د هر کس په ژوند کې ځینې رازونه او خبرې شتون لري، چې شخصي دي او نباید نورو ته یې ووایئ، ځکه امکان لري، نورو ته د دې خبرو کول، په ژوند کې ستاسو بریا او آرامتیا له ګواښ سره مخ کړي.
هغه خبرې، چې نباید نورو ته وویل شي، خو په احتمالي توګه تاسو یې وایئ
هغه خبرې، چې نباید وویل شي او هغه رازونه، چې ویل به یې تاسو له آرامتیا او بریا څخه لیرې کړي. تاسو ښایي د لارښوونې او د خپل روح د سپکېدو په خاطر ځینې خبرې وکړئ، خو په حقیقت کې کول به یې تاسو ته زیان واړوي. آیا خپل رازساتئ یا د خپل ژوند ټول جزئیات له نورو سره شریکوئ؟
د راز د ساتلو په اړه هېڅکله سپارښتنه نه کېږي، ځکه عاطفې ته د زیان اړولو سبب ګرځي، د دې ترڅنګ، ځینې مهم او کلیدي څیزونه شتون لري، چې هېڅکله باید له نورو سره شریک نه شي او غوره ده، چې له ځان سره یې وساتئ، کله وخت د ځینو څیزونو ساتل د بریا په رامنځته کېدو کې مرسته کوي. په دې لیکنه کې په هغو مواردو باندې رڼا اچول کېږي، چې په احتمالي توګه تاسو یې په ناخبره توګه له نورو سره شریکوئ او په زیان مو دي.
د دې موضوعاتو د جزئیاتو په اړه له نورو سره خبرې مه کوئ
۱ ـــ شخصي ژوند
ستاسو شخصي ژوند په هیچا پورې تړاو نه لري او د خپل ژوند په اړه خبرې کول، د دې سبب ګرځي، چې پر تاسو باندې نیوکه او دغه راز ستاسو په اړه قضاوت وکړي، په هغو ټاکنو کې، چې تاسو یې په خپل ژوند کې کوئ، باید د خپل ځان په اړه پام وکړئ، ځکه دا کار مو د نورو له نا اړینو نظرونو څخه خوندي کوي، چې کولای شي ښایي غوسه ناک وي.
د خپل ژوند مشخص اړخونه د یوه راز په توګه وساتئ او د خپل شخصي ژوند ټول جزئیات له نورو سره مه شریکوئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې تاسو د هغو کسانو په پرتله، چې د خپلو ښو او بدو عادتونو په پرتله په جزئیاتو سره خبرې کوي، ډېر د درنښت وړ واوسئ.
۲ ـــ ښه او زړور اقدامات
په قصدي توګه د خپل خیر ښېګڼې د کارونو شریکول کولای شي، ځان غوښتنه وي او باید ترې ډډه وشي، له نورو سره مرسته کول یو راز نه دی، خو نباید په نړیوال خبر باندې بدل شي، همدا موضوع له رښتینولۍ سره هم صدق کوي.
۳ ـــ کورني خپګانونه
ټولې کورنۍ خپګانونه لري او باید وې زغمي، دا هغه څه نه دي، چې تاسو یې باید نړۍ ته ووایئ. ښکاره ده، که چېرې کوم ناسم څیز شتون لري، ویل یې دوستانو او د خپل ژوند شریک ته، کولای شي د پېټي له سپکولو سره یې مرسته وکړي، دا په داسې حال کې ده، چې ټولې نړۍ ته یې ویل د بې احترامۍ سبب ګرځي او په کورنۍ باندې د قضاوت کولو لپاره لاره پرانیزي. غوره ده، چې خپل مسایل تل په خصوصي او سمه بڼه له خپلې کورنۍ او هغو کسانو سره، چې ورسره مینه لرئ، حل کړئ.
۴ ـــ موخې
د خپلو موخو ساتل په حقیقت کې کولای شي د دې سبب شي، چې هغو ته د رسېدو ډېر احتمال ولرئ. د موخو په نظم باندې څېړنې څرګنده کړې، چې د خپلو موخو تعریفول او د هغو لپاره هڅېدل د دې سبب ګرځي، چې مغز انډروفین تولید کړي او موخې ته ورسېږئ، دا د دې سبب ګرځي، چې احساس وکړئ، کوم څه ته رسېدلی یاست، نو له دې امله په اوږد مهال کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوئ.
۵ ـــ خپل مالي مسایل
د ټولو خوښېږي، چې ښه څیزونه ولري او که چېرې هغه ټول ښه څیزونه، چې لرئ، له نورو سره یې شریک کړئ، د هغوی کینه او حسادت را پاروئ. د خپلو مادي لاسته راوړنو ساتل، تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې سربېره، له بدو سترګو څخه هم خوندي واوسئ او دغه راز ښه، مینه ناک او تقوا داره انسان تر سترګو شئ.
وروستي