د ماشوم غوره روزنه نړۍ بدلولی شي

ماشومان او کوچنيان په هره ټولنه کې شتون لري، ډېری ټولنې چې وګړي یې د پراخ لیدلوري څښتنان وي، دا خوښوي چې ماشومان دې په بشپړې مینې او لېوالتیا سره و روزي، ښه او غوره روزنه دې ورکړي او چې ۷ کلنۍ ته ورسي، په ټوله کې دې د یو روښانه راتلونکي په پار ورته د روښانه راتلونکي په موخه د ښوونې او روزنې یو نوی څپرکی پرانیزي.

ماشومان يا کوچيان د الله تعالی لوی رحمت او برکت دی، چې په ګڼو خلکو باندې الله تعالی خپله پېرزوينه کړې ده، په سلو کې یو کم شمېر خلک بیا د اولاد له ستر نعمت څخه بې برخې وې، چې دا حالت یې ربړوي او روحا یې ناآرامه ساتي.

ډېر داسې کسان شته چې د کوچنيانو شتون ته هيلې او ارمانونه لري. څښتن تعالی انسان اشرف المخلوق پيدا کړی او دا بيا په ټولو مخلوقاتو کې غوره مخلوق دی.

ماشومانو ته بايد داسی سالمه او مثبته روزنه ورکړل شي، ترڅو دوی په راتلونکي کې په ټولنه کې داسی ژوند غوره کړي چي د ټولنې نور غړو ته تري ضرر ونه رسیږي.

د ماشوم ټول هغه حقوق چې پر موږ یې ورکړه لازمي ده، بايد ور یې کړو، کومو ته چې د ماشوم اړتيا پیښیږي.

د ۷ کلنۍ وړاندې په وړکتون کې یې شامل کړئ، او يا ورته په کور، يا حجره، او يا د کلي په جومات کې ورته د پیل زده کړو زمینه برابره کړئ، ترڅو په ټولنه کې د ټولنې اداب، مقرارت او ټول هغه کارونه چې په راتلونکي کې ورسره مخامخ کيږي، مراعت یې کړي.
په ۷ کلنۍ کې په ښونځي کې شامل کړل شي، دغه راز څارنه يې وکړئ او ورسره په څنګ کې يې مدرسې ته هم ولېږئ. همدارنګه کور کې یې وڅارئ او هر ماښام ترې د زده کړو او کورنۍ دندې د صورتحال څخه ځان ډاډمن کړئ.
پای