مثبت لوري ته مایل و اوسئ

که د خپلو چارو سمون غواړئ، بیا باید د خپلو چارو په اړه مثبت فکر هم وکړئ، مثبت لوری وټاکئ او هغه څه ته لومړیتوب ورکړئ چې ژر مو موخې ته رسوي. هغوی چې مثبت فکر لري، تل د خپلو چارو په اړه ښه نظر لري، لامل یې دا دی چې دوی ورسره له زړه مینه لري. 

د مثبتو افکارو څښتنان تل په دې هڅه کې وي چې څنګه له مخکښانو سره ناسته ولاړه ډېره کړي، څنګه ځان ته ننګوونه په فرصت بدله کړي، څنګه ځان له نورو پیاوړی محسوس کړي او څنګه له خپلې انرژۍ ګټه واخلي. 

برعکس د منفي افکارو څښتنان تل په دې هڅه کې وي چې څنګه له مخکښانو او ځیرکو خلکو واټن ونیسي، د ننګوونو پر مهال یوازې خپل زړه خوري او په لوی لاس ځان د تباهۍ کندې ته ور غورځوي، د دې پر ځای چې ځان پياوړی محسوس کړي، په لوی لاس د خپلې کمزورۍ او ناتوانۍ خبرې کوي، ځان ته دوکه ورکوي او تل د شکایت کمزورې ژبه ښوروي. 

انسان ته څښتن تعالی حافظه د دې لپاره ورکړې ده چې د ښو او بدو تکفیک پرې وکړي، هغه څه خپل کړي، چې شخصیت او ژوند یې ورته اړتیا لري او د دې لپاره چې غوره راتلونکی ولري، زحمت او کړاو وزغمي، پرته له زحمت راحت نشته او دا اړتیا ده چې د یو څه په لټه کې شئ.

د دې لپاره چې د ښه او بد تفکیک وکړی شئ، ښه ده او بهتره ده چې مثبت فکر خپل کړئ.
پای