اړتيا نه شته چې د ناکامۍ په اړه اندېښنه وکړئ!
هره ناکامي يوه دردونکې تجربه ده چې په لنډه موده کې ماتې خوري، خو په اوږدمهال کې يې له مونږ سره مرسته کوي چې په راتلونکي کې ښه کارونه تر سره کړو، له ورته تېروتنو ډډه وکړو. ډيری ناکامۍ زمونږ لپاره نوي امکانات او هيله بخښونکي موقع په لاس راکوي تر څو خپل ژوند بدل او بيا يې پېل کړو.
اړتيا نشته چې د ناکامۍ څخه ويره ولرئ، ډيری مواردو کې ښايي د ناکاميو په اړه تاسو لږ خفه شئ ځکه چې د بريا او ناکامۍ تر منځ پرېکړه اکثرا ستاسو له وس څخه پورته وي خو تاسو بايد د خپل ټاکلي هدف ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه کړنه تر سره کړئ او له اوسط پورته يې ترسره کړي.
په هرصورت، تاسو بايد په ياد ولرئ چې ناکامي د نا اميدئ منطقي دليل دی او دا ممکن هغه پېښې چې ستاسو لپاره اړينې دي چې تر سره يې کړئ له منځه يوسي، نو ډيری هغه فکتورونه له منځه يوسئ چې د ماتې لامل مو کېږي. موږ هر يو په يو وخت کې يو ځل ناکامېږو، نو بيا ولې د هغې په اړه اندېښنه وکړو؟
کله چې تاسې د بريالي خلکو ژوند ته وګورئ نو پوه به شئ، چې د دوی د ناکاميو شمېر د دوی د ټولو لاسته راوړنو،برياليتوبونو او ارزښتناکو مرستو په پرتله څو ځلې ډېر وې.
ځينې نوموتي اشخاص چې له ناکاميو وروسته بريالي شوي په لاندې ډول يادولی شو:
- وان بيتوون د ۱۹مې پيړۍ مشهور موسيقار و يو وخت هغه ته وويل شو چې ستا موسيقي بريالۍ نه ده خو هغه بيا هم خپلې موسيقۍ ته دوام ورکړ تر څو د نړۍ مشهور موسيقار شو.
- ابراهم لينکلن په ۱۸۳۲ کې خپله دنده له لاسه ورکړه ، په ۱۸۳۳ کې په سوداګرۍ کې ناکام شو، اته وارې يې په ټاکنو کې ماتې وخوړه خو بيا هم د امريکا متحده ايالاتو شپاړسم رئيس جمهور په توګه بريالی او له نوموتو رئيس جمهورو څخه شو.
- توماس اډيسن ته ښوونکي وويل چې ته ډېر کند مغزه يې او نه شې کولی څه شی زده کړئ. هغه د ګروپ د رڼا کولو لپاره شپږ زره ځلې ناکامې لارې چارې ولټولې، خو بلا اخره يې نوم د نړۍ په اختراع کوونکو ليست کې وليکل شو.
- جان ګريشام لومړی ناول دولس وارې مسترد شو خو بيا هم د ګريشام ناولونه نن ورځ ترټولو غوره ناول په توګه پلورل کېږي.
- سټيون سپيلبرګ مخکې له دې چې تل لپاره ښوونځی پرېږدي د زده کړې لپاره معلولو ماشومانو په ټولګي کې ورته داخلېدو موقع ورکړل شوه چې وروسته د امريکا له مشهورو سينيمايي سکرپټ ليکونکو څخه و شمېرل وشو.
- مايکل جوردن د ښوونځي باسکټبال ټيم څخه ويستل شو ځکه چې هغه په باسکټبال کې هيڅ مهارت نه درلود خو اوس يې نړۍ د باسکټبال ستوري په نوم پېژني
په هرصورت، دا هغه ناکاميو له وجه و چې دې برياليو اشخاصو تجربه کړې وې او هغه تېروتنې چې دوی په خپل ژوندکې تر سره کړي وې له دوی څخه ستر او نړۍ مشهوره شخصيتونه جوړ کړل.
که دوي له ناکاميو سره نه وی مخ شوی هيڅکله به هغه څوک نه و چې نن ورځ پېژندل کېږي. هغه څوک چې په ژوند کې هيڅکله نه دي ناکام شوي هغه څوک دي چې نن ورځ يې هيڅوک نه يادوي، چا چې هڅه نه ده کړې کله هم ګټونکي شوي نه دي.
زه نه غواړم چې واضح کړم چې د ناکامۍ احساس څومره سخت دی، ځکه چې ځينې ناکامۍ ډېرې دردونکي وي او ډېره سخته ده چې مونږ بيا ودرېږو او د هغه څه لپاره هڅه وکړو چې مونږ يې خوښوو.
د ناکامۍ له امله مونږ غورځېږو او هر څه راته بې مانا څرګندېږي. ناکامۍ دومره بوګنونکي ده چې له هغې څخه لاصون ستونزمن وي او حتی انسان نا اميده کوي. خو هره ناکامۍ بيا موږ ته فرصت راکوي چې ژوند (بياپېل کړو)، منفي فکرونه پرېږدو، خپل ژوند د يوې بريالۍ راتلونکي پر لور بيا پلان کړو او تر ټولو مهمه دا چې له هرې ناکامۍ وروسته يوه بريالۍ پرېکړه وکړو.
هره ناکامي چې زمونږ فکر د فرصتونو له ضايع کولو، د بيا هڅې کولو او په مات ذهن د ژوند کولو توصيه راکوي مونږ دېته مجبوروي چې له مهمو تجربو څخه د خپل ارزښتناک راتلونکي پر لور قدم پورته کړو.
همدا پرېکړې دي، چې مونږ ته بيا ژوند رابخښي، له خپله ځانه مو خبروي، د خپلو جاموو څخه د ناکامۍ ګردونو پاکول را زده کوي او د ژوند خوبونه مو پر حقيقت بدلوي.
زه په ژوند کې څو ځله ناکام شوی يم خو ما ناکامي او ماتې ته ډېر اهميت نه دی ورکړی، د وخت په تېرېدو مې هېر کړي او اوسمهال چې راياد شي يواځې ورته خاندم.
کله چې ۹ کلن وم په ټولګي کې تقريبا ناکام شوی وم او د خپلو غوره ملګرو څخه جلا شوم ځکه چې ما د ګرامر په ښوونځي کې داخلېدو حق نه درلود، کوم چې يواځې د ممتازو زده کوونکو لپاره و.
زما د ټولګي ښوونکي زما مور او پلار ته وويل چې زه بايد دا ټولګي بيا تکرار کړم ترڅو د پوهې تشه مې ډکه کړم. خو ما د مخکې تګ لاره غوره کړه او له همدې امله زه ثانوي ښوونځي ته لاړم، زما درجه لوړه شوه او دوه کاله وروسته په دې وتوانېدلم چې په ليسه کې داخل شم.
اندېښنه کولی شي تاسو د سړک د لوحې په څېر فلج ودروي
زه کولی شم د خپل ژوند هغه ټولې ماتې او ناکامۍ وليکم چې زما په ذهن کې دي، د بېلګې په توګه کله چې زه له پامه وغورځول شوم، په ژوند وغورځېدم، په کار کې ناکام شوم، زما پلانونه ناکام شوي و او داسې نور، خو دا به د دې ليکنې کلمې ډېرې زياتې کړي.
خو هرې ماتې ما سره مرسته وکړه، چې ناکامي د ژوند د يوې ناګزيره برخې په توګه ومنم او د خپلو اوږو څخه يو دروند بار سپک کړم.
همدا راز ناکامي له ما سره مرسته وکړه چې د پخوا په پرتله ډير هغه فرصتونه تر لاسه کړم چې له پامه مې غورځولي وو او فکر مې کاوه چې دا خورا خطرناک دي يا د ناکامۍ سبب به مې وګرځي. سربېره پر دې يې له ما سره مرسته وکړه چې په هغه څه تمرکز وکړم چې ما خوښول او له هغه څه نه ځان لرې وساتم چې راته اړين نه دي.
که زمونږ هره کړنه د برياليتوب پر لور وي، مونږ به هغه څه ونه مومو چې مونږ ورسره په رښتيا هم مينه لرو او يا پوه شو چې همدا زمونږ برياليتوب و او دا شونې ده چې يوه ورځ تاسو ته دا حقيقت معلوم شي چې څه مو چې کړي ستاسو د اړتياو پوره کوونکي نه و.
له ناکاميو پرته، مونږ د خپل شخصيت په اړه کله هم دومره اندېښنه نه کوو، کله هم مونږ د ژوند ويره نه لرو تر څو يې پر وړاندې قوي اراده، زغم، استقامت او ځان په اړه فکر وکړو.
هره ناکامي مونږ ته هغه زده کړه راکوي چې په کتابونو کې نه موندل کېږي، د خپل ځان په اړه مو خبروی او د ملګرتيا هغه ارزښت راښايي چې زمونږ له تصور څخه پورته وي.
د خورا دردناکې ماتې او خنډونو وروسته چې مونږ کوم شی تجربه کوو هغه بيا راپورته کېدل دي چې، د پخوا په پرتله بايد خورا پياوړي اوسو، پوه او هوښيار شو او د ژوند خورا ارزښتناکه تجربې ترلاسه کړو.
په هغه څه ډير تمرکز وکړ چې مينه ورسره لرو، خپل ريښتيني ملګري وپېژنو - هغه ملګري چې په سخته کې مو تر څنګ درېږي.
"ما په خپل مسلک کې له 9000 څخه ډير شاټونه له لاسه ورکړي دي. شاوخوا 300 لوبې مې بايللې. په 26 موقعو کې د لوبې ګټونکي شاټونه په لاس راکړل شوي خو ما بېرته له لاسه ورکړي. زه په خپل ژوند کې څو ځله ناکام شوی يم او همدې ناکامۍ له امله زه تر برياليتوبه ورسيدم." ~ مايکل جوردن (د نړۍ مشهور باسکټبال لوبغاړی)
زه دا حقيقت منم چې زما ډيرې کړنې ناکامې شوي دي، همدارنګه د يوې موخې ترلاسه کولو لپاره زما ټولې هڅې ناکامې وې. مګر دوه شيان چې زه به يې هيڅکله ونه منم هغه دا دي، چې هيڅکله مې هڅه نه ده پرېښې او له ناکامۍ وروسته ناست شوی نه يم. د ناکامۍ ويره دومره دردونکي نه ده لکه څومره چې د موقع د لاسه ورکول ويرونکي ده.
فرض کړئ چې تاسو له يوې ناکامۍ سره مخ شوی، خو که چېرته مو په عادي ډول ونيوله نو دا به يواځې تاسو ته دا درس درکړي تر څو پوه شئ چې کوم څه سم نه وو کارول شوي، خو بيا هم دا ستاسو خپل انتخاب دی چې د دې معلوماتو څخه کار اخلئ، د کار چاره مومئ او يا په بشپړ ډول يو څه نوي پېلوئ او يا هم پرېږدئ چې ناکامي پر تاسو اغېزه وکړي او تل لپاره مو مات کړي.
له همدې امله ده چې مونږ بايد د ناکامۍ په اړه اندېښنه پرېږدو.
يو وخت يو ژورنالېست له توماس اډيسن څخه چې يو امريکايي مخترع و د هغه د پرله پسې ناکاميو په اړه پوښتنه وکړه څخه چې د برېښنا په کارولو سره يې د ګروپ رڼا اختراع کوله.
اډيسن په ځواب کې ورته وويل: ځوانه، ته نه پوهېږې چې زه ناکام شوی نه يم خو په برياليتوب سره مې هغه شپږ زره لارې وموندلې چې کار يې نه کولو!
لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، دا ټول د ليدلوري مسئله ده چې تاسو څنګه په ژوند کې د ناکاميو له ويرې ځان خلاصولی شئ ؟
ـــــــــــ
د ناکامۍ په اړه اندېښنه مه کوئ
ليکوال: ستيو ميولر
ژباړونکی: مير عالم شينواری