شريف الله کامه وال هم د ولسي جرګې رياست ته کانديد شو

 د ولسي جرګې د رياست لپاره تر ډېرو لانجو وروسته د پژواک خبري اژانس په حواله اوس اتو تنو ځانونه کانديد کړي دي او پرېکړه شوې چې سبا به د رياست لپاره بيا ټاکنې ترسره کيږي.د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې تر اوسه له کابل څخه د خلکو استازي شريف الله کامه وال او همدارنګه عبداللطيف پدرام، حفيظ منصور، سيد اسحق ګېلاني، بکتاش سياووش، عبيدالله رامين، حاجي موسی او حاجي شهيد زاده ځانونه د ولسي جرګې رياست ته کانديد کړي دي.
د روهي وېب پاڼې د خبر له مخې پر دغو کسانو سربېره حاجي نادر خان کټوازی او شکريه بارکزۍ هم د ولسي جرګې د رياست نوماندان دي.