چارواکي : له وزيرستان څخه خوست ته ،د ګوزڼ د ناروغۍد ليږدولو اندېښنه شته

 په خوست ولايت كې د روغتيارياست مسوولين وايي چې دا مهال په دغه ولايت كې داسې څوك نشته چې په ګوزڼ يا پوليوناروغۍ باندې اخته وي، خو د خوست ګاونډته په وزيرستان كې په يوشمېر كسانو د ګوزڼ ناروغي ليدل شوې  او له همدې امله دوى ويره لري چې كه له هغه ځايه په كډوالوكې دا ناروغي خوست ته راوليږدول شي نو امكان لري چې له هغوى څخه نوروكسانوته هم د فالج ياګوزڼ ناروغي ولږدول شي
 په خوست كې هم د هيواد د نورو ولايتونو په شان د ګوزڼ پر وړاندې د واكسينوپراخ كمپاين پيل شوى او نن پاى ته ورسيدو، د خوست د عامې روغتياريس ډكټراميربادشاه رحمت زى وايي چې په ټولو سميوكې ترپېنځو كلنوپورې ماشومانو ته د واكسينوڅاڅكي وركړل شول، نوموړي زياته كړه چې د كمپاين په دې ورځوكې د ډله ډله راضاكرانو په مټ د خوست په ټولو سيموكې يوسلو دوه نوي زره ماشومانوته د پوليويا ګوزڼ واكسين وركړل شول، د ريس په خبره چې دا مهال په ټول خوست ولايت كې داسې څوك نشته چې په ګوزڼ اخته وي، خو داسې ويره شته چې له ګاونډي هيواد پاكستان څخه په كډوالوكې دا ناروغي خوست ته هم راوليږدول شي، ځكه چې د خوست ګاونډته  په وزيرستان كې د پوليو مثبت پېښې ليدل شوي دي.
كه څه هم په خوست كې هرې سيمې او ولسوالۍ ته بې له دې چې كومه ويره وي د واكسينو راضاكران تللي اوماشومانوته يې واكسين رسولي دي، خوبيا هم داسې خلك شته چې واكسينوته د شك په سترګه ګوري او له همدې امله ده چې خپلوماشومانو او ميرمنوته واكسين نه وركوي.