دکابل بانک ځينې مسوولين له پلټنو تښتېدلي دي

د کابل بانک اوسنی رييس مسعود موسی غازي وايي، چې کله دولتي پلټونکو د کابل بانک له ونډه والو او مسوولينو څخه د فساد په اړه پلټنې پيل کړې د دغه بانک مالي مسوول چې پاکستانی تابعيت لري ، پاکستان ته وتښتېد. د افغانستان بانک رييس صادق فطرت وايي، چې دوی په کابل بانک کې په غير قانوني توګه د ايستل شويو پيسو په اړه پلټنې کوي. داسې اټکل کيږي ، چې له دغه بانک څخه شاوخوا ۹۳۰ ميليون ډالره په غير قانوني توګه ايستل شوې دي، چې يوازې ۵۴۰ ميليون ډالره د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي ته په غير قانوني توګه پور ورکړل شوې دي.
کابل بانک په افغانستان کې تر ټولولوی خصوصي بانک ګڼل کيږي، خو د وروستيو درغليو له امله يې اعتبار ته ډېر زيان اوښتی دی.