د پردې تر شا څه دي؟ څېړنه یې خپله وکړئ

که تاسو ته د کوم شخص په اړه د بل کوم کس خبرې او منفیات اورئ، نو د بل چا په قضاوت او پرېکړو تر ډېره بریده باور مه کوئ، دا چاره تاسې زیانمنوي او د دې لامل کېږي، چې پایله یې سور څراغ روښانه کړي.

هڅه وکړئ چې څېړنه خپله وکړئ، د بل چا څخه که جاج اخلئ، اخلئ یې؛ خو ډېر باور پرې مه کوئ، دا نړۍ همداسې ده، چې د پردې تر شا ډېر ړانده قضاوتونه او پرېکړې کېږي چې د بدمرغۍ لامل کېږي.

هڅه وکړئ چې د تل لپاره خپله څېړنه ترسره کړئ او دا په ډاګه کړئ، چې د پردې تر شا څه دي.

ډېری مهال حق د باطل ښکار کېږي، هغه همدا علت دی، چې واک نا اهلو یا هم بې وجدانو ته ورکول شوی او دا چاره د دې لامل ګرځي چې یو لوری پکې وپرځیږي او د ستونزو سره لاس او ګرېوان شي، حق یې تلف شي او په لوی لاس یې د زیان ښکار کړي.

د دې لپاره چې مثبته پایله یې را وباسئ، بیا اړ یاست چې خپله څېړنې ته ملا وتړئ او ټول اړخونه یې وسنجوئ، وڅېړئ او ښه غور پرې وکړئ، بې پرې اوسئ او د حق ملاتړ وکړئ، دا چاره تاسې د بریا تر کرښې رسوي.

هغوی چې د بریالیتوب په پړاو کې شامل دي، ډېرې هڅې یې ګاللي دي، ستونزو او ننګوونو سره مخامخ شوي او هېڅ وخت د تسلیمېدنې فکر نه لري، له همدې کبله ډېری مهال به له سختو پرېکړو سره هم مخامخ شوي وي، ګواښونو به هم په روحي ډول ربړولي وي او روان به یې هم اغېزمن شوی وي؛ خو بیا هم د حق تر شا ولاړ وي او بریالۍ پرېکړې کوي.

 دریالي خلک ډېر کار په خپله کوي او بیا هغه کارونه چې ډېر مهم وي، ترسراوی یې باید چې په هر قیمت وي، درېغ پرې نکوي، یو منظم پلان ورته ولري او ټولې ځانګړنې یې عملي کوي.

پای