د یوې ښې ورځې د پیلولو لپاره، تر ټولو ښه پروګرام

د ژوند د کچې د لوړولو لپاره د یوې ښې ورځې پیلول ډېر مهم او اړین دي، د یوې ښې ورځې د پیلولو لپاره څو لارې او ځانګړي وړاندیزونه شتون لري.
 
د یوې ښې ورځې د پیلولو لپاره، غوره تګلارې
تاسو ټول باید زده کړئ، چې څنګه خپل افکار منظم کړئ، ترڅو وکولای شئ د ژوند په هره برخه کې ښې پېښې تجربه کړئ، که د یوې تګلارې په لټه کې یاست، چې په وسیله یې د خپل ژوند سطحه لوړه کړئ، باید خپلو افکارو ته پام وکړئ. په دې لیکنه کې د غوره ژوند کولو په تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، چې د دې تګلارو پرمټ وکولای شئ، خپله ورځ په ښو افکارو سره پیل کړئ.
 
مغز ته مو مناسب خوړنیز توکي ورسوئ
د دې لپاره، چې د ورځې په اوږدو کې له ذهني پلوه کافي ځواک ولرئ، لومړی باید خپل مغز ته مناسب خوړنیز توکي ورسوئ، دا خوړنیز توکي کولای شي هماغه خوړل کېدونکې خوړنیز توکي یا حتا افکار مو وي، هغه څه چې ذهن ته مو رسېږي، افکار مو ټاکي، افکار مو ستاسو کړنې او فعالیتونه ټاکي او فعالیتونه مو د کار پایلې رامنځته کوي، نو هڅه وکړئ، چې سهار مو په یوه مناسب روټین سره پیل کړئ، د بېلګې په توګه:
ـــ هڅه وکړئ، چې هر سهار د تېرې ورځې د ښو پېښو په اړه فکر وکړئ.
ـــ له خپل ځانه سټرس لیرې کړئ.
ـــ منندوی واوسئ.
ـــ له دې آرام بښونکو افکارو سره یو ګیلاس قهوه وڅښئ.
ـــ د نیم ساعت لپاره یو انګېزه بښونکی مطلب ولولئ او د خپلو نورو کارونو ترسره کول پیل کړئ.
 
د خپل ځان لپاره مناسب روټین وټاکئ
وخت په پام کې ونیسئ او د بریا لپاره خپل ورځنی روټین وټاکئ، د بېلګې په توګه: کولای شئ یو وخت ځانګړی کړئ، د وېبلاګونو هغه مقالې او دغه راز هغه کتابونه ولولئ، چې انګېزه مو لوړوي او د بریالیو کسانو له تجربو څخه ګټه واخلئ.
 
که یوازې خپل معلومات زیات کړئ، پرته له دې چې په کوم کار باندې لاس پورې کړئ، نو کوم ارزښتمن کار مو نه دی ترسره کړئ، که کوچني څیزونه په دوامداره توګه ترسره کړئ، نو په بشپړه توګه ښو پایلو ته رسېږئ، نو هڅه وکړئ، چې د ورځې په اوږدو کې د خپل ځان لپاره کوچني او مناسب کارونه په لاره واچوئ.
 
ـــ ژوند ته تل مثبت لیدلوری ولرئ.
ـــ د ښه ژوند لپاره له قوانینو او سټراټیژیانو څخه یادونه وکړئ.
ـــ په خپل ځان کې یو ثابت وضعیت وساتئ.
ـــ د مثبتو کارونو د ترسره کولو په لټه کې واوسئ او تل له یوه روښانه او واضح جوړښت سره پرمخ لاړ شئ.
 
ځانګړی وړاندیز: د یوې ښې ورځې د پیلولو لپاره یوولس پړاوونه
د دې لیکنې په پیل کې مو وویل، چې باید زده کړئ، چې د بریا لپاره د ورځني روټین یو سیستم ولرئ، چې د ترسره کولو لپاره یې باید له لاندې تګلارو څخه کار واخلئ:
 
لومړی پړاو: ذهن مو آرام کړئ
باید زده کړئ، چې ذهن مو له سټرس زېږوونکو افکار څخه آرام کړئ، د یوې مودې لپاره پورونه او قرضونه هېر کړئ او سختې او سټرس زېږونکې مکالمې پرېږدئ، ترڅو ذهن مو آرام کړئ.
 
دویم پړاو: خپله ستاینه څرګنده کړئ
اجازه ورکړئ، چې ذهن مو په ستاینه باندې تمرکز وکړي، په ژوند کې پام مو هغو څیزونو ته مه ور اړوئ، کوم چې ګټور نه دي.
 
درېیم پړاو: مثبت څیزونه ولولئ
که غواړئ ښه او له آرامتیا څخه ډک ژوند احساس کړئ او انګېزه ولرئ، نو مثبت څیزونه ولولئ او د ژوند په اړه خپل لیدلوری ښه او لوړ کړئ.
 
څلورم پړاو: د خپلې ورځې لپاره سخت پروګرام مه لرئ
په عادي ورځو کې، کله چې کوم ځانګړی مسؤولیت نه لرئ، غوره ده، چې د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره جدي پروګرام او په بشپړه توګه مشخص ساعت مه لرئ، ځکه که ونه شئ کولای، چې کارونه مو په ټاکلي ساعت ترسره کړئ، زړه تورن کېږئ او دا ډول کار به مو د یوې فوق العاد ورځې د پیل لپاره ډېر سخت وي. د پروګرام جوړونې لپاره د سبانیو اصلي او فرعي کارونو یو لېست چمتو کړئ او د لومړیتوب بندۍ پر بنسټ یې ترسره کړئ.
 
پنځم پړاو: هغه څیزونه مو چې موندلي دي یاددښت یې کړئ
څو دقیقې وخت په پام کې ونیسئ او د هغو څیزونو په اړه چې زده کړي مو دي او په تېر پړاو کې ستاسو په درد لګېدلي دي، نوټ اخیستنه وکړئ، ترڅو په راتلونکې کې هم وکولای شئ ترې ګټه واخلئ.
 
شپږم پړاو: په خپلو موخو باندې مرور وکړئ
اهداف د هیلو په څېر څیزونه دي، له دې امله باید هڅه وکړئ، خپله انګېزه لوړه وساتئ، ثبت یې کړئ، خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې د راتلونکې لپاره څه موخه لرئ.
 
اووم پړاو: ارزښت رامنځته کړئ
د یوې ښې او فوق العاده ورځې او دغه راز په خپل ځان باندې د باور د ډېرښت لپاره ارزښت رامنځته کړئ، ارزښت رامنځته کوونه کولای شي، په هر کار خلاصه شي، یوازې بسنه کوي، چې تاسو ته ښه حس در ولېږدوي.
 
اتم پړاو: له خوبه تر ویښېدو سمدستي وروسته د کوم څه په اړه فکر مه کوئ
د دې لپاره چې یوه ښه ورځ پیل کړئ، په ډېرې آرامتیا سره له خوبه را ویښ شئ او له خوبه د را ویښېدو پرمهال د کوم څه په اړه فکر مه کوئ او د کوم کار د ترسره کولو تصمیم مه نیسئ. د بلې ورځې د پروګرام جوړونې لپاره هرومر یوه شپه مخکې دا کار ترسره کړئ.
 
نهم پړاو: ژوره ساه وباسئ
ژوره ساه ایستنه د زړه درزا مو منظموي، سټرس مو را کموي او د بدن د خوندیتوب سیسټم مو پیاوړی کوي، نو ژوره ساه وباسئ او دا ورزش هره ورځ  ۳ ځله د وخت  د درلودلو په صورت کې په هرو پنځو دقیقو کې یو ځل تکرار کړئ.
 
لسم پړاو: له نورو څیزونو څخه الهام واخلئ
د بېلګې په توګه: یوه آنلاین ویډیو پیدا کړئ، چې تاسو ته د انګېزه درکولو سبب شي او پر احساساتو باندې مو مثبته اغېزه وکړي.
 
یوولسم پړاو: یوازې پیل یې کړئ
کله چې ناسا توغندی وتوغاوه، هغه مفهوم، چې ترې ګټه یې اخیستله، دا و چې یوازې باید کار پیل کړو، مخ پر وړاندې لاړ شو، ترڅو بریا ته د رسېدو لپاره زموږ پرمخ یوه لاره پرانیستل شي، تاسو هم باید له همدې تګلارې څخه ګټه واخلئ، چې په بشړه توګه به بریالي شئ.