وخت مو په دا ډول مهالوېش کړئ

فرض کړئ تاسې هر سهار له خوب وختي نشئ پورته کېدی، له یوې ساده لارې ګټه واخلئ او د وختي پورته کېدو اندېښنه رفع کړئ. 

هره شپه د ماسخوتن د لمانځه له اداء کولو وروسته له بېځایه بحث ډډه وکړئ، بلکې پرځای یې سورت الملک/پاره ۲۹مه/ ووایئ، دغه راز که ممکنه وه او ستړي نه وئ، د نیم ساعت لپاره مطالعه وکړئ، بیا خپل خوبځای ته ولاړ شئ او د خپل ځیرک تیلفون آلآرام سهار وختي جمعې ادا کېدو له وخت پنځلس دقېقې وړاندې سېټ کړئ. دا چاره تاسې دې ته هڅوي چې هر سهار دې وختي پورته شئ.  په هرو ۲۴ ساعتونو کې انسان باید ۸ ساعته خوب وکړي، د دې لپاره چې خوب مو کم او ګډوډ نشي، اړ یاست چې هره شپه تر نیمې شپې ویښ ونه اوسئ، وختي ویده او وختي را پورته شئ. 

 د سهار له لمانځه او تلاوت وروسته په خپل پلان کې هغو چارو ته لومړیتوب ورکړئ چې ترسراوی یې تر نورو چارو ډېر اړین وي. همدارنګه هر سهار نیم ساعت لوست او نیم ساعت ورزش ته ځانګړی کړئ. هېڅ ځای ته بې پلانه مه ځئ او هر څه د پلان سره سم ترسره کړئ، بې ځایه او نامناسب ځای ته له تګ څخه ډډه وکړئ، هغه ځای ته د تګ لپاره زړه ښه کوئ، چې پوهېږئ، شصخیت ته مو ورسره ګټه رسي، یوه تفرېح او سکون دربښي، روحي او وجدانی مو نه ربړوي او په ټوله کې الهام در بښي، ورشئ، مه هېروئ، چې د هر فعالیت د ترسراوي د مخه ورته باید یوه ځانګړې کړنلاره ترتیب او جوړه کړئ، باوري اوسئ چې ګټونکي تاسې یاست. 
پای