په اوسنۍ عصري نړۍ کې ډېر داسی وسایل شته چې موږ د یو نوي څيز د اختراغ اوجوړښت او نوښتونو څخه پر وخت خبروي، چې زموږ ورته هېڅ فکر نه وي.
دا ممکنه ده چې په اوس وخت کې د انټرنټي نړۍ په شتون کې ډېری لوستوال داسې په زړه پورې او کټور معلومات او مطالب شته، چې زموږ د زده کړو او د ژوند په ډېرو مواردو کې مو مالومات سېوا کوي.
له همدې کبله اړینه ده چې روزمره له بېلابېلو نوښتونو او اختراعاتو ځان خبر کړئ. د دې لپاره اړینه ده چې لازم وسائل په پام کې ولرئ. که تلویزون لرئ، ډېری چینلونه داسې پروګرامونه هرو مرو لري، چې د نوښتونو څخه برخمن وي او ګڼ شمېر مالوماتي، ورزشي، تفریحي، روغتیايي، فرهنګي او د بېلابېلو نورو برخو اړین، ګټور او پر مفهوم مطالب پکې په ډېر شانداره ډول خپروي، چې د لیدونکو له خورا جذابیت سره مخ کېږي.
که تلویزون نه لرئ، بیا هم مه اندېښمن کېږئ، ننۍ عصري نړۍ کې ډېری ځوانان ځيرک تیلفونونه لري، چې یوازې ورسره بلدتیا او اشنايۍ ته اړتیا لري، ورسره په څنګ کې یوې نړیوالې ژبې ته، که دا چاره مو په وس پوره وي، بیا مو له وړاندې وګټله او ژر ده چې ډېری نړېوالۍ مهمې وېبپاڼې وڅارئ، د یوټیوب مالوماتي او مخکښ چینلونه روزمره وګورئ او له ارزښتمنو مالوماتو یې ځان برخمن کړئ.
د نوښتونو څخه ځان خبرول ستاسو په روان کې یو ډول د هڅوونې انګېزه رامنځته کوي او خپلو چارو سره مو مینه او لېوالتیا ډېروي.
پای
وروستي