ـــ له کوچني عمر څخه یې پیل کړئ
د خپلې مېرمنې د امیندوارۍ له دوران څخه پلاري کول پیل کړئ، د خپل اولاد لپاره د خپلو هیلو په اړه خبرې وکړئ او د خپل نوي زېږېدلي ماشوم د زېږون پرمهال حضور ولرئ، په هماغه پیل کې په خپل ماشوم باندې په پام کولو کې ګډون وکړئ، دا وخت د اړیکې د ټینګښت لپاره ډېر زیات مهم دی.
په ماشوم باندې پام کول، ستاسو د بدن په هورمونونو باندې اغېزه ښندي او د ژوند لومړیتوبونو ته مو بدلون ورکوي، نو پام مو وي! هغه پلرونه، چې له جسمي پلوه په ماشومانو باندې پام کوي، هغوی ته جذبېږي او دغه راز له هغوی سره همغږي کېږي.
نارینه کولای شي، په نیمه شپه کې د نوي زېږېدلي ماشوم په یو ځل بیا ویده کولو کې مهارت پیدا کړي، د هغوی په غېږ کې نیول، ورو ورو ښورول، یا بل ګټور کار، چې کولای شئ، نو ترسره یې کړئ، خپل ځان ته اجازه مه ورکوئ، چې د ماشوم په اړه بې لاسو او بې پښو واوسئ.
د خپل ژوند له شریک او نورو په کارپوه کسانو څخه مرسته وغواړئ او په خپلو وړتیاوو باندې وویاړئ، حتا که تخصصي دنده هم لرئ، نو د اوونۍ وروستۍ ورځ یا رخصتي مو ماشوم ته ځانګړې کړئ، له دوه کلنۍ وروسته، له خپلې مېرمنې څخه وغواړئ، چې مېلمستیا ته لاړه شي او تاسو له نوي په پښو راغلي ماشوم سره یوازې پرېږدي.
ـــ وخت مصرف کړئ
دا چاره له ډېر زیات ارزښت څخه برخمنه ده، توجه وکړئ، چې دا جمله د پلرونو لپاره ډېره زیاته مهمه ده: که تل پنځه پنځوس یا شپېته ساعته کار کوئ، نو د یوه پلار په توګه ښه کار نه کوئ، پلرونه باید په وخت سره کور ته راشي، ترڅو له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړي، وخاندي، هغوی ته زده کړه ورکړي او وې تخنوي.
ـــ خپل احساسات څرګند کړئ
د خپل ماشوم د ستروالي تر مهاله کولای شئ، هغه په غېږ کې ونیسئ، وې تخنوئ او له یو بل سره غېږ ونیسئ، یا نور بوختونکي کارونه ترسره کړئ. خپلو ماشومانو ته ووایئ، چې څومره ښه، ښکلي او هوښیار دي.
ـــ سختي ګیري مه کوئ
د خپلو ماشومانو ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلئ، که د هغوی ترڅنګ یاست، ترڅو تېروتنه ونه کړي یا په هغوی باندې حاکمیت وکړئ، پوه شئ چې دا اوسېدل له لوړ کیفیت څخه برخمن نه دی، ځکه کیفیت یا په بل عبارت د حضور څرنګوالی ډېر ارزښتمن دی.
هغه فعالیتونه تجربه کړئ، چې دواړه ترې خوند اخلئ، د بریالي کېدو لپاره له خپلو ماشومانو څخه فشار لیرې کړئ، خو ټینګار وکړئ، چې د کور په چارو کې ګډون ولري، هغوی ته اجازه ورکړئ، چې په یوه یا په دوو ورزشونو یا فعالیتونو کې ګډون وکړي. هېڅ فعالیت د سیالۍ په بڼه مه ترسره کوئ، بلکې د یو بوختوونکي فعالیت په سترګه ورته وګورئ، په دوامداره توګه په هر هغه څه باندې چې پوهېږئ، خپل ماشومانو ته یې ورزده کړئ.
مسؤولیت منونکی واوسئ
ځینې ننني پلرونه، هوساینه خوښوونکي پلرونه دي، چې ټولې ستونزې د خپل ژوند د شریکانو پر اوږو باندې ږدي. په تصمیم نیونو کې ګډون وکړئ، د ماشومانو د ښوونځي او کورنیو دندو باندې نظارت وکړئ.
نرمې انضباطي، خو مشخصې تګلارې خپلې کړئ، وهل او ډبول مه کوئ، د کوچنیو ماشومانو لپاره محدودیت په پام کې ونیسئ، په ماشومانو باندې ټینګار وکړئ، چې نورو ته درنښت وکړي او خپله د یوه ماشوم په څېر چلند مه کوئ.
خبرو ته یې غوږ ونیسئ او احساساتو ته یې ارزښت ورکړئ، د ماشوم روزنې د بشپړې طرحې په باب د خپل ژوند له شریک سره خبرې وکړئ: په ټوله کې څنګه پرمخ ځو؟ کوم بدلونونه رامنځته کړو؟ ماشوم روزنه د یوه دوه اړخیز کار په توګه کولای شي، ستاسو او د ژوند د شریک ترمنځ مو د تړاو یو نوی باب رامنځته کړي.
وروستي