د ماشومانو د روزلو لپاره لس غوره ټکي

۱ ـــ ښو چلندونو ته د خپلو ماشومانو هڅونه، د هغوی له درې کلنۍ څخه پیل کړئ، په دې باندې یې عادت کړئ، چې له دې کلیمو څخه ډېره زیاته ګټه واخلي، لکه: لطفاً، مننه کوم او وبښئ، هغوی ته ورزده کړئ، چې په دوستانه لهجه خبرې وکړي. 
 
۲ ـــ دا واقعیت ومنئ، چې ماشومان هم انسانان دي او د لویانو په څېر دې ته اړتیا لري، چې یو څوک یې خبرو ته غوږ ونیسي، ورسره مینه ولري، وې ستایي او ورته درناوی وکړي، ټول انسانان څه ماشوم او څه لوی د سپکاوي، بې پروایي، له زوره خبرې کولو او جسمي ځورونو پر وړاندې بد غبرګون ښکاره کوي. 
 
۳ ـــ په خپلو خبرو کې ثابت قدمه پاتې کېدل د ماشوم روزنې لپاره یو ډېر ښه تمرین دی، خو د ماشومانو خبرو ته غوږ نیول او د خپلو تېروتنو لپاره بښنه غوښتل هم د هغوی په روزنه کې ډېر زیات ارزښت لري، هیچا نه دي ویلي، چې والدین تل او سل په سلو کې په حقه دي او تېروتنه نه کوي، که تاسو هم کله چې تېروتنه کوئ، بښنه وغواړئ، د هغوی لپاره به ډېره ښه بېلګه وئ. 
 
۴ ـــ دا چې مینه هر څه حل کوي، د کور د اصولو یوه برخه وګڼئ، که فکر کوئ، نږدې ده، چې د خپلو ماشومانو د بد خلقۍ په خاطر غوسه شئ، څو دقیقې له هغه غبرګون څخه، چې غواړئ ښکاره یې کړئ مخنیوی وکړئ او زغم ولرئ، کېنئ او په غېږ کې یې ونیسئ او پوه شئ چې ارزښت یې لري، ولې باید هر وخت یې ورټئ؟ پر ځای یې کولای شئ په مینې او محبت سره یې آرام کړئ. 
 
۵ ـــ لږ څه سترو ماشومانو په اړه هڅه وکړئ، چې خپل ځان له ستونزې څخه جلا کړئ، کله چې د هغوی بد چلند پیلېږي، هڅه وکړئ، چې خپل ځان یا ماشوم ته مو وخت ورکړئ، خو دا کار په پرېکنده توګه ترسره کړئ او په چټکه توګه هغه بلې کوټې بوځئ او توضیحات ورکړئ، چې چلند یې د منلو وړ نه دی او په همدې خاطر نه مو خوښېږي، چې دمګړۍ درته نږدې وي، د دروازې تړل د دې سبب ګرځي، چې لږ خواشینی شي. د ماشومان هم د لویانو په څېر نه خوښېږي، چې په اجباري توګه لیرې وساتل شي، له څو دقیقو وروسته (یا هر وخت، چې غوسه مو سړه شوه) بېرته کوټې ته ور وګرځئ، په غېږ کې یې ونیسئ او هڅه وکړئ، چې ستونزه حل کړئ. ماشومان تل یوه لوی کس ته اړتیا لري، چې وضعیت ته ښه والی وروبښي، ښایي ونه شي کولای، چې په هماغه شېبه کې بښنه وغواړي، خو په ځینو مواردو کې هرومرو باید دا بښنه غوښتل ترسره شي. 
 
۶ ـــ ملامتول، درس او پند ورکول هغه وخت ته پرېږدئ، چې ماشوم مو آرام او هوسا دی او کولای شي په ښه توګه ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي، له هغوی څخه وغواړئ، چې د خپل چلند ستونزه ستاسو لپاره تکرار کړي او ووایي، که بل ځل یې تکرار کړي، څه پایله به ولري، که خپله ستونزه یې منلې ده او د خپل بد چلند پایله یې ومنله، خو بیا یې هم تصمیم ونیوه، چې یو ځل بیا هغه چلند تکرار کړي، نو هغه پایلې یې خپله ټاکنه ده، کله چې آرام شوئ، له خپل ماشوم سره خبرې وکړئ، هغه ستاسو خبرې په ډېره ښه توګه درک کوي، په دې تګلارې سره ډېر ښه پوهېږي، چې په کوم ځای کې یې تېروتنه کړې ده او نور د خپل ځان لپاره دفاعي حالت نه غوره کوي. 
 
۷ ـــ ماشوم ته مو په فزیکي بڼه سزا مه ورکوئ، فزیکي سزا واقعاً ناسم کار دی، ځکه نه یوازې سپکاوی ورته کېږي او احساسات یې ټپي کوي، بلکې  دا ورزده کوي، چې هغوی هم کولای شي، چې بل کس ووهي. کله چې په ورځني ژوند کې نه شئ کولای، نور د تېروتنو لپاره یې ووهئ، ولې له خپل ماشوم سره دا کار وکړئ؟ 
 
۸ ـــ په ۹ یا ۱۰ کلنۍ کې هغوی د پرېکنده توب په مانا باندې پوه کړئ، هغوی دې ته وهڅوئ، چې تل مهربانانه، شوخ او دوستانه چلند ولري، خو په عین حال کې ټینګ او پایښت لرونکي واوسي او د دې لپاره، چې له یوه ټولي سره ورته وي، په خپلو همزولو پسې لاړ نه شي. 
 
۹ ـــ په دې وخت کې ماشومانو ته د کور د کارونو ورزده کول، چې په کورنیو باندې فشار ډېر زیات دی، یو سخت او ستونزمن کار دی، خو دا کار هم کولای شئ د تفریح او لوبو په بڼه ترې وغواړئ. د بېلګې په توګه: هر کله مو چې وخت پیدا کړ، ماشومانو ته مو ور غږ کړئ او هغوی ته ووایئ، چې لس کارونه دي باید ترسره شي، په دې لسو کارونو کې لویو او وړو کارونو ته ځای ورکړئ او ورته ووایئ، چې د دې کارونو ترسره کول نباید له ۲۰ یا ۳۰ دقیقو څخه د هغوی ډېر وخت مصرف کړي. دا کارونه کولای شي، چې هر څه وي د جامو له را ځړولو څخه نیولې کورني حیوان ته تر خوړو ورکولو پورې، کارونه یو یو ور په ګوته کړئ، ترڅو چې یو کار یې نه وي بشپړ کړی، بل مه ور سپارئ. هڅه وکړئ، چې کار یې وستایئ، ځکه دا چاره د دې سبب ګرځي، چې ونه ډونګېږي او د نورو کارونو د ترسره کولو لپاره لېوالتیا څرګنده کړي. 
 
۱۰ ـــ ماشوم ته مو دا ورزده کړئ، چې د خپل ذهن غږ ته غوږ ونیسي، هغه ټول ارزښتونه او د ژوند درسونه، چې په دې دومره کلونه کې مو ورزده کړي دي، په ذهن کې یې ذخیره کېږي، هغوی ته ورزده کړئ، هغه غږ، چې ورته وایي: «دا کار سم نه دی»، یا «د پلار مې نه خوښېږي، چې زه دا کار ترسره کړم»، وپېژني او د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره ترې مرسته وغواړي. 
 
موږ ټول په خپلو ماشومانو باندې مئین یو، خو باید وکولای شو، د هغوی د چلندونو لپاره مشخص بریدونه وټاکو او له راتلونکې سره د مرستې لپاره یې د ژوند ارزښتونه ورزده کړو.