د عقل او شعور ترمنځ توپير 

     ايا د عقل او شعور ترمنځ توپير شتون لري، که يو توپير هم شتون ولري څه توپير به وي؟ 

دا پوښتنه هغه مهال رامنځته شوې چې د ذهن په اړه مطالعه کېدله او د دې څېړنې له لارې نه يواځې د ذهن، بلکې د عقل او شعور په اړه په زړه پورې موندنې وشوې. خو لومړی به دا په درې اساسي برخو وويشو. دماغ، ذهن او شعور، او بيا به د شعور او عقل ترمنځ توپير څرګند کړو.

۱. مغز - مغز د نيورونونو څخه جوړ دی. دماغ د آنتن او لېږدونکي په توګه کار کوي. نيورونونه په ټيټه کچه فزيکي سيګنالونه پروسس کوي (حس کول او حرکت کول) او لوړې کچې (انعکاسونه، توازن او نور) ته يې انتقالوي.

۲. ذهن - دا په عمده توګه له احساساتو څخه جوړ دی، دا ټول د باورونو، غوښتنو (تعريف او پوهې) په اړه دي. دلته پرېکړې کېږي، ستاسو د "ځان" مفهوم، تصورونه او نور ډير څه تر سره کېږي.

۳. شعور- شعور ستاسو د شتون په اړه پوهاوی، په طبيعت او چاپيريال ‎کې ستاسو د ځای په اړه پوهاوي په توګه تعريفېږي. دا ټول د ادراک، احساساتو، پوهاوي، وجدان او نورو په اړه دی.

 عقل
عقل مختلف ډولونه لري: عمومي، احساساتي او مصنوعي چې ډيری خلک يې په اړه نه پوهېږي او همدا دليل دی چې موږ د ډيرو شيانو سره مبارزه کوو نه يواځې د خپل ځان سره بلکې له نورو سره هم پرې کار کوو.
 
۱. موږ ټول عمومي عقل په اړه پوهېږو. عموما، دا د منطق د پوهېدو او د ستونزو د حل کولو وړتيا ده.

 ۲. احساساتي عقل - د افرادو هغه وړتيا ده چې خپل او د نورو خلکو احساسات پرې پېژني، د مختلفو احساساتو ترمنځ توپير کوي او په مناسبه توګه يې درک کوي.

 احساساتي عقل، هغه وړتيا منعکسوي چې خواخوږۍ او احساساتو په لړ کې فکر ته وده ورکوي او داخلي حرکات درک کوي.

 احساساتي عقل څلور ډوله وړتياوې لري:
 ا. د ادراک حس– د خپلو احساساتو په شمول د نورو په مخونو، انځورونو، غږونو او کلتوري آثارو کې د احساساتو د کشف او تشريح کولو وړتيا ده. د احساساتو پېژندل د احساساتي عقل بنسټيز اړخ استازيتوب کوي ، چې دا د احساساتي معلوماتو نور ټول پروسس ممکن کوي.

ب. د کارولو حس – د مختلفو ادراکي فعاليتونو د اسانتيا لپاره د احساساتو د کارولو وړتيا ده، لکه فکر کول او د ستونزو حلول. حساس خلک کولی شي په بشپړ ډول خپل فعاليتونه د بدلون پر لور تنظيم کړي 

ج. د پوهې حس - پر احساساتو د پوهېدو وړتيا او د احساساتو ترمنځ د پيچلو اړيکو درک کول. د بېلګې په توګه: د هغه احساساتو پېژندلو وړتيا چې حساسايتونو ترمنځ په لږ توپير سره د حساس کېدو وړوي او د پېژندلو او تشريح کولو وړتيا لري، چې احساسات څنګه د وخت په تېرېدو سره وده کوي.

د. مديريتي يا تنظيمونکی حس - په ځان او نورو کې د احساساتو تنظيمولو وړتياده. له همدې امله، هوښيار خلک ډير حساس وي، حتی منفي احساساتو پر وړاندې د ټاکل شوي اهدافو ترلاسه کولو لپاره يې ښه اداره کوي.

۳. مصنوعي عقل – د کمپيوټرسيستمونو تيوري او پراختيا ده، چې د دندو ترسره کولو توان لري، په نورمال ډول د انسان عقل ته اړتيا لري ، لکه د پردې ليد، د وينا پېژندنه، پرېکړه کول کول او د ژبو تر منځ ژباړه.

 شعور
دا چې شعور څه شی دی په اړه يې پراخه شريکه او بنسټيزه انګيزه شتون لري.
انساني شعور څه معنی لري؟
 اوس راځو چې دا په دوو (پوهه او ادراک) باندې وويشو. دواړه کلمې د ذهن سره تړاو لري، مګر دا ډېره مهمه ده چې بايد درک کوونکي يا ځېرک اوسئ نسبت دې ته چې په ښه او بدو په اړه اګاه اوسئ. کله چې د خپل ملګري اخلاقي کړکيچونو ته په زير سره غوږ ونيسئ نو ستاسو خپله پوهه به تاسو  د ښې مشورې در کولو پر لور سوقوي.

فيلسوفان د هغه شعور په ډولونو زيات تمرکز کوي چې په 'ذهن کې' واقع کېږي لکه:
ا. حساسو تجربو شعور - هغه غير معمول حس چې په تړاو يې يو څه شتون ولري يا په يو شخص باندې اغېزه ولري. د "اغيزو" مفهوم دا ډول شعور تصديقوي، لکه د معلوماتو احساسول.

ب. عملي شعور - پدې پوهېدل چې څنګه شيان ترسره کړئ، پدې پوهېدل چې څنګه 'لاړ شو'. لکه څنګه چې ليکوالانو لکه ويټګينسټين او مارکس يې بېلا بېل توپيرونه کړی، دا د "انساني ښکيلتيا بنسټ" دی.

ج.  فکري شعور - هغه موډل دی، چې خلک يې په لومړي دوه ډولونو کې منعکسوي. دا د متوسطې فلسفې توکي او ورځني فکرونه دي چې څه شوي او څه بايد وشي."

د. انعکاسي شعور- د انعکاس پر بنسټ منعکس کول دي او د وجود د په اساسي شرايطو کې د پوهی طبعيت تر پوښتنې لاندې راولي.

شعور تر ډيره بريده په حواسو پورې اړه لري،هوښيار سړی هغه دی، چې د خپلو حواسو څخه غوره ګټه پورته کړي. په حقيقت‎ کې عقل (حسي عقل) يو څه محدود دی، چې د يو ډول شعور پرته رسيدل ورته ناممکن دي.

 د تجربې پر اساس ډيری وختونه شعور د عقل سره شريک کېږي، کله ناکله دواړه سره ګډوډ هم شي.
ــــــــــــــــــــ
دغه ليکنه آکوسوا پيپراه کړې، چې ښاغلي مير عالم شينواري ژباړې