له ايران څخه د خوست وﻻيت ويب پاڼه څلور ځلې له منځه وړل شوې

څرنګه چې په دې وروستیو کې برېښنایي رسنیو د دنیا په هره ګوښه کې ګڼ مینه وال موندلي ، نو د مطبوعاتو په ډګر کې  د دې برخې ارزښت  ورځ تر بلې زیاتیږي . اوس د نړۍ زیاتره مطبوعات  دنیاوالو ته  د رسېدو په هدف هره ورځ په وېب پاڼو کې اپډېټ کیږي ، دا ګړۍ د نړۍ ټولې مشهورې رسنۍ په انټرنېټ کې  ځانګړي پاڼې او ډومېنونه لري ، چې رسنیو ته یې د خلکو ورځنی لاس رسی اسان کړی او جهان دیوه ګډ کور بڼه خپله کړي ده .
له همدې امله خوست ولایت مقام هم درې میاشتې وړاندې وپتیله ، چې  په افغانستان او نړۍ کې دانټرنېت سره تړلي دوستان او مینه وال  دخوست ولایت د ورځنیو امنیتي ، اقتصادي او بیارغنیزو پرمختګونو څخه د خپلې انټرنېټ پاڼې له لارې  هره شېبه خبر وساتي .
د دې  هدف لپاره د خوست ولایت مقام رسمي وېب پاڼه ( www.khost.gov.af) پر لیکه کړه.
ترڅو  د افغانستان او نړۍ په هره ګوښه  کې  له انټرنېټ سره تړلي دوستان و کولای شي ، چې  د کېبورډ پر یو کلېک دخوست له ورځنيو پېښو او پرمختګونو ځان خبر کړي  .
بله دا چې خوست یو سرحدي او له پلازمېنې کابل څخه ډېر لېرې پروت ولایت دی او د ستراتیژیک موقعیت له مخې د افغانستان د مهمو ولایتونو شمېر ل کیږي ، نو په دې موخه د هېواد دښمنان نه شي ، زغملی ، چې خوست د سولې او پرمختګ کور وګرځي .په دې وروستیو کې دخوست ولایت د لویو قومونو ترمنځ د لسګونو کالونو په میراث پاتې بدمرغه شخړې هوارې شوي، په ادارو کې د پام وړ اصلاحاتي قدمونه اخېستل شوي او د سولې په برخه کې هم زیات پرمختګونه شوي . نو دې ټولو اهمیتونو په پام سره مو یاده وېب پاڼه فعاله کړه ، ترڅوله دې لارې دنړۍ په هر ګوټ ، ګوټ کې مېشت افغانان د خپل ولس او خاورې له پرمختګ خبر شي .د دې سره په څنګ کې زموږ موخه دا هم وه ، چې خلک د سولې ، پرمختګ او نورو زیاتو لاسته راوړنو په موخه راسره خپلې نظریې ، وړاندیزونه  او سالمې مشورې شریکې کړي ، ترڅو دهغې په رڼا کې لا مخته  ولاړ شو.
همداسې وشول او پاڼه په ډېره کامیابۍ سره پرمخ روانه  شوه ، شېبه په شېبه یې  مینه والو ته نوي او تازه مالومات  خپارول . خو له څه مودې راوروسته دکمپیوټر یو متخصص چې ځان ایرانی وګړی راپېژني ، څلور ځله یې د مقام په وېب پاڼه کمپیوټري بریدونه کړي او هر ځل یې پاڼه  په بشپړه توګه له منځه وړي او له فعالیته یې غورځولي ده . کله چې  دا مهال د پاڼې دخلاصولو لپاره کلېک وکړې ،  نو هغه لیکل چې ده  د خپلې   پېژندګلوۍ وروسته  لیکلي دي راوړوي ،  چې تاسو د پاڼې دخلاصولو هڅې مه کوئ ،ځکه چې  په ټوله معنا یې بنده کړي او له منځه یې وړي ده .
 د ده له دې شوم  او ناوړه کار څخه داسې مالومیږي ، چې زموږ  د هېواد دښمنان نه یوازې د افغانانو پرمختګونه او د سولې راوستل  په ټوپک او ماین  له منځه وړي ، بلکې  دادی ، اوس یې زموږ  په هغو مطبوعاتو باندې هم ناوړه او غیرقانوني بریدونه پیل کړي ، چې د خپل هېواد له پرمختګ ، سولې او بیارغونې  افغان ولس خبروي  او دوی دې ته تیاروي ، چې د خپل ټاټوبي په ساتنه او پرمختګ کې پوره ونډه واخلي .
په دې اړه ولایت مقام د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مخابراتو وزارت ته رسمي مکتوب هم لېږلی ، چې ترې غوښتنه  شوي ،  د دا ډول شومو کسانو په پیدا کولو کې دې هلې ځلې وشي او د خپلو غیرقانوني کړنو د ترسره کولو له امله د ورته قانوني سزا ورکړل شي .
ولایت مقام په هر ځای کې دا ډول ناوړه کړنې په سختو ټکو کې غندي او عاملینو ته یې د درنې  سزا غوښتنه کوي  او په پای کې باید یادونه وکړو، چې هېڅوک په دې ډول ناوړه عملونو باندې زموږ د پرمختګ او فعالیتونو مخه نه شي ډب کولای .ځکه د خوست خلکو کلک هوډ کړی ، چې د خپل اسلامي دولت سره به د سولې ، آبادۍ او پرمختګ په برخه کې اوږه په اوږه ګډ کار کوي  او د دغو شومو کسانو مخه به نیسي .
په درنښت
ورځ : څلورم
نېټه : ۱۳۸۹/۱۱/۱۲