له ستونزو مه په شا کېږئ

هغه ستونزه چې تاسې ورسره مخامخ یاست، دومره ستره نه ده چې ستاسې له فکره ستره وي. ستونزه ستاسې تر فکر کوچنۍ ده؛ خو په دې شرط که له ستونزو تېښته ونکړئ، په اصطلاح له ستونزو سره مقابله وکړئ، ځان پوهه کړئ چې ولې پېدا شوې او څنګه یې حل کړئ. 

ستونزه هغه مهال ستاسې تر فکره لوړه ده چې کله تاسې له ذهن او حافظې برخمن یاست، که لا هم دماغ لرئ، د ښو او بدو تفکیک کولای شئ، بیا هېڅکله ستونزه تر خپل فکر لوړه مه ګڼئ. 

د ستونزې د را ولاړېدو پر مهال ستاسې فکر کولای شي، ولاړه شوې ستونزه دفع او رفع کړي. مثبت فکر دی چې ستاسې ستونزه په اسانۍ در حلوي او اندېښنه مو لمنځه وړي. 

اسانه کارونه هر څوک کولای شي، که سخت کارونه وکړو، پياوړي او غښتلي بلل کېږو. که د چارو د ترسراوي پر مهال ستونزې را ولاړیږي، د چارو ارزښت ورسره لا ډېریږي، دغه راز موږ پياوړي کوي او درس ترې اخیستل کېږي. 

ستونزه په مثبت فکر حلیږي، که په یوازې ځان مو حل نشوه کړای، بیا د خپل فکر، راز او نیاز ملګري ولټوئ، ورشئ او نظر یې واخلئ، بیا وګورئ چې څومره ژر او اسانه یې حلوئ.

ښه ده او غوره ده چې د ستونزو او ننګونو پر مهال ځان له صحنې ونه باسئ، مه په شاه کېږئ، میدان مه پرېږدئ، مبارزه وکړئ، مه تسلیمېږئ او ښه او زړور مخته ولاړ شئ.
پای