د ژوند لومړني اړین توکي

ددې لپاره چې موږ ژوند وکړو او ښه یې تېر کړو؛ نو بیا اړینه ده چې د ښه ژوند تېرولو او آرام لپاره اوبه، هوا، خواړه، خوراک او پوښاک ته اړتیا لرو؛ د دې لپاره چې زموږ بدن غښتلی او پیاوړی شي، انرژي دې ولرو، د ژوند چارې دې په ښه ډول مخته یوسو، بیا اړینه ده چې ښه خواړه وخورو، د بدن ځواکمنتیا د چارو د لا ښه ترسراوي او بشپړولو لپاره اصل دی او دا اصل په خوراک او څښاک سره پوره کېدی شي.
 
د بېلګې په توګه؛ که موږ نباتاتو ته اوبه ورنه کړو، هغه ژر وده نه کوي او په دریج سره ورو – ورو سوځي او لمنځه ځي؛ خو که همدې نباتاتو ته په تدریج سره اوبه ورکړو، تندې ته یې پرېنږدو او په وخت سره ورته رسیده ګي وکړو، ژر به وده هم وکړي او له سوځېدو او لمنځه تلو به هم ژغورل شوې وي.
 
همدا بېلګه زموږ بدن لپاره د اړتیا وړ توکو هم ده، انسان باید په ۲۴ ساعته کې په کافي اندازه اوبه وڅښي او مناسب خواړه نوش جان کړي، که د نه خوړلو اعتصاب وشي، په لوی لاس د انسان بدن زیانمنیږي او د بدن ارزښتمن او قیمت بها غړو ته زیان رسیږي، چې مسوولیت خپله د عامل په غاړه دی.
 
که وغواړو، یو ځواکمن او پیاوړی بدن ولرو؛ نو موږ ته پکار ده چې ښه خواړه وخورو، تر څو مو بدن پیاوړی او ځواکمن شي. خواړه زموږ د بدن په وده کې مهم رول لري؛ مناسب خواړه زموږ  د بدن په غښتلوالي کې د پام وړ رول لري، د مناسبو خوړو خوراک زموږ بدن د ډول ډول ناروغیو پر وړندی پیاوړی کوي. خواړه دي چط موږ ته د هر راز سختو – سختو فزیکي او معنوي چارو د ښه او ژر ترسراوي انرژي را کوي، که ستاسې معده او ذهن د کار ترسراوي ته ژمن نه وي، بیا ومنئ چې د ترسراوي هوډ مو یې بېځایه دی.
 
د دې لپاره چې بدن مو پیاوړی شي، د ډول – ډول ناروغیو او رنځونو دې په واټن کې شئ، بیا باید د بېلابې لډوله خوړو چې پروټيونونه، ویټامیونه، منرالونه او نور اړین او ګټور توکي ولري، استفاده یې کړو او د اوونۍ په بېلابېلو ورځو کې یې د روټيڼ (روزمره یو څه د عادت له مخې ترسره کول) په توګه یې مهالوېش کړو.
پای