د انفلاسیون (قیمتي) سره د مقابلې ځینې لارې چارې

انډیپنډیڼټ اردو ورځپاڼې پر مخ ځینې داسې لارې چارې ښودل شوي چې کولی شئ په ډېرې هوساینې سره د توکو د ګرانښت له څپو تېر شئ.
 
په نړیواله کچه د اکراین کړکېچ د دې لامل شو چې په بازارونو کې د توکو نرخونه بې مخینې لوړ شي. له دې ستونزې زمونږ هېوادوال ځکه ډېر رنځېږي چې، له یوې خوا د لومړنیو توکو بیې له اسمان سره خبرې کوي او له بلې خوا په هېواد کې د بدلون او انقلاب په راتګ سره له تېر یوه کال راهیسې کاروبارونه هم نژدې په ټپه درېدلي دي او خلکو خپلې دندې له لاسه ور کړي دي.
 
نو سخته نه ده چې عاید و نه لرې او لګښت د تېر په پرتله څو چنده او د توکو قیمتونه لوړ وي؟!
په هر صورت، خو دا په دې معنی نه ده چې لاس تر زنې د حالاتو نندارې ته کېنو، یا د حکومت لخوا د کومې نوې ستراتېژۍ جوړولو ته په تمه شو. مونږ ټولو ته په کار ده چې په خپله د ځان لپاره داسې یوه لایحه جوړه کړو چې له ګرانښت سره په مبارزه کولو کې ګټوره ثابته شي.
 
نو پر دغه اساس دلته هغه وړاندې شوي موارد ستاسو مخې ته ږدو چې د ګرانۍ له دغو څپو په اسانه وتلو کې در سره مرسته کوي.
 
۱ـ پلان جوړ کړئ
انفلاسیون (قیمتي) په اصل کې د عرضې او تقاضا تر منځ د توازن د نشتون پایله ده، چې د حل غوره لار یې پلان جوړونه ده؛ که نه له اړتیا پرته لګښت او همدا راز د وخت او پیسو ضایع کولو ته لار پرانېزي.
 
په ټول ژوند کې په کار ده چې د کورنۍ بودیجې د ښې ادارې لپاره یو ترتیب ولرئ ولې اوسنیو حالاتو کې خو بیخي اړتیا ده.
که بازار ته د خریدارۍ لپاره ځئ، هغه شیان فهرست کړئ چې اړتیا ور ته وي، دا ستاسو سره مرسته کوي چې د غیر ضروري شیانو له اخستو مو را وګرځوي او بله دا چې کولی شئ ټوله سودا په یو ځل وکړئ؛ ځکه د څه شي هېردو او بیا تګ ته به موقع نه وي.
 
۲ــ د لګښتونو بیا کتنه
دا چې تاسو د بازار له ګرانښته څومره اغېزمن کېږئ، ستاسو د پیسو لګولو عادتونو سره مستقیم تړاو لري. نو اړینه ده چې لومړی د خپلو لګښتونو په اړه معلومات حاصل کړئ چې ستاسو عادتونه څه دي او کوم کوم ځای پیسې لګوئ؟
 
له ځانه و پوښتئ په کومو څېزنو چې پیسې ور کوئ، ایا واقعاً اړتیا ور ته لرئ که د عادت له مخې در څخه لګول کېږي؟
 
۳ــ له ترانسپورټه یې و ګرځوئ
تر ډېره عامه ترانسپورټ و کاروئ، مثلاً کابل کې د وړو موټرو پر ځای مارسډیز یا بسونو کې لاړ شئ. که مارکېټ یا هغه ځای چې له کوره مو ډېر واټن و نه لري پیاده مزل و کړئ یا کولی شئ بایسکل څخه ګټه واخلئ، چې دا چاره ستاسو روغتیا ته هم ګټه رسوي.
 
ټکسیوانان د دې لپاره چې تېل یې لږ مصرف شي کولی شي لارې و پېژني چې کومې لارې ګڼه ګڼوه یا د بندېدو ستونزه نه لري.
 
۴ــ د امکان تر حده د وارداتي توکو له اخستلو ډډه وکړئ
سره له دې چې وارد شوي توکي د یو هېواد اقتصادي بډاینه زیانمنوي، خو ورته مهال د یو عام صارف پر جیب هم بوج کېږي. د دې ډول محصولاتو د ګرانۍ عمده دلیل د وارداتو مالیې او نامتو برانډنو له امله وي.
 
نو د خریدارۍ پر وخت پروډکټ ته پام و کړئ، که کورني پیدا کېږي بهرنیو ته زړه مه ښه کوئ.
 
۵ــ د خوراک او څښاک له توکو بچت وکړئ
مثلاً تازه سبزي دومره واخلئ څومره ته چې اړتیا وي او ستاسو بس شي، پر هغو خوړو تمرکز وکړئ چې ساده وي او مصرف پرې کم راځي. مطلب کې راځي چې د مېرمنو دا عادت دی چې په هر ډول خوړو کې بې اندازې  پیاز او بانجان رومي اچوي. حال دا چې په ځینو خوړو یا سبزیجاتو کې نه ټماټر ته ضرورت وي او نه هم پیازو ته او دغه راز هر دیګ ته د ذائقې لپاره رنګا رنګ مصالحې اچول هم کوم شدید ضرورت نه دی.
 
ورځپاڼه وايي، د ساده خوراکونو له ډلې ښه مثال افغاني خواړه ور کولی شو چې یوازې  په بانجان رومیو او پیازو کې پخېږي خو بیا هم ښه خوندور وي.
 
۶ــ عادتونه بدل کړئ
په کور کې مه پرېږدئ چې له اړتیا پرته پکی چالان وي او یا برښنا لګېدلې وي. اوبه بې ځایه مه مصرفوئ، د کور لپاره هغه څه واخلئ چې واقعي ضروري وي نه شوق او عادت.
 
۷ــ چنه و وهئ
بله اغېزمنه لار چې کولی شئ پر خپله بودیجه کنټرول ولرئ، د توکو د پلورلو پر مهال له پلورنکي سره چه و وهۍ. د بیې له پوښتلو سره سم څه چې پلورنکی وايي، مه یې منئ او بله خبره دا چې چنه وهل د سنت طریقه ده؛ ځکه مسلمان ته باید خپل مال ارزښتمن و اوسي.
 
۸ــ د ډېرو پیسو له ګرځولو ډډه وکړئ
له ځان سره ډېرې پیسې مه ګرځوئ، هر وخت د دې امکان شته چې در څخه مصرف شي یا بله کومه ناوړه پېښه در سره وشي، له ځان سره دومره پیسې و ګرځوئ چې تاسو ور ته په ورځني ډول اړتیا لرئ. ښايي تجربه کړي مو وي، چې کله وخت که تاسو پیسې و نه لرئ ضرورت هم ور ته نه پیدا کېږي او کولی شئ بې پیسو یا پر کمو پیسو ډېر وخت ګوزاره وکړئ.
 
۹ــ له دندې سره یو بل کار هم ولټوئ
که دنده لرئ داسې یو کار چې د ادارې پر پالیسئ کوم اثر و نه لري، نو د عاید لپاره لارې ډېرې کړئ. چې هر ډول کار تاسو ته مناسب ښکاري، موټرواني، معلمي، یا بل کوم کار وي....