پخوانیو خلکو د هر کار او هرې موضوع لپاره چې لا پیاوړې او پخه مالومه شی، نو متل به یی کاراوه. هغه یو متل دی چې وخت لکه سره زر دی. شپه تېریږي، سهار راپورته کیږي، او روښنایي راپورته کیږي، ورځ پای مومي، شپه را پورته کيږي، انسان ته پکار ده چې د وخت څخه پوره او بشپړه ګټه واخلي.
ماشوم توب او کوچنیتوب ځانته او جلا ځانګړی وخت درلود، هغه تېر شو، هغه وخت اوس نه راګرځي. ډېرې کسان تېر وخت پسې افسوس او ارمان کوي، چې هۍ کاش هغه وخت ما دا کار کړی وای، هغه مې کړی وای؛ خو په حقیقت کې د تېر پسې ارمان او افسوس هيڅ ګټه نه کوي.
که فکر وکړو، اوس هم وخت شته، لاس پکار شئ، مه تسلیمیږئ، مه نا هیلي کیږئ، وخت لا شته اوس هم مثبته ګټه واخلئ، اوس هم ناوخته نه دی، تاسې انرژي لرئ، کوالای شئ چې په ژوند کې روزمره بېلابېل فعالیتونه تر سره کړئ.
تاسې یاست چې د بېلابېلو چارو د ترسراوي وړتیاوې لرئ، دا هغه جملې دي، چې تاسې ته انرژي، جرأت او خوښي در کوي.
د وخت څخه استفاده او ګټه اخیستل پکار دي، ډیوه بلیږي، ځان ويلي کوي، نورو ته رڼا ورکوي، روښنایي وربښي، ځان سوزوي، ځان ایره کوي؛ خو نور د آرام او سوکالۍ پر دروازه ور ننباسي، همدا د سخاوت ژوند بریالیتوب ژوند دی او دا نېکمرغه ځانګړنه باید موږ خپله کړو.
پای
وروستي