ماشوم ته د (نه) ویلو لپاره اووه قوانین

ـــ د خپل ماشوم حواس ګډوډ کړﺉ.
کله چې د ناسم کار د ترسره کولو په حال کې دی، هغه ته ووايئ، چې راځه یو نوی کار ترسره کړو یا ووايئ، راځه وګوره، چې زه څه کوم؟!

ـــ یوازې هغه وخت ماشوم ته مو نه ووایﺉ، چې خپل ځان یا نورو ته د زیان اړولو په حال کې دی او له هغه څخه وغواړﺉ، چې دا کار ونه کړي.

ـــ له مثبتو کړنو څخه ګټه واخلئ.
د بېلګې په توګه: پر ځای د دې چې ووایئ، په لندو لاسونو د کتاب پاڼې مه اړوه، ووایئ، چې لومړی دې لاسونه وچ کړه بیا د کتاب پاڼې اړوه.

ـــ د ماشومانو محدودیتونه مه اعلانوﺉ، په عمل کې یې ښکاره کړﺉ.
کله چې د یوه جوړه جامو د پیدا کولو لپاره د المارۍ د ګډوډولو په حال کې دی، پر ځای د دې، چې ووایئ المارۍ مه ګډوډوه، ووایئ، چې د خپلو جامو له پیدا کولو وروسته المارۍ بېرته ترتیب او تنظیم کړه.

ـــ ماشوم ته مو د ټاکنې حق ورکړﺉ.
پرځای د دې، چې ووایئ، نه نن پارک ته نه ځو، ووایﺉ، چې پارک ته د تللو پر ځای کولای شو، چې بایسکل ځغلونه وکړو.

ـــ د هغه لپاره مخکې تر مخکې قوانین په ښه توګه مشخص کړﺉ، ترڅو اړ ونه اوسﺉ، چې په پر له پسې توګه نه ورته ووایئ. 

ـــ خپلې خبرې ته بدلون مه ورکوﺉ.
ماشوم مو باید دا زده کړي، چې نه د نه په مانا ده او هېڅ څیز نه شي کولای، چې دې نه ته بدلون ورکړي.