د اړیکو جوړولو پر مهال ځير و اوسئ

پام مو وي چې له نورو سره د ملګرتیا پر مهال باید له ډېر غور او فکر څخه کار واخلئ. اړیکې جوړول ممکن ستاسو لپاره خورا اسانه وي، خو پالل یې او بیا ورته رسیده ګي کول ممکن تاسې شېبه په شېبه له ګواښ او پښېمانۍ سره مخ کړي.

که تاسې له یو نا اشنا ملګري سره د ملګرتیا کولو تړون لاسلیکوئ؛ دا په دې مانا ده چې ستاسې باور او ژمنتیا تر هغه قربانوئ، بیا باید وسنجوئ چې د مقابل لوري باور او ژمنتیا هم تر تاسې قربانوي؟ که دا چاره یو طرفه وي، بیا سر له اوسه ناکامه یاست. 
که د ملګرتیا جوړولو پر مهال له بیړې کار واخلئ، بیا ممکن یوه بلا پنځه مخونه ولري او د منافقت له ګواښونکو پاټکونو سره مخامخ شئ.

همدا منافقتونه تاسې ورو ورو تر ګړنګونو رسوي او یوې سترې کندې ته مو ور غورځوي. ښه ده او غوره ده چې لومړی مقابل لوری وازمایئ، له هر لوري یې مطالعه کړئ، وګورئ چې تاسې ته څومره ژمنتیا لري، څومره مو درک کوي، څومره مو په اصلي معنا او ارزښتونو پيژني، څومره متقابل درناوي ته ژمن دی او په ټوله کې یې ستاسې په اړه لیدلوری څنګه دی، دا هر څه باید وسنجوئ او ازمایښت یې خپله ترسره کړئ، بیا وګورئ چې کیسه څه ډول مخته روانه ده، له همدې کبله اړ یاست، چې هر څه د یوې کړنلارې او فکر سره سم مخته یوسئ.
پای