د انسان د روغتیا راز د قرآن کریم په درې ایتونو کې

د انساني تاریخ یو مهمه او په زړه پورې څیړنه، که هغه مونږ ولولو او عمل پرې وکړو، له ډېرو ناروغیو ژعورل کیدی شو.

د مصر یو ډاکټر عماد فهمي چې د غذا او تغذیې یو ماهر (Nuitritionist)  او د چاغښت معالج (Bariatric consultant) دی، يو تلويزون سره په مرکه وویل چې د انسان د روغتیا راز په دې درې ایتونو کې پټ دی.

۱. وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوٓا (الاعراف - ۳۱)
ژباړه: خورئ، څښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ. الله، له حده تيري كوونكي نه خوښوي.

د دې په تشریح کې ډاکټر فهمي وایي"اکثره ډاکټران خلک د قندي (carbohydrates) موادو او شحمي موادو (Fats)  منع کوي، په داسې حال کې چې همدا غذایي توکي د انسانانو روغتیا ته اړین دي، اصل خبره د حد نه تجاوز دی، یعنې انسان باید تجاوز ونه کړي".

۲. َجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَىٍّ (الانبیا ۳۰)
ژباړه: او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا کړ.
که ډیر تږي هم نه اوسئ خو اوبه څښئ!  اوبه ډیرې اړینې دي، د طب له نظره هر کس د هر کیلو وزن په سر ۳۰ ملي ګرامه اوبه وڅښئ ... د مثال په توګه د یو کس وزن ۷۰ کیلو ګرام دی، نو هغه ۷۰ × ۳۰ = ۲۱۰۰ ملي ګرامه یعنې دوه لیټره او ۱۰۰ ګرامه اوبه  باید وڅښي. دا د پښتورګو، ځیګر او زړه د فعالیت لپاره اړینې دي.

۳. َجَعَلْنَا الَّيْلَ لِبَاسًا؛  وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا  (النباء. ۱۰ -۱۱)
او شپه مو پرده پوش (ارام او خوب) لپاره ورځ مو د معاش (کار روزګار) لپاره ګرځولې ده.
ډاکتر فهمي وایي چې د شپې په وخت اوده شئ او سهار په وخت پاڅیږئ!
پورته یاده شوې ډیره غوره نسخه ده، چې تاسو د ناروغیو او چاغښت څخه ژغوري.