پکتيکا کې دوه ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي

پکتيکا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسؤول  مخلص افغان
۱۳۸۹کال د سلواغې ۱۲ مه
نن د سلواغې په ۱۲ مه سهار اته بجې د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ د تیرې خوله په سیمه کې دوه ماین خښوونکي چې غوښتل یې د لویې لارې پر سر ماین خښ کړي خپل ماین پرې ورچاودېدلی چې په پایله کې دواړه ماین خښوونکي وژل شوی دی.  
د یوه بل خبر له مخی نن د سلواغې په ۱۲ مه ماسپښین درې بجې ۱۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالی د پیرکوتي په سیمه کې کشف او له مینځه وړل شوي دي، یاد چاودېدونکي توکي افغان امنیتي ځواکونو کشف او د ائتلافي ځواکونو د انجینرئ ډلې په مرسته له مینځه وړل شوي دي
 
مخلص افغان
د پکتیکا د والي ویاند
۰۷۹۷۵۰۹۰۱۰