د خپل شخصیت په اړه بايد يو معقول او سم لیدلوری ولرو، که په ښونځي کې ياست نو د ښونځي دوره د پای ته رسېدو وړاندې د خپل ځان په اړه فکر وکړو، چې زه په کومه برخه کې تخصص کوم، تر دې هر څه دمخه دا اړینه ده چې لومړی ځان قضاوت وکړئ او وانګېرئ چې په کومه برخه کې وړتيا لرئ.
لیدلي به مو وي چې ډېری لوستوال هغه برخه کتابونه لولي چې له زړه ورسره مینه لري او په تمامه مانا لوست پر ځان اړین بولي. پر لاره یې هم لولي، جېب کې یې هم ګرځوي، که په ناڅاپي سفر روان شي، بیا هم نه خواریږي او په ځان بوج نه احساسوي، بلکې له ځان سره په کافي اندازه مواد لري، څو ذهن یې بوخت وساتل شي.
که دا هیله لرئ چې له ښوونځي د فراغت څه وروسته دې د خپلې خوښې رشته کې تخصص وکړئ، بیا اړ یاست چې له زړه یې ژوره مطالعه هم پیل کړئ، د پیل دمخه ورته په کافي اندازه چمتو والی لرئ، دا چاره تاسې ته تر ټولو ښه ګټه لا دا در رسوي، چې د یو غښتلي هوډ سره ټولګي ته ننوځئ، همدا دا بریالیتوب فکر دی او ژوند به مو په تمامه مانا ځکه در خوږ کړي، چې په راتلونکي کې به د خپلې خوښې پوهنځي دروازه په برياليتوب پرانېزئ.
پوهان وايي، انسان اړ دی، څو د خپل ژوند په اړه فکر وکړي او ښه بد یې وسنجوي، له همدې کبله هغه لوستوال چې غواړي، په ټولنه کې دې یو نوموتی او مطرح شخصیت ولري، بیا باید لومړی د شخصیت جوړونې په اړه فکر وکړي او خپل ټول تمرکز د خپلو چارو تر څنګ په خپلې کړنلارې وکړي، څو څنګه یې ښه او ژر بریالۍ ثابته کړي.
په خپل ځان بشپړ باور ولرئ، د هغه شخصيتونو چې تاسي ورسره مینه لرئ، د هغوی ژوند مطالعه کړئ. د هغوی په لاره پل کېږدئ. دا چاره تاسو برياليتوب ته نږدې کولای شي. هر کار شونی دی؛ خو که موږ او تاسي خپل همت، زحمت او بشپړ چمتووالی، تصميم او باور ولرو.
پای
وروستي