د دې لپاره، چې وکولای شو، یو روغ ژوند ولرو، باید دغه ورځنۍ تېروتنې وپېژنو او ترسره کولو څخه یې ډډه وکړو.
هغه څه، چې په پرله پسې توګه یې ترسره کوئ، ستاسو لپاره به په عادت باندې بدل شي او کله چې دغه عادتونه ګټور نه وي، نو هرومرو به تاسو ته زیان ورسوي. په دې لیکنه کې هوډ لرو، چې د افرادو په ناسمو عادتونو باندې رڼا واچوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
د افرادو په ژوند کې ناسم عادتونه
زموږ د ژوند تېروتي عادتونه دومره زیات دي، چې د یادونې وړ نه دي، که څه هم ښایي دا تېروتنې دومره ساده او عادي وي، چې حتا ورته نه متوجه کېږو، خو همدا ساده تېروتنې کولای شي، په اوږد مهال کې، زموږ لپاره نه جبران کېدونکې ستونزې رامنځته کړي.
له خپل ځان څخه پرته د هر فرد په موضوعاتو او پېښو باندې تمرکز کول
په یاد مو وي، نباید خپل ټول فکر او پام د نورو د بریا په پېښو او موضوعاتو باندې متمرکز کړئ، چې له خپل ځانه نا خبره پاتې شئ او پوه شئ، چې په ژوند کې په تاسو باندې هم پېښې تېرېږي او له بېلابېلو موضوعاتو سره مخامخ کېږئ، خو تاسو هرهغه څه لرئ، چې په وسیله یې خپلې وړتیاوې کشف کولای شئ.
له دې امله کله چې هوډ کوئ، چې د خپل ژوند کنټرول په خپل لاس کې ونیسئ، په خپل ژوند کې حیرانونکي بدلونونه احساس کوئ او په بل عبارت اجازه نه ورکوئ، چې نور ستاسو په فکر او تصمیم نیونو کې ښکېل شي او د ترسره کولو مخه یې ونیسي.
د خوښې وړ وخت را رسېدو ته په تمه پاتې کېدل
د خوښې وړ وخت را رسېدو خیال هېر کړئ، شېبې خپل په خپله د خوښې وړ نه دي، بلکې دا تاسو یاست، چې شېبې جوړوئ او رامنځته کوئ، ډېر کسان دې ته په تمه دي، چې بخت یې هماغه د خوښې وړ شېبه او فرصت، چې په لټه کې یې دي، دوی ته په ډالۍ کې ورکړي، خو سپارښتنه کېږي، چې له دې خیالاتو څخه لاس واخلئ، ځکه چې دا چاره له یوه ناسم خیال څخه بل څه نه دی.
کار کول، یوازې د میاشتني معاش لپاره
له لېوالتیا پرته کار کول، په زندان کې د زنداني کېدو په څېر دي؛ نو سپارښتنه کېږي، که په خپلې دندې باندې مئین نه یاست، لږ تر لږه ورسره لېوالتیا ولرئ. کله چې تاسو ژوند په داسې توګه جوړوئ، چې اړ یاست کار وکړئ، ترڅو د خپلو لګښتونو پیسې پیدا کړئ، په دې ځای کې د دې ټکي یادول اړین دي، چې له کار او دندې سره لېوالتیا، ستاسو د کار فیډبک زیاتوي او ستاسو د روح، روان او افکارو د پیاوړتیا سبب ګرځي.
په خپل ځان کې د کرکې حس ساتل، د افرادو په ژوند کې له ناسمو عادتونو څخه دی
تیاره نه شي کولای، چې په تیارې سره ورکه شي، یوازې روښنایي کولای شي، چې تیاره له منځه یې یوسي، نو کرکه نه شي کولای، چې کرکه له منځه یوسي او یوازې مینه او محبت دی، چې کولای شي، کرکه له منځه یې یوسي.
کله چې موږ په خپل ځان کې د کرکې حس ساتو، په حقیقت کې را څرګندېږي او زموږ د وجود ډېری برخه نیسي او موږ تر خپل کنټرول لاندې راولي.
په اندېښنو باندې کلکه تکیه کول
داسې وخت را رسېږي، چې په خپل تېر ژوند باندې مرور کوئ او پوهېږئ، چې کابو ستاسو ټولې ژور خپګان رامنځته کوونکې اندېښنې او وېرې، هېڅکله نه دي رښتیا شوي او په بشپړه توګه خیالي او بې بنسټه وې، اوس چې دا ډول دی، ولې همدا اوس اندېښنې لیرې نه کړئ؟ ځکه که چېرې دې مورد ته دقت ونه کړئ، د خوښۍ او خوشالۍ لپاره، ډېر زیات فرصتونه او موقعیتونه له منځه وړئ.
هڅه وکړئ، چې خپل ځان د ژوند په بند کې را نه ولئ، ترڅو په هر ډول شرایطو کې له ژونده خوند واخلئ او د ژوند بې ګټې برخې، چې ستاسو د اندېښنې او خپګان سبب ګرځي، خوشې کړئ، ترڅو وکولای شئ، خوشاله ژوند ولرئ.
د ستونزو په اړه فکر کول
مه هېروئ، چې یوه بده ورځ، یوازې ستاسو لپاره یوه ناخوښه ورځ ده، نو لاپسې یې مه بدوئ، له شک پرته د سختیو دوران، پر هغه وضعیت او شرایطو باندې، چې په هغو کې کار او ژوند کوئ، اغېز ښندونکی دی، خو نباید پر تاسو، په ژوند کې ستاسو په موخې او هغه تګلوري باندې، چې پکې په حرکت کې یاست، اغېزه وکړي او خوښي مو له منځه یوسي.
تل د ژر تېرېدونکو خوښیو په لټه کې اوسېدل، د افرادو په ژوند کې له ناسمو عادتونو څخه دی
د ژوند خوشالي یا تېرېدونکې ده یا تل پاتې. ژر تېرېدونکې یې، د مادي خوښۍ او هوساینې له شېبې څخه سرچینه اخلي، په داسې حال کې پایښت لرونکی ډول یې د فکر او ذهن د تدریجي ودې پایله ده.
کېدای شي په لنډ لید کې، د ژر تېرېدونکې او پایښت لرونکې خوښۍ تشخیص سخت او ستونزمن کار وي، خو د وخت په تېرېدو سره کولای شو، چې د هغو په منځ کې توپیر وکړو. پایښت لرونکې خوښۍ د ژوند په لوړو او ژورو کې دوام پیدا کوي، ځکه د هغوی له لارې، فکر او ذهن آرام او ډاډمن پاتې کېږي.
وروستي