له خپل ځانه کرکه لرم!؛ له خپل ځان څخه  د کرکې له احساس سره د مقابله کولو لار

موږ ټول د وخت په یوې ځانګړې برخه کې د ځان په اړه د کرکې احساس پیدا کوو، چې سرچینه یې د وخت په اوږدو کې ګڼ شمېر پېښې دي او باید د دې پېښو ریښه پیدا او له هغو سره مبارزه وکړو.
 
له خپل ځان څخه د کرکې احساس څه ته وایي او څنګه کولای شو، چې لیرې یې کړو؟
طبیعي ده، چې کله وخت د خپل ځان په اړه د کرکې احساس پیدا کړئ، خو ډاډه اوسئ، چې یوازې تاسو دا ډول نه یاست او نور کسان به هم د ژوند په ځینو شېبو کې تاسو ته ورته احساسات ولري.
 
ستاسو په اند د نړۍ څومره کسان د خپل ځان په اړه د کرکې احساس لري؟ د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ کابو دا کسان د نړۍ د نفوسو ګڼ شمېر کسان تشکیلوي، خو ستونزه دلته ده، چې څنګه له دې پېښو سره مبارزه وکړو؟ څېړنو څرګنده کړې ده، چې دا ستونزه د ډېره عمره کسانو په پرتله په ځوانانو کې زیاته ده.
 
له خپل ځان څخه د کرکې له احساس سره د مقابلې څرنګوالی
له خپل ځان څخه د کرکې له احساس سره د مقابلې لپاره، ډېرې آسانه او ساده تګلارې شتون لري، چې د دې لیکنې په دوام پرې رڼا اچول کېږي.
 
۱ ـــ لږ پرتله وکړئ
تل خپل عمر له نورو سره په پام کې ونیسئ او وګورئ، چې له کوم پلوه له هغو سره خپل ځان پرتله کوئ، په احتمالي توګه ډېری دا پرتلنې بېځایه دي.  
 
له نورو سره د خپل ځان پرتله کول او د دې کار څرنګوالی ډېر زیات مهم دی او انسانان معمولاً په سترو ټولنیزو ډلو کې ژوند کوي، د بریالي کېدو لپاره اړتیا لرئ، چې نورمال چلندونه ولرئ او خپلو عقایدو او باورونو ته پایبند واوسئ او دغه راز خپل چلندونه باید بررسي کړئ.
 
دا ده، چې پرتله کول مو په درد خوري، خو کله وخت افراد په پرتله کولو سره یوازې خپل ځان ته زیان رسوي او د ځان د درناوي مانا داده، چې هېڅکله خپل ځان کم مه ګڼئ، خو هڅه وکړئ له نورو سره د ځان په پرتله کولو سره خپلې ستونزې او سختۍ لیرې کړئ، چې یوازې ستاسو د پرمختګ سبب شي.
 
کله وخت افراد په پرتله کولو سره، یوازې په خپل ځان باندې باور را کموي او دا د دې سبب ګرځي، چې په ژوند کې خپل ارزښتونه نالیدلي وګڼي او په پایله کې اعتماد په نفس یې را کمېږي او په داسې مواردو کې باید له پرتله کولو څخه لاس واخلئ، ترڅو وکولای شئ، هغه له سمې لارې ترسره کړئ.
 
غیر واقع بینانه سیالۍ  
په حقیقت کې ځینې ځایونه، لکه ټولنیزې شبکې له جعلې او ملنډیزو انځورونو څخه ډکې دي او په دې مواردو کې دا انځورونه په هغو ښایسته ښځو پورې اړوند دي، چې متناسب غړي (اندامونه) لري، چې په حقیقت کې شونې نه ده او دا انځورونه د دې سبب ګرځي، چې ستاسو او د هغوی ترمنځ ناسمې پرتلنې وشي او په پایله کې په خپل ځان باندې باور مو راکمېږي، په داسې حال کې چې دا پرتله ډېره ورانونکې ده او تل دې موضوع ته دقت وکړئ، چې پرتله کول باید د هڅې ترڅنګ تاسو ته مثبت احساس هم درکړي.
 
فیډبکونو ته مو له پرتله کولو وروسته وګورئ، چې په چلند کې مو کومې ستونزې شتون لري او په ځینو مواردو کې پرتله کول، لکه: د دوستانو بریا او یا د همکارانو تخصصي درجه کولای شي مرسته کوونکې واوسي او پرته له دې غوره ده، چې له دې کاره لاس واخلئ.
 
۲ ـــ په ټولنیزو شبکو کې ډېر کم وخت مصرف کړئ
ټولنیزې شبکې زموږ په ژوند کې ډېر مهم رول لري او کله وخت د زیانونو په پرتله یې ګټې ډېرې وي، خو دا یوازې د سکې یو مخ دی، ستاسو د احساساتو او ټولنیزو شبکو ترمنځ اړیکه شتون لري، چې کله په افرادو کې د ژور خپګان او ځان وژنې سبب ګرځي.
 
کله چې یو کس له ټولنیزو شبکو څخه له بریده زیاته ګټه اخلي، نو په احتمالي توګه د ځان وژنه کولو شونتیا یې ډېرېږي او څېړنو څرګنده کړې ده، چې ځوانان په دې ټولنیزو شبکو خپل ځان ته زیان رسوي او هڅه کوي، چې خپل ځان له نورو سره پرتله کړي او له دې کار سره د مقابله کولو لاره داده، چې مناسبې ټولنیزې شبکې وپېژنئ او له دې شبکو څخه د ګټه اخیستلو لپاره موخه وټاکئ او خپل ځان له منفي احساساتو سره مه مخامخ کوئ او له خپل ځانه پوښتنه وکړئ، چې په دې شبکو کې څوک څارئ او له څارلو څخه مو موخه څه ده. آیا د دې کس له پوسټونو او لیکنو سره ښه احساس پیدا کوئ یا نه؟ په دې صورت کې محتوا یې وڅارئ او که نه غوره ده، چې په خپل ځان کې د منفي احساساتو له را څرګندېدو څخه مخنیوی وکړئ.
 
۳ ـــ له منفي افکارو سره مقابله
له خپل ځان څخه د کرکې له افکارو او احساساتو سره ټول انسانان مخامخ کېږي، خو پوښتنه دلته را پیدا کېږي، چې دا افکار څومره ځواکمن دي، څېړنو څرګنده کړې ده، چې د حقیقت پراخه برخه زموږ د افکارو پر بنسټ ده، چې زموږ پر عواطفو او احساساتو باندې اغېزه ښندي.  
 
د افکارو او حقیقت بدلون
له لاندې پروسې څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شئ، له خپل ځان څخه د کرکې په اړه خپل افکار مدیریت کړئ:
 
لومړی پړاو:
له دې موضوع سره آشنا واوسئ، چې افکار مو دمګړۍ حقیقت نه لري او دا افکار او آیډیاوې په یوه شېبه کې ستاسو له ذهن څخه تېرېږي.
 
دویم پړاو:
څه دا افکار حقیقت ولري او څه ښه وي یا بد، یوازې یوه نظریه ده، چې ستاسو ذهن ته راځي او اصلاً حقیقت نه دي.
 
درېیم پړاو:
منفي افکار مو وازمویئ، له خپل ځانه د دې منفي افکارو په اړه پوښتنه وکړئ او وغواړئ په اثبات یې ورسوئ، په دې کار سره به پوه شئ، چې دا افکار په بشپړه توګه بېځایه دي.
 
څلورم پړاو:
پروګرام جوړونه ولرئ، په ژوند کې خپل د بایدونو او نبایدونو لېست را منځته کړئ او هڅه وکړئ، چې ورته ژمن واوسئ، ترڅو وکولای شئ له خپل ځانه سم چلند ښکاره کړئ او منفي افکار درته را نشي.
 
پنځم پړاو:
تل یوې موضوع ته له مثبت لید څخه وګورئ.
 
شپږم پړاو:
خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او دغه راز خپل ځان ته درناوی وکړئ او هڅه وکړئ، چې خپله زړورتیا زیاته کړئ.
 
۴ ـــ مډیټېشن وکړئ
څېړنې څرګندوي، چې مډیټېشن کولای شي، افرادو ته مثبت احساس او په خپل ځان باندې باور ور وبښي او په بل عبارت، هغه کسان، چې مډیټېشن کوي، په خپل ځان باندې له ډېر باور څخه برخمن دي.
 
مډیټېشن یو ځل بیا افرادو ته د دې یادونه کوي، چې ارزښتمن انسانان دي او هرڅومره، چې په خپل ځان باندې یې باور لوړ وي، د منفي افکارو او له خپل ځان څخه د کرکې احتمال کمېږي او مډیټېشن دغه راز د دې سبب ګرځي، چې ذهن مو ډېر زیات تمرکز ولري او زموږ نیورونونه به ښه فعالیت ولري.
 
زموږ ډېری افکار، زموږ له بې شعوره ذهن څخه سرچینه اخلي او له موږ سره مرسته کوي، چې خپل بې شعوره ذهن او افکار مثبت کړو. په مډیټېشن کې افراد معمولاً په هره شېبه کې د بدن په یوې ځانګړې برخې باندې تمرکز کوي او دا د دې سبب ګرځي، چې هغې برخې ته ډېره هوساینه او آرامتیا ولېږدېږي.
 
۵ ـــ خپل ځان یو ستر اتل وګڼئ
کله چې له مهارتونو څخه مالامال واوسئ، نه شئ کولای، چې له ځان څخه د کرکې احساس پیدا کړئ، واقعاً د یو بل ترڅنګ د دې دواړو لرل ناشونی کار دی، نو هڅه وکړئ، چې د خپل ژوند تیارې په روښنایۍ باندې بدلې کړئ.
 
هر څوک کولای شي، چې په خپل ژوند کې یو ستر اتل وي او ستر اتلان ډېرستر شخصیتي ځواکونه لري او هغوی معمولاً خپلې مثبتې وړتیاوې نورو ته څرګندوي.