د ظالم سره مرسته وکړئ؛ خو څنګه؟ 

د حدیث شریف پښتو ژباړه ده، چې ظلم به په ورځ دقیامت تورې تیارې وي. 
له همدې کبله هغوی چې د ظلم او تیري نیت لري، تل د پاک رب په غضب او قهر اخته خلک بلل کېږي او هېڅ د خېر تمه ترې نه کېږي.

د اسلام مبارک دین له مظلوم سره د مرستې، لاسنیوي او ملاتړ لارښوونه کړې ده، له همدې کبله د مظلوم سره مرسته دا ده چې هغه د ظالم د ظلم څخه وژغورئ، له مظلوم مرسته دا ده چې د هغه ملاتړ او مرستې ته ور ودانګئ، د ظالم د ظلم پر وړاندې کلک او نېغ ودرېږئ. 

دغه راز د ظالم سره یو ډول مرسته هم اړینه ده، هغه مرسته باید  د  د ظلم د نه تر سره کولو فکر او روحیه ورکول وي، تر څو په ټولنه کې د ظلم او جبر مخه ونیول شي. دا چاره د دې لامل کېږي، چې ستاسې په دې غوره ذهنیت او روحیه ورکولو سره مظلوم ته له ظالم نجات ور کول شي او د ظالم د ظلم څخه زړه تور او ورڅخه وګرځول شي.

 زموږ او ستاسې مسوولیت په ټولنه کۍ دا دی چې خپله هم د یو او بل پر وړاندې ظلم او ستم ونه کړو او نور هم د ظلم او ستم څخه منع کړو.

 که په ټولنه کې کوم کس ظالم و؛ نو د کلي د مسجد مُلا امام، مخور، سپین ږیري او مشران باید د ظالم د ظلم مخه په کلکه ونیسي او دغه راز په تدریج سره ظالم ته د ظلم نه کولو او بدو پایلو د ور په ګوته کولو ذهنیت او پوهاوی ورکول شي.

که فکر وکړو، زموږ او ستاسی په ټولنه کې روزمره په یو ډول ظلم تر سره کيږي او موږ ورته لاس تر زنې ناست یو. په ټولنه کې هر وګړی خپل مسوولیت درک او وپېژنئ؛ نو لیرې نه ده چې ټولنه به مو د اصلاح اوسمون په لور مخته ولاړه شي.
پای