په پښتو ژبه کې به مو دا متل اورېدلی وي، چې نیت صفا، منزل اسان. دا ښکاره او ثابته شوې بېلګه ده، چې په ټولنیز ژوند کې د پاک نیت درلودل مو تر منزله رسوي او په تمامه مانا د یو روښانه راتلونکی زیری درکوي.
د اسلام سپېڅلي دین هم مسلمانانو ته د پاک نیت په خپلولو ټینګار کړی دی. د یو حدیث شریف مفهوم دی، چې ټول عملونه د نيت پورې تړلي دي.
له همدې کبله مسلمانانو ته لارښوونه شوې ده، چې په ورځنیو چارو او ټولنیز ژوند کې له پاک نیت او خلوص ګټه واخلي، له بد نیتۍ او حرص ډډه وکړي او په ټوله کې مینه او خلوص ټولنې ته وړاندې کړي.
موږ او تاسو چې په ټولنه کې ژوند کوو، نو هرو مرو به یو کار تر سره کوو. که په دنده کې ياست او که خپل شخصي کارونه ترسره کوئ؛ نو غوره خبره دا ده، چې خپل نيت او اراده مثبته او پاکه ولرئ.
که هر سهار خپلې دندې ته درومئ؛ نو بايد دا نیت ولرئ چې د ټولنې د خدمت او د الله تعالی رضا او د خلکو ته خدمت ترسره کوم؛ نو کارونه به دې څښتن تعالی ټول سم او مثبت راوان وساتي او برکات به پکې واچوي.
کومه ګټه يا حق الزحمه چې د کار يا د ندې په مقابل کې تا ته درکول کيږي، هلته خو هسې هم درکول کيږي، چې ته کار يا فعاليت کوي؛ نو نيت چې د صفا او خاص د الله تعالی رضا او خوشالي وي؛ نو هغه د چا خبره (هم ثواب او هم خورما) دوې ګټې به وکړئ.
پای
وروستي