توګه: خپل انځورونه، په خپل غږ کې یو غږیز کلېپ، چې په دې کلېپ کې مو د خپل ماشوم لپاره یو شعر لوستلی وي او یا مو هم یوه کیسه کړې وي.
 
د مور د نشتون پرمهال له خپل ماشوم سره پلرنۍ لوبه وکړئ، داسې لوبې وټاکئ، چې له هغه څه سره توپیر ولري، کوم چې د هغه د مور په شتون کې یې ترسره کوئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې ماشوم په ځانګړې توګه د خپل ژوند په لومړیو کلونو کې، چې د خپلې مور له نشتون سره ډېر حساس دی، په ډېرې هوساینې سره وکولای شي، ستاسو پاملرنه ومني.
 
پلار د ځواک ښودنې او اقتدار پرمهال، باید داسې کړنې ترسره کړي، چې ماشوم له هغه څخه د عدالت تر څنګ د مینې او محبت تصور ولري.
 
ـــ د خپل زوی په پرتله خپل امتیاز، د ځواکمن اوسېدو تر سیوري لاندې ونه ګڼي، بلکې د ابتکار او پوهې تر سیوري لاندې یې وګڼي.
 
ـــ باید خپلې اړیکې هغه ته د درناوي، د هغه د منلو او دغه راز د هغه د ځای پر بنسټ رامنځته کړي او باید خپل چلند ته پام وکړي.
ـــ پلار باید داسې څه وکړي، چې ماشوم یې تل د لیدو لېواله وي، نه چې ترې په تېښته وي.
ـــ پلار باید د روزلو مهارتونه ولري او په لارو چارو باندې یې پوه وي او د خپل ماشوم د روزلو لپاره وخت په پام کې ونیسي.
 
په دې هیله، چې ټول پلرونه، هغه موارد، چې د ماشوم له زېږون څخه مخکې باید ورته پام وشي، مراعات کړي، ترڅو ټولنې ته یو روغ او سالم نسل وړاندې کړي.