له کینه کښو کسانو سره څنګه چلند وکړو؟

د هغه چا بښل، چې ستاسو په حق کې یې بې انصافي کړې ده، آسانه کار نه دی، خو له هره پلوه ستاسو په ګټه دی.
 
کینه کول سربېره پر دې، چې ستاسو جسمي او روحي انرژي بېځایه مصرفوي، روغتیا ته مو هم زیان اړوي، خو ډېری کسان په هېڅ وجه نه شي کولای، چې د نورو له غلطیو څخه سترګې پټې کړي.
 
له کینه کښو کسانو سره د چلند تګلارې
په دې لیکنه کې له کینه کښو کسانو سره د چلند په تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، د هغه فرد پر وړاندې چې ستاسو په اړه یې په زړه کې کینه ساتلې، څه کولای شئ؟
 
بښنه غوښتل، له کینه کښو افرادو سره د چلند یوه له تګلارو څخه ده
که واقعاً مو کومه تېروتنه کړې ده، نو مسؤولیت یې ومنئ، اعتراف وکړئ، چې تېروتنه مو کړې ده او د جبران لپاره یې چې هرڅه کولای شئ، ترسره یې کړئ. که فکر نه کوئ، چې کومه تېروتنه به مو کړې وي، خو په پوهېږئ، چې مقابل لوری مو دا ډول فکر کوي، پرېږدئ، چې پوه شي، چې د هغه توپیري لیدلوري ته مو پام دی او البته په قصدي توګه د پام وړ ستونزې د رامنځته کېدو سبب نه یاست شوی، اجازه ورکړئ، چې مقابل لوری مو پوه شي، چې د رامنځته شوي وضعیت په اړه خواشینی یاست، حتا که فکر کوئ، چې تېروتنه تاسو نه ده کړې.
 
غوره ده، چې په یاد ولرئ، د هغه فرد کینه کښ کېدل، احتمالاً ډېر زیات دلایل لري
ښایي مور یا پلار یې په هغه باندې تل نیوکه کوله او هغه دغه راز هڅه کوي، د هغه درد پر وړاندې له خپل ځانه ساتنه وکړي، ښایي کوچنی ورور یا هم کوچنۍ خور یې هېڅکله نه رټل کېدل، په داسې حال کې، چې ده ته د کورنۍ له قوانینو څخه د هر ډول سرغړونې په خاطر سزا ورکول کېده، حتا له ټولو څخه بده دا چې هغه ته خپل کوچنی ورور یا هم کوچنۍ خور ور په یادوئ او په همدې خاطر تاسو ته سزا درکوي.
 
له بښنې غوښتلو او له خپل ځان څخه د دفاع لپاره له دلیل راوړلو وروسته مسئله پرېږدئ
که تل هڅه وکړئ، د هغې مسئلې په اړه لیدلوری مو د مقابل لوري د تائید وړ وګرځي، نو په هغه کې به د کینې حس پیاوړی کړئ. کینه کښ کس په ډېری مواردو کې، په پای کې له کینه کښۍ څخه لاس اخلي، کله وخت د دریځ دا بدلون ستاسو د چلند په بدلون سره، په چټکه توګه رامنځته کېږي، هڅه وکړئ، چې داسې ښکاره کړئ، چې د هغه شخص له غوسې څخه هېڅ خواشینی نه یاست او وګورئ، چې څه رامنځته کېږي.
 
وپوښتئ، چې د وضعیت د ښه کولو لپاره، څه کولای شئ، دا هم له کینه کښ فرد سره د چلند یوه له تګلارو څخه ده
کله وخت له بښنې غوښتلو سره ستاسو ښه نیت به بسنه وکړي، خو خپل ځان چمتو کړئ، ښایي ستاسو رییس د پلانکي رییس په څېر، حتا ستاسو له بښنې غوښتلو وروسته، ستاسو له تېروتنې څخه تېر نه شي او د وضعیت د لا بدتر کېدو لپاره لاره پیدا کړي.
 
ومنې که څه هم تېروتنه مو کړې ده، خو احتمالاً وضعیت دومره بد هم نه دی، لکه څنګه چې کینه کښ فرد یې ښکاره کوي، دا هغه څه نه دي، چې وغواړئ مقابل لوري ته یې ووایئ، خو لږ تر لږه کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، د خپل چلند په اړه واقع بینانه چلند ولرئ.