خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا

ډېری مهال که زموږ چارې ځنډیږي، تر شا یې راز دا وي چې ناسم قضاوتونه کېږي. پکار ده چې د ژبې په ښورولو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل شي. 

وخت نا وخت تاسې د فرصتونو څخه د ګټې اخیتسنې په وخت کې که تاسې د پام وړ پرمختګ نه کاوه، تر شا به یې راز دا وي چې تاسې ناسم او بېځایه غږیدلي یاست. 
پښتو کې متل دی، وايي: ((خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا.))

که ژبه په واک کې وساتو او د هغه څه له ویلو ډډه وکړو چې ویل یې د ګټې پر ځای تاوان ډېر لري، بیا ګټونکي یو او پر لاره کې به د خنډ له ډار سره نه مخ کېږو. برعکس که د هر چار په کار کې کار ولرو، دغه راز ټولیز ملاتړ هم ونه لرو او یوازې یو څو خبرې وکړو او بیا یې سرته ونشو رسولی، دا چاره مو شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي او په ټولنه کې مو ورو ورور په بشپړ بیټ/ماتوي. ښه ده چې خپله ژبه په واک کې وساتو، د اړتیا وړ وغږېږو او پرته له اړتیا چوپتیا غوره کړو. 

زموږ په ټولنه کې ټولنیز ژوند ډېرې باریکۍ هم لري، ډېر نزاکتونه هم لري، په آن کوچنۍ خبره سره له بده مرغه تر بدو اوړي، دا بدمرغي له بده بخته چې په میراث را پاتې ده. اړتیا دا ده چې د ژوند ټول نزاکتونه وپېژنو او خپل یې کړو، مراعت یې کړو، ارزښت ورکړو، د کورنۍ نور غړي هم ورته ځير کړو او په ټوله کې داسې یو ذهنیت خپور کړو، چې زموږ ټولنه نېکمرغۍ لوري ته بیایي.

په پښتو ژبه کې یو بل متل هم شته او هغه دا چې: (د توري پرهر لمنځه ځي؛ خو د ژبې پرهر لمنځه نه ځي).

موږ باید د ژبې په ښورولو کې له فکر او لرلید څخه ګټه واخلو، ډېر خلک شته چې آن په کوچنۍ خبره خوابدي کېږي، دلته باید نزاکت مراعت شي، هغه څه ترسره نه شي، چې مقابل لوری خوابدی کوي.
پای