د ځان اصلاح، د جهان اصلاح

دا اړتیا ده چې تر نورو دمخه باید خپل ځان اصلاح کړو، هغوی چې پر ځان کې نیمګړتیاوې ګوري، لومړی یې باید خپله د اصلاح لپاره لاس په کار شي. که پر خپل ځان کې د نیمګړتیاوو له شتون سره سره لا هم د نورو نیمګړتیاوې ذکر کوو، کټ مټ داسې ده لکه چې پر خپل ځان چې په خپله عارضه کوو. 

د ځان د اصلاح له امله پر ځان تکلیف او زحمت تېرول هرو مرو رنګ راوړي او شخصیت مو لکه د اسمان لوړوي. 

انسان نیمګړی پېدا شوی دی، عېب او نيمګړتیا هرو مرو لري، هېڅ انسان له خطا او تېروتنې خالي نه دی؛ خو بریالی او غوره هغه څوک دی چې له خپلې تېروتنې درس واخلي. 

پوهان وايي: ((تېروتنه انساني کار دی؛ خو تکرار یې حیواني کار دي.))
که تېروتنه مو وکړه، باید درس ترې واخلئ، راتلونکي کې یې له تکرار ډډه وکړئ. 
که لاس تر زنې ناست یاست، هرو مرو به له صحنې بهر یاست، که یو څه کوئ، هرو مرو به تېروتنه کوئ. دا چې لاس تر زنې کېنئ، غوره ده چې یو څه ترسره کړئ. 
پای