له واده مخکې هرومرو دا کارونه وکړئ

کله چې بحث له مینې او واده څخه رامنځته کېږي، ډېری کسان د دې په اړه فکر کوي، کله چې د هو کلیمه یې وویل، نو هر څه پای ته رسېږي او د خپلې مینې تل پاتې هوکړه لیک لاسلیک کوي. ډېری کارونه، چې له واده وروسته یې ترسره کوئ، د اړیکې د خرابېدو او له منځه تګ سبب ګرځي، یوازینی کار، چې باید ترسره یې کړئ، دا دی، مخکې تر دې چې تصمیم ونیسئ واده وکړئ، باید دا اوولس کارونه ترسره کړئ. 

۱ ـــ د ژوند شریک مې پېټی نه دی، هغه مې د ژوند هیله ده. تاسو نه شئ کولای، چې واده یو بد څیز وګڼئ او روغ واده ولرئ. 

۲ ـــ زه د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره، له ګرم ګڼلو څخه ګټه نه اخلم.
ګرم ګڼل، د دوو کسانو ترمنځ د قار او غوسې د رامنځته کېدو لپاره یوه چټګه لاره ده، تل غوره ده، چې ستونزې حل کړئ، تر دې چې اجازه ورکړئ، وده وکړي او په سترو مسایلو او مشکلاتو باندې بدلې شي. 

۳ ـــ زه هغه چاته، چې راته ارزښت لري، بې احترامي او سپکاوی نه کوم، یا په قصدي توګه یې نه ځوروم. که نه شئ کولای، له نورو سره درنښتیز چلند وکړئ، نو ستره اخلاقي ستونزه لرئ. 

۴ ـــ زه په یوازې توګه د ژوند مهم تصمیمونه نه نیسم. 
واده د یوه شراکت په څېر دی، مسؤولیتونه باید ستاسو ترمنځ ووېشل شي. 

۵ ـــ زه د خپل ژوند شریک دې ته نه اړه کوم، ترڅو هغه تصمیمونه ونیسي، چې نه یې غواړي. ډېری ګډ ژوندونه، په جبر سره د یوه کار د ترسره کولو لپاره د زور ویینې یا عاطفي باج اخیستنې په خاطر له منځه ځي. 

۶ ـــ د ژوند شریک مې ماته لومړیتوب لري. 
که واده مو وکړ، نو باید پوه شئ، چې د ژوند شریک مو نوې کورنۍ مو ده، نه پلرنۍ کورنۍ، یانې تاسو باید په ژوند کې هغه د اصلي لومړیتوب په توګه وپېژنئ. 

۷ ـــ زه واده ته د یوې تېروتنې په سترګه نه ګورم. دا مورد ډېر زیات مهم دی، ځکه که چېرې واده یوه تېروتنه وګڼئ او د واده په اړه مو لید بد وي، هېڅکه به بریالی ژوند ونه لرئ. 

۸ ـــ زه د خپل ژوند له شریک څخه کرکه نه لرم. 
تاسو باید له هغه چا سره هېڅکله واده ونه کړئ، له کوم سره چې مینه نه لرئ، مګر دا چې ځان ځورونه ولرئ. 

۹ ـــ زه بل شخص نه لرم، چې غوره وګڼم ورسره واده وکړم. 
هېڅکله باید د دویمې ټاکنې په اړه فکر ونه کړئ، که تاسو دواړه دویمه ټاکنه لرئ، نباید واده وکړئ. 

۱۰ ـــ زه داسې هېڅ راز نه لرم، چې وکولای شي، زموږ د اړیکې راتلونکې تر اغېزې لاندې راولي. 

تاسو دواړه باید د دردوونکو پېښو، لکه: پورونه، د بل واده، له هغه څخه د اولاد لرلو او داسې نورو په اړه له یو بل سره خبرې وکړئ، په دې صورت کې ښایي له یو بل څخه طلاق واخلئ. 

۱۱ ـــ ډېری نارینه نه شي کولای، چې له واده وروسته، له نورو ښځینه و سره خپله اړیکه پرې کړي. 

ډېری نارینه له واده وروسته خپلې دوستانې نه هېروي. که چېرې غواړئ د واده تل پاتې اړیکه ولرئ، نو له نورو ښځینه دوستانو او ملګرو سره خپلو اړیکو ته د پای ټکی کېږدئ. 

۱۲ ـــ کله چې اوضاع سختېږي، نه تسلیمېږم
د واده موضوع همدا ده، تاسو دواړه باید په دې هکله هوکړې ته ورسېږئ، له دې پرته، ښایي له یوې سترې ستونزې سره لاس و ګرېوان شئ. 

۱۳ ـــ زه نورو ته اجازه نه ورکوم، چې په ژوند کې مې مداخله کړئ. 
په هره اړیکه کې بریدونه مهم دي او تاسو دنده لرئ، چې د خپل ګډ ژوند راز وساتئ. ډېری د واده اړیکې یوازې د درېیم کس په خاطر په طلاق باندې ختمې شوې دي، چې د هغوی په ژوند کې یې لاسوهنه کوله. 

۱۴ ـــ زه نه غواړم، یوازې د دې لپاره، چې یوازې ونه اوسم، واده وکړم. 
تاسو باید د واده لپاره خپلې موخې مشخصې کړئ، تاسو دواړه باید د دې په خاطر واده وکړئ، چې له یو بل سره مینه لرئ، نه د دې لپاره، چې یوازې یاست. 

۱۵ ـــ زه خیانت نه شم زغملی او هېڅکله خیانت نه کوم. 
خیانت د اړیکو اصلي قاتل دی، تاسو دواړه باید د پایلو په اړه یې سره خبرې وکړئ. 

۱۶ ـــ زه هر څه د خپل ځان لپاره نه غواړم او یوازې د خپل ځان په اړه فکر نه کوم. 
په بل عبارت واده یو ګډ ژوند دی، تاسو دوه کسان یاست، تاسو دواړه باید د یو بل په اړه فکر وکړئ. 

۱۷ ـــ زه هېڅکله نه غواړم، چې د خپل ژوند شریک خوشې کړم. 
یو ښه واده، هغه واده دی، چې د تل لپاره دوام ولري.