د خلاقیت په اړه اوولس ټکي، چې باید پرې پوه شئ

هرومرو تر دې دمه مو د خلاقیت په اړه ډېر څه لوستي او اورېدلي دي، د دې اصطلاح لپاره بېلابېل تعریفونه شتون لري، خو حقیقت دا دی، هغه څه مو چې د خلاقیت د تعریف په توګه اورېدلي دي، سم او دقیق نه دي، داسې تصور وکړئ، چې غواړئ د خلاقیت او په بېلابېلو او په زړه پورې تګلارو سره د کارونو د ترسره کولو په اړه یوه ځوان ته سپارښتنې کوئ، دا نو هغه وخت دی، چې متوجه کېږئ، تعریف مو ډېر دقیق نه دی، په دې لیکنه کې د خلاقیت په اړه سپارښتنې ولولئ، له هغې وروسته کولای شئ له خپل ځانه کم عمره کسانو ته د خلاقیت په اړه خبرې وکړئ.  
 
۱ ـــ تاسو د نورو په اندازه خلاق یاست
ډېری کسان په دې اړه شک لري، چې خلاق انسانان دي یا نه؟، خو د فکر دا بڼه په بشپړه توګه ناسمه ده. له اغراق پرته ټول انسانان خلاق، هوښیار او پیاوړي دي، خلاقیت یوازې د هنري آثارو په رامنځته کولو لکه پیکاسو یا د موسیقۍ په غږولو لکه باخ، پورې نه محدودېږي.
 
ښایي یوه مور د خپل ماشوم په روزلو کې له نوې او خلاقانه تګلارې څخه ګټه واخلي، نو هغې یو خلاقانه تګلاره خپله کړې ده، ډېر نور فعالیتونه، چې عادي تر سترګو کېږي، په دقیق ډول همداسې دي. تاسو کولای شئ په خپلو اړیکو، د ستونزو په حل او ډېرو نورو کارونو کې خلاق واوسئ او په توپیري تګلاره کړنې ترسره کړئ.
 
هېڅکله خپل ځان کم مه ګڼئ، تاسو په هماغه اندازه خلاق یاست، لکه څنګه چې نور انسانان دي، یوازې هغه مقامونه چې زموږ د هریوه خلاقیت پکې څرګندېږي، له یو بل سره توپیر لري.
 
که چېرې په کارونو او دندو کې مو خلاقیت نه لیدل کېږي، دلیل یې د خلاقیت نه شتون نه دی، بېلابېل دلایل، لکه د انګېزې نه شتون کولای شي د خلاقیت د ماشین د ګُل کېدو سبب شي.
 
۲ ـــ د خلاقیت په ارزښت باندې پوه شئ
ښایي هغه کار چې ترسره کوئ، د خلاقیت د راڅرګندېدو شونتیا په واک کې در نه کړي، کله وخت په ژوند کې شونې ده، چې له دا ډول شرایطو سره مخامخ شئ، په دې وخت کې په هغو پایلو باندې، چې لا ډېر خلاقیت په واک کې درکوي، حساب وکړئ.
 
په بېلابېلو بڼو د کارونو د ترسره کولو لپاره هڅه او له خلاقیت څخه ګټه اخیستنه، د دې سبب ګرځي، ترڅو له ځانه غوره کړنې څرګندې کړئ، نوې څېړنې څرګندوي، هغه کارمندان، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې له ډېر خلاقیت څخه ګټه اخلي، د چارو په پرمخ بیولو کې ښه ګډون او کړنې لري، خلاقیت له اصلي دندو سره د نورو کارونو په ترسره کولو سره څرګندېږي، دلیل یې دا دی، هغه اړخیز کارونه، چې د اصلي پروژو تر څنګ څارل کېږي، ډېر کم خطر لري او په تاسو باندې ډېر زیات فشار نه راولي، په همدې خاطر د لا دېر خلاقیت د څرګندېدو سبب ګرځي، دا کارونه د کم خطر د لرلو امله ستاسو د محدودیت سبب نه ګرځي او ډېر زیات خوندور دي، نو هغه اړخیز کارونه، چې ستاسو خلاقیت راپاروي، خوند، لږ ریسک او ډېر کم کاري فشار لري.
 
۳ ـــ د خلاقیت ځواک د پیاوړتیا لپاره مشخص پروګرام ولرئ
سامرست موام یو نوموتی لیکوال دی، چې د ورځې په مشخص ساعت کې یې ډېر خلاقیت درلوده، هغه ادعا کړې ده، چې تل د سهار په نهه بجو له ډېر خلاقیت سره مخامخ شوی دی او ډېرې ښې نظریې ذهن ته راغلي دي.
 
ښایي لږ عجیبه وي، خو د لا ډېر خلاقیت او له دې ځانګړتیا څخه د ګټه اخیستنې لپاره باید یو منظم پروګرام جوړ کړئ او د یوه پروګرام په لرلو سره د خلاقیت اغېزناکې تګلارې ته ننوځئ. غوره ده، په خپل ځان کې د خلاقیت د پیاوړتیا لپاره د ورځې یو مشخص وخت په پام کې ونیسئ.
 
ښایي تصور وکړئ، خلاقیت په ناڅاپي توګه او له کوم پروګرام پرته په تاسو کې را څرګند شي، خو حقیقت بل څه دی، د خلاقیت لپاره په جوړې شوې تګلاره کې، له هغو بېلابېلو ټاکنو سره، چې شتون لري د خلاق او نوښتیز تفکر شونتیا را منځته کېږي، نو تل د خپل خلاقیت په جوش راتلو لپاره هڅې وکړئ.
 
که فکر کوئ، چې باید په کور کېنئ، ترڅو په ناڅاپي توګه خلاقیت درته راشي، نو د راتلو احتمال یې کابو ناشونی دی، په حقیقت کې ورځنی او دوامداره پروګرام ستاسو د مغز د فعالیتونو د پیاوړتیا سبب ګرځي، سربېره پر دې په مغز کې مو عصبي اړیکې پیاوړې کېږي، چې د خلاقیت له پرمختګ او جوش سره مرسته کوي.     
 
۴ ـــ له محدودیتونو سره مخامخ شئ
ښایي لږ سخته وي، خو ډېری کسان وایي، چې انسان په محدودیتونو کې پخېږي، هغه محدودیتونه، چې ستاسو د پرمختګ په مخکې خنډ ګرځي، د وخت، انرژۍ او د سرچینو د کمښت محدودیت دی.
 
هرڅومره، چې د خلاقیت د راڅرګندېدو لپاره لږ وخت ولرئ، نو له چاپېریال سره ستاسو د سمون شونتیا به ډېره شي. په زړه پورې ده پوه شئ، ډېری هنري فعالیتونه په ډېر کم وخت کې ترسره کېږي.
 
هغه ښې او فوق العاده نقاشۍ، چې په چټکه توګه انځورېږي او هغه بېلابېلې طرحې، یوازې په څو ثانیو کې په شاهکار باندې تبدلېږي، دا ټول د دې ښکارندویي کوي، چې محدودیتونه نباید د خلاقیت په لاره کې خنډ وګرځي.
 
۵ ـــ ماتې وخورئ، خو هېڅکله مه درېږئ
وېره زموږ اصلي دښمن دی، ډېری کسان له ماتې او دغه راز د خپلو نظریو له څرګندولو څخه وېره لري، د نورو له قضاوت څخه ډارېږي، ډېرې زیاتې وېرې شتون لري، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې اقدام له بل هر کار څخه مهم دی.
 
باید له خپلو وېرو سره مخامخ شئ او جرات وکړئ، چې لومړنی ګام پورته کړئ، ښایي ستاسو د هڅې پایله ډېره د پام وړ نه وي، یا حتا کار مو په بریالۍ توګه ترسره نه کړئ؛ مهمه داده، چې جرات وکړئ او په یوه تګلوري باندې ګام پورته کړئ.
 
دا کار څرګندوي، چې تاسو له نورو څخه مخکې یاست، په هرصورت کې یې تاسو خلاقانه تګلارې ته ننوتلی یاست، ښایي د خلاقیت په برخه کې لوړ مقام ونه لرئ، خو د پرمختګ ځای لرئ او کولای شئ مخ پر وړاندې حرکت وکړئ، کله چې د وېرې لپاره یوه تګلوري ته داخل نه شئ، نو لټي او ځای پرځای درېدل مو په ټول بدن کې د ناروغۍ په څېر خپرېږي.
 
۶ ـــ خلاقانه نظریې څرګندې کړئ
باید خپلې خلاقې او ښې نظریې څرګندې کړئ، ښایي د یوې نظریې د مطرح کولو پایله چندان په زړه پورې نه وي یا پایله په ذهن او د کاغذ پرمخ له عمل څخه ډېره غوره وي، خو مهم اقدام دی.
 
باید وکولای شئ، چې د خپلو نظریو د څرګندولو جرات ولرئ او د خپلو افکارو په آزادولو سره، هغه ښې او نوې آیډیاوې چې ذهن ته مو راځي، څرګندې کړئ.
 
۷ ـــ خپل سبک او تګلاره وپېژنئ
په هره برخه کې چې فعالیت کوئ، په هغه کې تمرین وکړئ، دا تمرین د خبرونو، بېلابېلو مطالبو او دغه راز ستاسو د لېوالتیاوو د څارلو له لارې ترلاسه کېږي، لکه د مقناطیس په څېر بېلابېل مطالب خپل ځان ته را جذب کړئ.
 
د دې لپاره، چې خپله سلیقه پیدا کړئ، ولولئ، واورئ او وګورئ، په دې تګلارې سره د سبک او تګلارې څښتن ګرځئ، کله چې په دقیقه توګه پوه شئ، له کومو څیزونو سره لېوالتیا لرئ او کوم څیزونه درته په زړه پورې نه دي، په غوره توګه کولای شئ، چې خلاقانه کارونه ترسره کړئ او د خلاقیت د څرګندېدو لپاره فکر وکړئ.
 
۸ ـــ د الهام بښونکو څیزونو په لټه کې واوسئ
له هغو څیزونو سره خپل ځان مخامخ کړئ، چې درته الهام بښونکي وي، باید وګورئ، چې کوم څیزونه ستاسو لپاره ډېر زیات الهام بښونکي کېږي. ځینې کسان د ناهیلۍ په وروستي برید کې، خلاقانه نظریو ته لاسرسی پیدا کوي او د ځینو نورو ورځنۍ خیالبافیانې د دې سبب ګرځي، چې د خلاقیت چینه یې په جوش را شي.
 
خلاق لیکوالان او هنرمندان په دې باندې پوهېږي، چې څنګه خپله د خلاقیت تګلاره مدیریت کړي، دا له عادي کسانو سره د هغوی اصلي توپیر دی، دا کسان ډېر خلاق نه دي او دغه راز زیاتې آیډیاوې نه لري، بلکې په دې باندې پوهېږي، چې څنګه له خپلو آیډیاوو څخه ګټه واخلي، هغوی د نویو نظریو د ترلاسه کولو د وړتیا په پراختیا باندې په تمرکز کولو سره، د خلاقیت په لاره کې ګام پورته کوي.
 
تل باید نوي افکار او خلاقې آیډیاوې، چې ذهن ته مو راځي، یاددښت کړئ، ترڅو په یوه مناسب وخت کې ترې ګټه واخلئ. که وغواړئ، چې خلاقې سوژې مو په ذهن کې پاتې شي، په بشپړه توګه به له دې آیډیاوو څخه ګټه وانخلئ.
 
۹ ـــ د خلاقیت لپاره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړئ
اړیکه، پوهه او تجربه تر ټولو غوره لاس ته راوړنې ته مو رسوي، د پوهې او خلاقیت ترمنځ اړیکه هم ورته پایله لري. خلاقیت د بېلابېلو څیزونو ترمنځ د اړیکې د ټینګښت د وړتیا په مانا دی.
 
سټیو جابز وایي: خلاق کسان کولای شي د شیانو او مفاهیمو ترمنځ اړیکه ټینګه کړي، چې نور یې د درک کولو وړتیا نه لري، په همدې خاطر ښایي کله وخت فکر وکړي، کومې آیډیاوې یې چې څرګندې کړې دي او له هغو څخه هر کلی شوی دی، په بشپړه توګه بدیهي او روښانه دي او د نورو ستایلو ته اړتیا نه لري.  
 
پوهان وایي، خلاقیت هغه مهال څرګندېږي، چې د مغز بېلابېلې برخې یوه له بلې سره اړیکه ټینګه کړي.
 
۱۰ ـــ سالمه سیالي ولرئ
په هغه ټولي کې اوسېدل، چې تاسو یو تر ټولو غوره او ځیرک حاضر فرد یاست، درته هېڅ ګټه نه لري، دا جمله ډېره زیاته ژوره ده او دا ښکاره کوي، چې تل باید د پرمختګ په لټه کې واوسئ.
 
کله چې داسې احساس وکړئ، چې له ټولو څخه غوره یاست، نو د ودې او پرمختګ لپاره به هېڅ انګېزه ونه لرئ؛ خو د هغو کسانو په منځ کې اوسېدل، چې ستاسو په پرتله غوره کړنې ترسره کوي او ډېره وړتیا لري، د دې سبب ګرځي، چې په یوه سالمه سیالي کې مېشت شئ او د پراختیا لپاره خپله هڅه او تمرکز لاپسې زیات کړئ.
 
۱۱ ـــ اړیکې مو مدیریت کړئ  
هرومرو مو اورېدلي دي، ستاسو چلند هغو پنځو کسانو ته ورته دی، چې له هغوی سره مو ډېره ملګرتیا او خواله لرلي دي، نو ستاسو چلند به د هغوی د چلند پایله وي.
 
باید وګورئ، چې له څه ډول کسانو سره ملګرتیا او ناسته پاسته لرئ، کله چې شاوخوا ته مو خلاق او الهام بښونکي خلک وي، نو په بشپړه توګه په تاسو باندې به مثبته اغېزه ولري او د دې سبب ګرځي، چې ستاسو د خلاقیت چینه هم په جوش راشي.
 
۱۲ ـــ د خلاقیت د څرګندولو لپاره باید جزئیات لیدونکی ونه اوسئ
د خپل خلاقیت د ځواک د ډېرښت لپاره هڅه وکړئ، له جزئیاتو لیدونکي اوسېدو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې د خلاقیت د څرګندولو لپاره د ذهن د پارېدو مخه نیسي.
 
خلاقانه تګلارې ته د ننوتلو لپاره یوه چوکاټ او لر لید ته اړتیا لرئ، کله چې تل د پایلې او د نورو د نظرونو په لټه کې واوسئ، نو د خلاقیت د څرګندولو لپاره به هېڅ توان ونه لرئ.
 
۱۳ ـــ په خپل یوازېتوب کې د خلاقیت د څرګندولو په لټه کې واوسئ
په دې باندې باید پوه شئ خلاقیت په انفرادي افکارو کې په ډوبېدو سره رامنځته کېږي، که څه هم همکاري او ډله ایز فعالیت ډېر ګټور دی او کولای شي، په ذهن کې مو نوي نظریات او افکار رامنځته کړي، خو د تر ټولو غوره آثارو د رامنځته کولو لپاره باید له خپل ځان سره یوازې شئ او په یوازې توګه پایلې ته ورسېږئ.
 
که د یوه هنرمند ځوان په توګه د رامنځته کولو په تګلوري کې مو ګام پورته کړی دی یا په هر مقام کې د خلاقیت د څرګندولو په لټه کې یاست، باید د خپل یوازېتوب په ارزښت باندې پوه شئ او په آرامتیا او سکون کې رامنځته کول پیل کړئ.
 
۱۴ ـــ یوازې یې پیل کړئ  
د کاروبار د نړۍ ډېری هنرمندان او لویان وایي، مثبتو پایلو ته د رسېدو لپاره باید لومړنی ګام پورته کړی او یوازې یې پیل کړئ، د لارې له پیلولو وروسته، د هغه تګلوري د بشپړولو لپاره د مشخص وخت په ټاکلو سره، کوم چې پیل کړی مو دی، مخ پر وړاندې حرکت وکړئ، البته په یاد تګلوري کې د خپل پرمختګ د بیا کتنې او سنجش شونتیا وګورئ.
 
۱۵ ـــ د خلاقانه آثارو وړاندې کول او نورو ته یې ورښکاره کول
د خوښۍ او خوشالۍ پرمهال زموږ په مغز کې د ډوپامین په نامه یوه کېمیاوي ماده ترشح کېږي، چې موږ ته ډېر ښه احساس را په برخه کوي، له غوره پایلې سره د خوندورو کارونو ترسره کول، د ډوپامین د ترشح کېدو سبب ګرځي.
 
کله چې یو خلاقانه کار ترسره کوئ او هغه نورو ته د نندارې لپاره ږدئ، د خوښۍ او خوند ډېر زیات احساس به تجربه کړئ، نو باید په دې باندې پوه شئ، چې د خلاقیت د تګلارې یوه مهمه برخه، د هغو وړاندې کول او خلکو ته یې ور ښکاره کول دي.  
 
۱۶ ـــ په موخه ایزه توګه بېلګه اخیستنه وکړئ
کله وخت په خپل ذهن کې ځینې آیډیاوې لرئ، چې د ترسره کېدو په پړاو کې ښې پرمخ نه ځي، یوه له تګلارو څخه، چې د هغې پرمټ کولای شئ، مثبتې او خلاقې پایلې ته ورسېږئ، له بریالیو کسانو څخه بېلګه اخیستنه ده، په دې لړ کې د شخصي سبک او تګلارې د پیدا کېدو شونتیا رامنځته کېږي، ډیری هنرمندانو په شعوري ډول د ځان لپاره د افسانې په غوره کولو سره په خورا بریالیو خلکو بدل شوي دي، نو باید په شعوري ډول د غوره بېلګو په لټه کې واوسو.
 
۱۷ ـــ خپل د خوښې وړ کارونه ترسره کړئ
هېڅ فرد به تر فشار لاندې د خلاقیت د رامنځته کولو لپاره کومه انګېزه ونه لري، هڅه وکړئ، خپل د خوښې وړ کارونه ترسره کړئ، چې د خوشالۍ سبب مو ګرځي، په دې صورت کې به د پرمختګ او د خلاقیت د څرګندولو شونتیا ډېره وي.
 
خوښي او خوشالي د دې سبب ګرځي، چې د کارونو د ترسره کولو لپاره ډېره انګېزه ولرئ او دا مسئله ستاسو د خلاقیت ځواک د څرګندېدو سبب ګرځي.