ستاسو د روح خاموش قاتل څه دی؟

موږ ټولو په ژوند کې سټرس تجربه کړی دی، د جسمي او روحي ناروغیو ستره برخه، د سټرس له امله رامنځته کېږي.
 
ډېره زیاته مهمه ده، چې پوه شو، سټرس څنګه زموږ بدن تر اغېزې لاندې راولي او هڅه وکړو، چې د سټرس د مدیریت تخنیکونه زده کړو، ترڅو وکولای شو، چې خپل سټرسونه داسې مدیریت کړو، چې زموږ په ګټه وي. په دې لیکنه کې په افرادو باندې د سټرس اغېزې بررسي کوو.
 
په افرادو باندې د سټرس اغېزې
سټرس، په حقیقت کې د ژوند بدلونونو ته ستاسو د بدن ځواب دی، له هغه ځایه چې زموږ ژوند په دوامداره توګه د بدلون په حال کې دی، نه شو کولای، چې په بشپړه توګه له سټرس څخه وتښتو، همدا دلیل دی، چې زموږ موخه نباید په بشپړه توګه د سټرس له منځه وړل وي، بلکې باید وکولای شو، چې نا اړین سټرسونه له منځه یوسو او پاتې نور په سمه توګه مدیریت کړو.
 
د سټرس د رامنځته کېدو دلیلونه
سټرس کولای شي د بېلابېلو دلیلونو له امله رامنځته شي، چې د «سـټرس زېږونکو لاملونو» په توګه پېژندل کېږي، تر ډېره بریده دا پېښه د افرادو په اخلاقي ځانګړتیاوو، فکري بېلګو او عادتونو پورې تړلې ده، په بله وینا، ښایي هغه شرایط، چې د یوه کس بدن له سټرس څخه مالامال کوي، په بل کس باندې هېڅ اغېزه ونه لري، خو یو لړ ځانګړي شرایط شتون لري، چې تر ډېره په افرادو کې سټرس رامنځته کوي او کله وخت شدت یې په دې اندازه دی، چې کولای شي د وخت په تېرېدو سره هغه شخص له پښو وغورځوي.
 
ډېری کسان د دنده ایزو شرایطو، اړیکو، مالي ستونزو، ناروغۍ یا ډېرې بوختیا له امله د سټرس تر فشار لاندې راځي، نو له سټرس زېږونکو لاملونو سره د مقابلې لپاره د مهارتونو زده کړه، د سټرس له کمښت سره ډېره زیاته مرسته کوي.
 
د سټرس چټکې آرامه کوونکې تګلارې
سټرس کولای شو، د بېلابېلو تګلارو په مرسته، په ښه توګه مدیریت کړو، د سټرس د مدیریت لپاره تر ټولو غوره پروګرام، معمولاً د هغو بېلابېلو موادو ترکیب دی، چې د «سټرس آرامه کوونکي» په نامه یادېږي.
 
قدم وهل او ورزش کول
که کله په شدید سټرس باندې اخته یاست او د هغه ځای د پرېښود شونتیا نه لرئ، نو د سمې ساه ایستنې په تمرینونو سره کولای شئ، ښه احساس پیدا کړئ، کله چې ستاسو بدن لا دېر اکسیجن تر لاسه کوي، کولای شي، په ډېرې هوساینې له خپل ځان څخه فزیکي فشار لیرې کړئ، د دې تګلارې ښېګڼه په دې کې ده، چې تل او په هر ځای کې کولای شئ، ترې ګټه پورته کړئ.
 
خپل ذهن ته لږ د «استراحت وخت» ورکړئ
که کولای شئ، څو دقیقې اجازه ورکړئ، چې ذهن ته مو بشپړه آرامتیا ورسېږي، د دې کار لپاره کولای شئ په خپل ذهن کې داسې انځور کړئ، چې ستاسو له نظره په یوه ښه، خوشاله او مینه ناک ځای کې یاست، د دې کار ترسره کول، ډېر زیات آسانه دی او ډېر ژر تاسو ته جسمي او روحي آرامتیا بېرته در ګرځوي، په پرله پسې تمرینونو سره کولای شئ په چټکه توګه له فشار زېږونکو شرایطو څخه را بهر شئ.
 
قضیې ته له بلې زاویې څه وګورئ
کله وخت هغه ډېر سټرسونه، چې زموږ په وجود کې رامنځته کېږي، هغه وضعیت ته زموږ د لیدلوري زېږنده دي، که وکولای شئ، هغو شرایطو ته له بلې زاویې څخه وګورئ، ښایي نورو نو ستاسو له نظره سټرس زېږونکي نه وي.