که په ګډ کور مېشت یاست، بیا باید دا یوه ځانګړنه خپله کړئ

د کورنۍ غړي په هېڅ وخت کې تاسې نیمه لار کې نه پرېږدي، ځکه همدا کورنۍ ده چې تاسې ته تر بل هر چا ریښتینې ده. که کله موقف ته ورسېدئ، هغه څوک له پامه مه غورځوئ چې ستاسې لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه، دعاوې یې درته کړي، هر ډول قربانۍ لپاره درته حاضر شوي او کلونه کلونه یې درسره خوارۍ کړې دي. 

مور او پلار د ژوند هغه ستر نعمت دی چې څښتن تعالی یې انسان ته یوازې یو ځل ورکوي، د دې ستر نعمت هرکلی او درناوی پکار دی. که انسان یو ځل له دې ستر نعمت بې برخې شي، بیا یې په هېڅ قیمت نشي ترلاسه کولی. ښه ده او بهتره ده چې د خپلو والدېنو د هغوی په ژوند درناوی وکړئ، اړتیاوې یې پوره کړئ او په پوره مانا یې درک کړئ. 

د ناروغۍ پر مهال ورسره په څنګ کې پاتې شئ او تر هغه یې له څنګ واټن مه نیسئ، تر څو په بشپړه توګه ښه شوي نه وي. 

دا چې یوه مور خپل لس بچیان ساتلی، روزلی او سترولی شي، بیا باید هر زوی/لور د خپلې مور ساتندویه شي او هر راز مرستې او چوپړ ته یې تلپاتې ټټر ووهي. 

ډېری کورنۍ شته، چې خپلو اولادونو ته له واده کولو وروسته له دوی سره ګډ ژوند تېرول غواړي، خو یوه ستره ستونزه او ننګوونه بیا دا وي، چې همدا اولادونه بیا سبا له مور او پلار سره ګډ ژوند ته ادامه نه ورکوي، له همدې کبله د خوږ کور څخه بیلیږي او په لوی لاس د جدایۍ ژوند ته ور تر غاړې وځي، د خپلې کورنۍ خواږه غړي په کور دننه پریږدي او خپله ترې لار جلا کوي، چې دا ستره بې انصافي ده او نباید وشي.
پای