که په ټولنه کې ژوند کوئ، نو ته هرو مرو ملګری لرې. موږ او تاسو وینو په خپل چم او ګاونډ کې چې د هر مسلک او هر بخش ملګري سره ناست وي او هغه د چا خبره د مازیګر بنډارونه ترسره کوي، څو ستړی ذهن یې تفرېح وکړي، له همدې کبله ملګري سره راټولیږي او یوه شېبه سره خپل فکر شریکوي.
د انسانانو جلا جلا فکرونه دي، له همدې کبله ستا د فکر سره سم او همفکره ملګري ډېر کم موندل کېږي او تر ټولو سخته لا دا چې دا ډول ملګري ډېر په اسانۍ نه موندل کېږي او ډېر وخت هم وغواړي، ځکه تجربه شرط ده او د دې لپاره بیا باید تاسې زغم وګالئ او قرباني هم ورکړئ.
باید موږ او تاسې داسې فکر وکړو، څو فکراً ارام و اوسو، مثبت فکر احساس کړو او پراخ لیدلوری ورته ولرو، یو ښه ملګری کولای شي، موږ او تاسې ښه او سم لوري ته رهبري کړي. مشران وايي: ملګری هغه دی، چې په سخت او بد حالت کې دې پکار راشي، یو ښه ملګری کولای شي، ستاسې لپاره یو ښه مشاور هم ثابت شي او دا چاره هغه وخت صورت نیسي، چې کله متقابله ژمنتیا وجود ولري. د ملګري په موندلو کې باید موږ پلټنه وکړو، چې په اسلامي روحیه سنبال، عقلمند او د پراخ لیدلوري څښتن سره د ملګرتیا لپاره لاس وعځوو. د نېکانو، وفادانو او ژمنو اشخاصو ملګرتیا تاسې ته قوت در بښي.
افلاطون وايي، کوم کسان چې له موږ سره همفکره دي، موږ ته آرامتیا راکوي او کوم کسان چې له موږ سره مخالف دي، موږ ته درس او تجربه راکوي، له همدې کبله انسان اړ دی چې د مخالفو کسانو په شتون کې له زغم کار واخلي، خپلې چارې په بشپړې ځيرکتیا سره مخته یوسي، د مخالفو کسانو هېڅ پروا ونه ساتي او خپل ټول ارزښت خپلو چارو ته ورکړي، بریالیتوب ستاسې دی.
پای
وروستي