څنګه له نورو سره په چټکه توګه اړیکه ټینګه کړئ؟

د اړیکو مشاور لایل لونډس ځینې تخنیکونه تدریسوي، چې کولای شئ د خپل ځان په اړه په نورو کې د ښه احساس د رامنځته کېدو لپاره ترې ګټه واخلئ او تر ډېره دا احساس هغه مهال ترلاسه کېږي، چې داسې یو کار ترسره کړئ، چې هغوی د خپل ځان په اړه ښه احساس ولري.
 
دا تخنیکونه په ښه توګه کار کوي، البته کله چې د زړه له کومې ترسره شي، نه په ساختګي لېوالتیا سره. ستاسو موخه چاپړوسي نه ده، بلکې په هغوی کې مثبت نظر رامنځته کړئ.  
 
په نورو باندې تمرکز وکړئ، ترڅو په تاسو باندې تمرکز وکړي
د اړیکو اغېزناک تخنیکونه او هوښیارانه تدابیر تاسو ته د دې شونتیا درکوي، ترڅو اعتماد جوړونه وکړئ، په ډېرې آرامتیا او هوساینې له نورو سره خبرې وکړئ او له هر چا سره چې لیده کاته کوئ، مثبتې اړیکې رامنځته کړئ، دا تخنیکونه  تاسو په دې باندې توانوي، ترڅو په خپل ځان باندې د خلکو د باور احساس زیات کړئ او د دې سبب شئ، چې د خپل ځان په اړه ښه احساس ولري او تاسو وستایي.
 
د شخصي جذابیت پړاو ته د رسېدو لپاره، د احساسي وړاند وینې په برخه کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړئ، ترڅو په دې باندې پوه شئ، چې خلک به ستاسو د کړنو او چلند پر وړاندې څنګه غبرګون ښکاره کړي، د دې وړتیا د ښه توب لپاره له لاندې ټکو څخه ګټه واخلئ:
مثبته اغېز ښندنه
په دې برخه کې مو هغه تګلارې وړاندې کړي دي، ترڅو وکولای شئ په چټکۍ سره داسې یو کار وکړئ، چې نور ستاسو په اړه ښه احساس پیدا کړي:
 
ـــ څنګه له خلکو سره د لیدو کتو پرمهال په خپل ځان باندې باور وساتو، کله چې له یوه نوي شخص سره لیده کاته کوئ، هغه جامې چې نوې مو اخیستې دي، مه یې اغوندئ، ځکه نه پوهېږئ، چې په دې جامو کې څه احساس لرئ او څنګه ښکارېږئ، لومړی خپلې جامې په کور کې واغوندئ او وې ازمویئ او که چېرې ورسره هوسا وئ، نو د لیدو کتو پرمهال یې واغوندئ.
 
ـــ څه وکړئ، چې ټول ستاسو د نظریاتو اورېدو ته هیله مند وي، د بریا راز دا دی، کله چې نور د خبرو کولو په حال کې دي، نو خبرې یې مه پرې کوئ، پرځای یې غلی پاتې شئ، په ډېر غور او دقت سره د نورو خبرو ته پام وکړئ، آرامه او هوسا پاتې شئ، په پای کې کله چې ستاسو د خبرو وار را ورسېده، نو خلک په ډېر دقت سره ستاسو خبرو ته پام کوي.
 
سلام او خدای پامانی
له خلکو سره ستاسو د لیدو کتو تګلاره او دغه راز د هغوی د پرېښودو تګلاره، تاسو توپیري کوي د فوق العاده داخلېدو او وتو لپاره، له دې ټکو څخه پیروي وکړئ:
ـــ څنګه خپل وېزېټ کارت نورو ته ورکړئ او له هغوی څخه یې کارت واخلئ، کله چې یو څوک تاسو ته وېزېټ کارت درکوي، هغه کارت ستاسو لپاره ارزښتمن دی، هغه په چټکه توګه خپل جېب کې مه ږدئ، د دې پرځای هغه په دواړو لاسونو ونیسئ او په ډېر دقت سره هغه ته وګورئ، چې ګویا یو هنري شاهکار ته ګورئ، وروسته یې ټیټ ونیسئ او هر څو شېبې وروسته یو ځل ورته وګورئ.
 
ـــ کله چې خپل کارت بل چاته ورکوئ، نو هغه کارت له یو ښه کارت ځای څخه را بهر کړئ، په افقي توګه یې را پورته کړئ، هغه فرد ته یې مخامخ ونیسئ او په ډېر درنښت سره یې ورکړئ، دا چاره د دې ښکارندویي کوي، چې ستاسو کارت او په پایله کې ستاسو دنده او کسب و کار ستاسو لپاره ډېر زیات مهم دي، نور هم په هماغه شان تاسو ته غبرګون ښکاره کوي. له وېزېټ کارتونو سره ډېر درنښتیز چلند وکړئ.
 
ـــ څنګه د خپل پام وړ کسانو سره لیده کاته کوئ، کله چې ستاسو د پام وړ کس کېني، هغه ته نږدې یوه څوکۍ وټاکئ، که یو چا ته نږدې کېنئ، له هغه سره د خبرو پیل او دوام آسانه کېږي.
 
اړیکې
نور په خپلو تودو او صمیمانه خبرو اترو کې شریک کړئ، په دې کار سره هغوی ستاسو په اړه ښه احساس پیدا کوي. له لاندې تګلارو څخه ګټه واخلئ:
ـــ څنګه له هغو افرادو سره، چې څو شېبې مخکې مو ورسره ملاقات کړی و، جذابې خبرې اترې ولرئ، مکالمه داسې یوه لوري ته بوځئ، چې تر دېره د مخاطب په اړه وي. د هغه د وروستیو کارونو د جزئیاتو په اړه یې ترې پوښتنه وکړئ، چې په څو وروستیو ساعتونو کې یې ترسره کړي دي، د دا ډول جزئیاتو په اړه خبرې کول د خلکو لپاره آسانه دي، ځکه نوي یې ترسره کړي دي او د خپل پام وړ موضوع  (یانې د خپلې موضوع) په اړه له خبرو کولو څخه خوند اخلي.
 
ـــ څنګه له بېوزله کسانو سره ملګري شئ، بېوزله کسان وهڅوئ، چې د دوام لرونکو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، ترڅو خبرې اترې دوام پیدا کړي. د بېلګې په توګه: له یوه شخص څخه وغواړئ، چې یو رسټورانټ معرفي کړي، ترڅو د ماښامنۍ د خوراک لپاره هلته لاړ شئ. (د بحث دوام: دا رسټورانټ چېرې دی؟ غوره ده، څه ډول خواړه را وغواړم؟) که د خوړو نوم هېر کړئ، نو دا بهانه لرئ، چې له دې نوي فرد سره اړیکه ونیسئ او یو ځل بیا ترې پوښتنه وکړئ. له هغه کس سره اړیکه نیول، چې مخکې مو ورسره پېژندګلوي شوې ده، د یوې نوې ملګرتیا د رامنځته کېدو یوه نوې تګلاره ده.
 
ـــ څنګه په خلکو پسې داسې خبرې وکړئ، چې خوښې یې شي، خلک تل دې ته لېواله دي، چې د خپل ځان په اړه د نورو په نظر باندې پوه شي، نو له دې امله د هغوی په اړه ښې خبرې وکړئ او ډاډه شئ چې اورېدلې یې دي، که فکر کوئ، چې نه یې دي اورېدلي، یو ځل بیا یې ووایئ.
 
ـــ څه وکړئ، چې ټول له تاسو سره په خبرو کولو کې د هوساینې احساس وکړي، په داسې یوه مکالمه کې د ګډون لپاره، چې د نورو لپاره هم له مهربانۍ څخه تشه نه وي، په دې باندې ډاډه شئ، چې هغوی لږ تر لږه له فزیکي پلوه آرام دي. د بېلګې په توګه: که د خپل مېز له شا کوم چا سره خبرې وکړئ، ښایي هغه ووېروئ، د دې پرځای د خپل مېز ترڅنګ یوه څوکۍ کېږدئ او له هغه څخه وغواړئ، چې ستاسو ترڅنګ کېني، ښاغلي په کوم ځای کې چې ناست دي، باید د وتلو دروازه وویني، تر ډېره کله چې د وتلو دروازې ته د هغوی شا وي، نو د اندېښنې احساس کوي.
 
ـــ څنګه خپل ځان پیاوړی ښکاره کړئ، کله چې کوم څوک کوم ټکي ته اشاره کوي، څو ځله خپل سر وښوروئ، البته دا کار ښایي د کبر او غرور نښه تر سترګو شي، نو په ډېر احتیاط سره ترې ګټه واخلئ.
 
ـــ څنګه وخاندئ، چې د خلکو د درنښت وړ وګرځئ، خندېدل ساري دي، کله چې ستاسو د شاوخوا خلک یو هوښیارانه او خندونکی کار ترسره کوي، لومړنی کس واوسئ، چې په لوړ غږ خاندي، نورو ته دا ښکاره کړئ، چې له هغوی سره، له خبرو کولو څخه خوند اخلئ.
 
ټولنیز کېدل
ډېری خلک مېلمستیا ته ځي، ترڅو خپلو ټولنیزو اړیکو ته پراختیا ورکړي، خو تر ډېره د هوساینې احساس نه کوي، د دې لپاره، چې ښه وخت تېر کړئ، نو لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
ـــ څنګه په ستره مېلمستیا کې ملګری پیدا کړئ، که مېلمستیا ته لږ وخته لاړ شئ، کولای شئ له هغو کسانو سره، چې له تاسو نه مخکې رسېدلي دي، اړیکه ټینګه کړئ او کله چې دوستان یې مېلمستیا ته راغلل، هغوی تاسو خپلو دوستانو ته ورپېژني، دغه راز کله چې ماشومان مېلمستیا ته بیایئ، دا تخنیک یو ډېر ښه او اغېزناک تخنیک دی. کله چې یو څوک یوازې تر سترګو کېږي، هغه ته یوه ستره مُسکا وکړئ، په چټکه توګه د خبرو لړۍ ته ننوځئ او هغه د تل لپاره په خپل دوست باندې بدل کړئ.
 
ـــ څنګه په یوه غونډه کې یوازې او سرسامه تر سترګو نه شئ، په داسې بڼه صالون ته ننوځئ، چې ګویا څښتن یې یاست، د صالون هرې څنډې ته وګورئ او داسې په لېوالتیا خپل لید وڅرخوئ، چې ګویا هغه کس چې پېژنئ، لیدلی مو دی.
 
ـــ څنګه د یو چا بلنه ونه منئ او دغه راز اړیکه مو هم خوندي وساتئ، کله چې احساس کوئ، د یوې مېلمستیا لپاره بلنه ومنئ، چې غوره ګڼئ ترې ډډه وکړئ، خپل ځان هیجاني او لېواله ښکاره کړي، وروسته له هغه شخص سره اړیکه ونیسئ او ووایئ، چې په خواشینئ سره، زما پروګرامونه، ماته د دې اجازه نه راکوي، چې ستاسو په مېلمستیا کې ګډون وکړم.
 
ایمیل او موبایل
له ایمیل او ګرځنډه ټیلیفون څخه د ګټه اخیستنې بایدونه او نبایدونه عبارت دي له:
ـــ څنګه کله چې له کار ځای څخه بهر یاست، ثابته کړئ چې یو ځانګړی فرد یاست، په اتوماتیکو پیغامونو باندې باور مه کوئ، افرادو ته ځانګړي او دوستانه پیغامونه ور واستوئ.
 
ـــ څه وکړئ، چې ایمیلونه مو ډاډمن ترسترګو شي؟ په جملو کې له تېرو فعلونو څخه ګټه مه اخلئ، مه لیکئ «هیله من وم چې...»، ولیکئ «هیله من یم چې تاسو.....» تېره زمانه نه ډاډمنتیا څرګندوي.
 
ـــ څنګه په ایمیلونو کې له ځان غوښتونکي ښکارولو څخه ډډه وکړئ: د «زه» له کلیمې څخه لږ ګټه واخلئ.
 
ـــ څنګه له خپل موبایل څخه په ګټه اخیستنې سره د هغوی شخصیت لوړ کړئ. له هغه چا سره اوسېدل چې  په دوامداره توګه خپل ګرځنده موبایل ته په ځواب ورکولو سره، ستاسو د خبرو مزاحمت کوي، ډېر له سپکاوي څخه ډک چلند دی. کله چې له یو چا سره یاست، د خپل ګرځنده ټیلیفون په ګُل کولو سره، هغه ته دا څرګنده کړئ، چې ارزښت ورکوئ.
 
شخصي اړیکې
له شخصي اړیکو څخه هېڅ څیز مهم نه دی، د خپلو شخصي اړیکو د ښه والي لپاره، له لاندې ټکو څخه ګټه واخلئ:
ـــ څه وکړئ، چې تل ستاسو مننه په یاد ولري، کله چې خلک په تاسو باندې یوه مهرباني کوي، ډالۍ درکوي، یا ښه چلند ترسره کوي، په چټکه ټوګه ترې مننه وکړئ، وروسته یو بل ګام پورته کړئ او یوه موده وروسته بیا ترې مننه وکړئ.
 
ـــ څنګه هغوی وستایئ، چې هېڅکله یې هېر نه کړي، د ستاینې ټکي د جزئیاتو په زیاتولو سره اوږده کړئ، باید دا ښکاره کړئ، چې د هغه فرد په ټولو هڅو باندې پوه شوی یاست او ترې منندوی یاست.
 
ـــ څنګه له خپلو شریکانو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړئ، تل د خپل شریک په اړه ښې خبرې وکړئ، څه خپله حضور ولري یا یې ونه لري.
 
هغه کارونه، چې نباید ترسره یې کړئ
خلک کله وخت ډېرې بې مانا خبرې کوي او دغه راز بې مانا کارونه ترسره کوي، له دې تېروتنو څخه په کلکه ډډه وکړئ:
ـــ څنګه چلند وکړئ چې خلک تاسو کم ارزښته ونه ګڼي. هېڅکله د «زما د غرمې ډوډۍ» له عبارت څخه ګټه مه اخلئ، دا جمله د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو د خپل وخت مسؤول نه یاست او تصمیم مو رییس نیسي.
 
ـــ څنګه د معمولو احمقانه جملو له ویلو څخه ډډه وکړئ. د دې جملو له ویلو څخه «خواشینی یم وخت مې پیدا نه کړ، چې له تاسو سره اړیکه ونیسم یا تاسو ته پیغام در واستوم یا تاسو ته درشم» ډډه وکړئ، دا جملې د دې ښکارندویي کوي، چې یاد شخص زموږ د وخت وړتیا نه درلوده. کله چې افراد هوایي ډګر ته رسوئ، هغوی ته مه وایئ «خوندي الوتنه او سفر ولرئ»، دا جمله د دې ښکارندویي کوي، چې هغوی مړه کېږي، هغو کسانو ته، چې ورسره قدم وهئ، مه وایئ «پام مو وي، چې پښه مو ونه ښویېږي»، ځکه فکر کوي، چې هغوی نا پامه، بې پروا او کاواکه ګڼئ.
 
ـــ څنګه پوه شئ، په کومو مواردو کې باید دوستانه چلند ونه کړئ. ځینې خلک نه غواړي، چې له هغوی سره دوستانه چلند وکړئ، په ځانګړې توګه هغه وخت، چې د بحث او شخړې کولو په حال کې دي، کله چې یو څوک مو ولیده او پوه شوئ، چې نه غواړي، هغه ته نږدې شئ، نو هغه ته مه نږدې کېږئ، کله چې یو څوک خواشینی او ناروغ دی، ښایي داسې معلومات افشا کړي، چې ډېر ځانګړي او خصوصي دي، نو غوره ده، چې په چټکه توګه د بحث موضوع بدله کړئ.
 
ـــ څنګه درغلي کوونکی ښکاره نه شئ. هېڅکله د «په روښانه توګه ووایم...» یا «پرېږدئ، چې له تاسو سره رښتینی واوسم» عبارت څخه ګټه مه اخلئ، دا ډول عبارتونه څرګندوي، له کوم چا سره چې خبرې کوئ، ښایي له هغه سره رښتینی او یا نا رښتینی واوسئ.