خبرې په خپل نوبت کوئ

که موږ او تاسو د خپلې ټولنې په اړه فکر وکړو، ډېرې ستونرې، نیمګړتیاوې او تېروتنې پکې موجودې دي. په ټولنه کې د هر وګړي اصلاح ډېره اړینه ده، او دا د هر وګړي مسوولیت دی چې په خپل ځان کې هغه نیمګړتیاوې چې په ځان کې یې لري، له لیرې کولو لپاره سر له همدې شېبې لاس په کار شي. 

پوهان وايي، د ځان اصلاح د ټول جهان اصلاح ده، د دې لپاره چې ټوله نړۍ په تدریج سره اصلاح شي، د ځان اصلاح ورته مهمه ده، لومړیتوب باید کیفیت ته ورکول شي، لږ څه ترسره کړئ، خو ښه یې ترسره کړئ، ځان مه بدناموئ، مه ځان ډېر ستړی کوئ، مه ډېر بې ځایه آخوا دېخوا خوځېږئ، مه بېځایه حرکات کوئ او مه هم بې ګټې فکرونه. دا ټول ستاسې په شخصیت او روان منفي اغېزه کولای شي.

د دې لپاره چې په ټولنه کې با وقاره او با ارزښته ژوند وکړئ، اړتیا دا ده چې د خپل شخصیت لوړوونې فکر هم ولرئ. که موږ او تاسې په یوه ټولنه کې یوې ولسي ناستې یا غونډې ته ور بلل کېږو او هلته مو شتون اړین وي، بیا هغه څه ترسره کړو، چې ترسراوی یې مهم دی، مه ځان ډېر غلی نیسئ، مه ځان ډېر مطرح کوئ. که اړتیا وه چې یو څه دې ووایئ، بیا یې ښه د نر غوندې ووایاست، که اړتیا وه، چې چوپ پاتې شئ، بیا ښه ده چې شونډې مو ګنډلې وساتئ، ژوند همداسې روان دی او تېریږي، ډېر راغلل او واپس ارمانجن ولاړل. که هر څه ته په ارزښت قائل و اوسو، له فکر او غور څخه کار واخلو او خپلې خبرې په خپل نوبت په ارامه او سړه سینه نورو ته وړاندې کړو، ورسره  با وقاره کېږئ.
پای